افغانستان کې د کډوالو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

تیره چهارشنبه [جون ۲۰] د کډوالو نړیواله ورځ په داسې حال کې افغانستان کې ولمانځل شوه چې اوس هم یو شمیر افغانان د ناامنیو او اقتصادي ستونزو له کبله له هېواد څخه وځي.

په دغه نمانځغونډه کې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وویل، په روان میلادي کال کې څه باندې ۳۳۲ زره افغان کډوال، چې لویه برخه یې په ایران او پاکستان کې میشت وو، خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

نوموړي وویل، اوس هم لږترلږه دوه نیم میلیونه افغانان په پاکستان کې او همدارنګه څه باندې دوه میلیونه په ایران کې د کډوالو په توګه ژوند کوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمیرو له مخې، په تیره یوه نیمه لسیزه کې څه باندې اته میلیونه افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي، خو لا هم شاوخوا ۶ میلیونه افغانان د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې کډوال دي، چې لویه برخه یې په ایران او پاکستان کې اوسیږي.

په ورته وخت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان UNHCR وايي، په تېر ۲۰۱۷ کال کې په نړیواله کچه په زور د بې ځایه شویو کډوالو شمېر تر ۶۸ میلیون اوښتی و، چې دوه پر درې برخه یې د سوریې، افغانستان، جنوبي سودان، میانمار او سومالیا وو.

دغې ادارې په یوه تازه رپوټ کې د کډوالو د نړیوال کړکېچ اصلي لاملونه وسله والې نښتې او د ځورونې او تاوتریخوالي بېلابېل ډولونه بللي دي.

۲۰۱۸ م.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب