افغانه ښځه په تېرو ١٠ کلونو کې

 ښځې د ټولنې د نيمې برخې په توګه د يوې ټولنې او هېواد په سياسي، ټولنيزو، اقتصادي او فرهنګي بهيرونو کې رغنده رول لري. په دغو بهيرونو کې د ښځو مشارکت پراختيا اغيزناکه کوي او ټولنه خپل بشپړتيايي (د زېږون، ودې، بلوغ او غوړېدا) پړاوونه وهي.
تېر اته کاله په افغانستان کې د ښځو د سياسي او ټولنيز غورځنګ په برخه کې خورا مهم او برخليک ټاکونکي دي. افغانه ښځه اوس د کور له دايرې راوتلې او د ټولنې او نړۍ په دايره کې د پرمختګ مزل وهي. افغان ښځو په تېرو اتو کلونو کې د افغان دولت د پراخې پاملرنې په اډانه کې، د خپلو حقونو د حصول او په ټولنه کې د حضوري اغيزو په برخه کې خپلې وړتياوې په زباد رسولې دي.

همدا اوس د افغانستان په دولتي او نادولتي بنسټونو کې د ښځو سلنه ډېره شوې ده:o    سلنه ښځينه ونډه په بيړنۍ لويه جرګه کې o    ٢٠ سلنه ښځينه ونډه د اساسي قانون په لويه جرګه ګې o    ٤٠ سلنه ښځينه ګډون د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کېo    ٢٧ سلنه ښځينه ونډه په ولسي جرګه او ٢٢ سلنه سلنه ښځينه ونډه په مشرانو جرګه کې o    ٢٥ سلنه ښځينه ونډه د سولې په ملي مشورتي جرګه کې o    ٢١ سلنه ښځينه ونډه د دولت په کارکوونکو کې o    ٩ سلنه ښځينه ونډه د دولت د تصميم نيونې په کچه کېo    پنځه سلنه ښځينه ونډه په امنيتي سکتور کېo    ٢٤ سلنه ښځينه ونډه د روغتيا په سکتور کې o    ١٠ سلنه ښځينه ونډه په عدلي او قضايي سکتور کې o    ٣٧ سلنه ښځينه ونډه په زده کوونکو کېo    ٢٨ سلنه ښځينه ونډه په ښوونکو کې o    ١٨ سلنه ښځينه ونډه د پوهنتون په محصلانو کې o    ١٥ سلنه ښځينه ونډه د پوهنتونونو په استادانو کې

د افغان ښځو لپاره د ملي کاري پلان(نپوا) د پليتابه د چټکتيا په موخه، د ظرفيت لوړاوي تر سرليک لاندې د تمويل وړ درې کلن پروګرام پلي کول د ښځو چارو وزارت په راتلونکو پلانونو کې شمېرل کيږي. ددغه پروګرام موخه د جنسيت يا جندر د تساوي د ودې په موخه د دولت او دغه راز ښځو پياوړي کول دي، چې هغوى د خپلو اړوندونو وزارتونو په پلان جوړونه، پاليسي جوړونه، پروګرام جوړونې، بودجې جوړونې، څار، اروزنې او د رپوټ ورکولو د سيسټم کې شاملې شي.  تبليغ او عامه پوهاوى، ظرفيت جوړول او څار او ارزونه ددغه پروګرام مهمې برخې دي. د عامه پوهاوي په برخه کې د ټولنې افرادو ته روزنه ورکوي، چې په اقتصادي او ټولنيزه پرمختيا ( مسلکي زده کړو، ليک لوست زده کړې، کار موندنې، د مهارتونو پراختيا، د اوبو او برېښنا مديريت، صنايعو، کرنې او د بېخبناوو پراختيا) کې د ښځو د رول په اړه  وپوهيږي. د ظرفيت جوړونې په تړاو د نپوا د تطبيق په موخه د ښځو چارو او نورو وزارتونو د ظرفيتونو پراخول اصلي هدف دى.  دغسې  د څار موخه داده، چې ايا د افغان ښځو لپاره ملي کاري پلان پلى شوى او د پلان د پليتابه په بهير کې څه ستونزې وې، چې نوې تګلاره غوره شي او که بريالى وي، چې لاپسې پراخ شي.

دغه پروګرام به په وزارتونو او نورو اړوندو سيمه ييزو دولتي ارګانونو کې د معمولي پروګرامونو د يوې برخې په توګه د نپوا ( د افغان ښځو لپاره ملي کاري پلان) د پليتابه ځواک بنسټيز کړي. همداراز ښځو ته به دا فرصت برابر کړي، چې په پراختيايي فعاليتونو، لکه ښوونې او روزنې او نورو مسلکي زده کړو کې برخه واخلي. له دې لارې توقع وړ پايلې دولتي خدماتو ته د ښځو غوره لاسرسى، په اقتصادي او نورو فعاليتونو کې د ښځو اغيزناک رول او د غوره ظرفيت رامنځته کول، د جندر د تساوي يا ښځو د ځواکمنتيا په برخه کې د ملي او نړيوالو ژمنتياوو د پليتابه لپاره د دولت پياوړي کول او د ښځو اړوند پروګرامونو د لا پياوړتيا په او په بېلابېلو برخو کې د ښځو د ګډون په اړه د عامه ذهنيت روښانه کول دي.

حنفي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب