افغان مستشرقین د پردیو پدیده او ددښمن ځواکمنه تبلیغاتی وسیله

 

د صلیبي جنګونو د ناکامی پایلی څخه وروسته استشراق د فکري جګړې هغه خطرناک ډول دې چه د هر چا لپاره یی پیژندل څه اسانه خبره نه ده. استشراق(Orientalism) عربي کلمه ده چه لفظي معنا یې ختیځ پوهنه ده ، او په اصطلاح کې استشراق د یو شمیر لویدیځو پوهانو (او یا هر اسلام دښمن بلاک) له خوا د اسلامي نړۍ تمدن، فرهنګ(هڅوب) ، ژبې، ادبیاتو، رواجونو اورسوماتو له ژورې مطالعې څخه عبارت دې .

په دې سربیره د شرعي او نورو ټولنیزو او اجتماعي علومو لکه تفسیر، حدیث، فقه، سیرت، تاریخ،جغرافیه او داسې نورو د تخصص تر کچې زده کړه کول هم شامل دي.

او دا ټول هڅه او هاند ددې لپاره چه نوموړي نامسلمان مستشرقین (ختیځ پوهان) بیا په دې مکلف دي تر څو د اسلام په خلاف لیکنې وکړي او د له مینځه تګ لپاره یی پلانونه ترتیب کړي.

د اسلام دښمنانو هغه مهال د استشراق په دې خطرناکه پروژه لاس پورې کړ چه د مسلمانانو په لاس یې په خپل دوه سوه کلن صلیبي جنګ(۴۸۹هـ – ۶۹۰هـ) کی يي ستره تاریخی ماتې وخوړه. صلیبي جنګونه یوه خونړۍ لوبه وه چه پایله یې ډبرین پېر ته د متمدنې اسلامي نړۍ په ستنیدلو منتج شوه.

له بله پلوه لویدیځوالو ددی جنګ په دوران کی د اسلامي نړۍ ټولې مادي او معنوي شتمنۍ لوټ کړی ، آن تر دی چه د اسلامي علماوو په لاس د لیکل شویو معتبرو علمي نسخو څخه یی ځینی له ځانه سره یووړی او نوری یی د سیند اوبو ته چه – رنګ یی پری توروګرځید- وروغورځولی دصلیبیانو په لاس د غلا شویو دغو علمی نسخو څخه یی اوس هم د بریطانیې د برمنګهم په پوهنتون کې د قرآن کریم یوه تاریخي نسخه پرته ده چه څه موده دمخه د(BBC) راډیو د پښتو څانګې ویاندې (ثنا صافۍ ) یې ویدیويي راپور خپور کړ.

لویدیځوالو ولې د استشراق پدیده رامنځته کړه؟ نړیوال استکبار نن او پرون په پوره ځواک سره کوښښ کړی او کوي یې چه د اسلامي نړۍ طبیعي شتمنۍ ورڅخه تر لاسه کړي.

ددې هدف لپاره چه کله دوه سوه کلن صلیبي جنګ نتیجه ورنکړه نویې د استعمار سره هم مهال د اتلسمې میلادي پیړۍ په پاي کې د استشراق په نوم توطئه رامنځته کړه. په انګلستان او فرانسه کې په (۱۷۷۹) زیږدیز کال کې د استشراق زده کړی پیل شوی. مستشرقین په اسلامی شریعت او نورو ټولنیزو او ادبی علومو په څانګو کی تر زده کړی وروسته بیاد ددرس او تدریس تر څنګ د تالیف او ترجمې فنونو او مهارتونو ته مخه کوی.

د اسلام په خلاف په ګڼو نړیوالو ژبو لکه انګلیسی ، عربي او نورو هغه ژبوکی چه په اسلامي دنیا کې ویل کیږي ، مقالې، رسالې، کتابونه لیکی . د خپلو نا مقدسو موخو د تعقیب په موخه ، د اسلامي او شرعي علومو له مصادرو څخه ضد او نقیض، ضعیف او موضوعي اقوال راجمع او په کتابي بڼه یې چاپ او خپروی .

ډیرې خلکو ته دا تالیفات داسې بریښي چه ګوندې دا به یو شمیر مسلمانانو علماوو په دې موخه لیکلي وي چه اسلام او مسلمانانو ته فرهنګي او علمي پانګه جوړه کړي.

مګر دا ډول لیکنې او کتابونه داسلام او مسلمانانو پر ضد دومره زهرجن تبلیغاتی وسایل دی چه دلوستونکیو ګڼ شمیر هغه خلک چه له اسلامه پوره خبر نه وی ، په پاي کې دې نتیجې ته ورسیږي چه اسلام خو اصلاً یوه انسانی ضد صحرایي پدیده ده اوهمدا د مستشرقینو یو شعار هم ګرځیدلې چه د عربي جزیرې څخه د محمد په سرګرده ګۍ سره راولاړ شوې فکری ، فوځي او نظامي ځواک ، اقتصادي موخې تعقیبوي چه هدف یې د فارسی ، رومی امپراطوریو سربیره د نورو ورڅیرمه سیمو شتمنۍ تر تسلط لاندې له راوستلو بل څه نه دي له دی امله یی اسلام ته د صحرایي قانون(Islam is a desert law) لقب وركړ او هم یې د وحشت او دهشت یوه څپه ونوموله چه په ډیره چټکتیا سره یې روم او فارس تر کومۍ تېر کړل او د هغوي ټولې شتمنۍ یې د ځان کړې په دې ترتیب سره عربان د صحرایې او دښتي پسمانده ګۍ او وروسته پاتې والي څخه رابهر شول. اسلام د عربي استعمار څخه زیات بل څه نه دي. دا او دې ته ورته تبلیغات د ځوان مسلمان نسل په پاک زړه او دماغ ډیر خطرناک اغیز شیندي چه بیا دوي په شعوري او غیرشعوري بڼه د استشرق د پروپاګند ښکار کیږي.

د ځینو مستشرقینو نومونه او دهغوی بی لاری کوونکی لیکلي کتابی آثار په لاندې ډول دي.

۱٫ “د مسلمانو مليتونو تاریخ” د جرمنې (کارل بروکلمان) لیکنه.

۲٫ “اسلامي هسپانیه” د هسپانوي (فرانز روزنتال) لیکنه.

۳٫ “د عربو عمومي تاریخ” دعرب نژاده امریکايي (فلیب حتي) لیکنه.

۴٫ “د بخاری تاریخ: له زړو پېرونو بیا تر ننه پورې” د روسي (بارتولد) لیکنه.

ددوي په ځواب کې بیا یو شمیر اسلامي پوهانو د پام وړ اغیزمنې لیکنې کړي لکه:

۱٫ “مع الله” د(محمد الغزالي) لیکنه .

۲٫ “تاریخ الدعوة” د (جمعه علي الخولي) لیکنه.

۳٫ “الاسلام الفاتح” د(حسین مؤنس) لیکنه.

۴٫ “الخلفاء الراشدون” د(عبدالوهاب النجار) لیکنه.

د مستشرقینو ځینی عمده موخي په لاندی ډول دی :

اسلام او اسلامی شریعت لوستی نامسلمان پوهان ، هغوي چه موخه یې د اسلامي تمدن تاریخ او شرعي علومو له زده کړو څخه (بی له دي چه پرې ایمان او باور ولري) داده چه د خپلو غولوونکواو شیطانی کتابی آثارو له لارې تر ټولو لومړې او خطرناکه موخه د اسلامي عقایدو او افکاروله محوی او نابودی څخه عبارت ده .

هڅه او هاند یې دادې تر څو شرعي نصوص تحریف او یې ځایه یی توجیه کړي د اسلامي امت تیر تاریخ او زرین عصر تیاره وښیي او مسلمانو پرګنو ته داسې انګیزه ورکړي چه ګوندې یواځې اسلام دې چې ستاسو د وروسته پاتې والي اصلي لامل دې د بري یواځینۍ لاره مو د لویدیځ په پل له تللو بل څه نه دي .

دوهم عمده هدف دیې دادي چه غیر اسلامی ټولنو ته په صحیح بڼه اسلامي دعوت ونه رسیږي. په خپلو ولسونو کې هم د اسلام خلاف ناوړه لیکنې کوي ،او دا دین ورته د انسانیت او مدنیت ضد یوه وحشتناکه لاره نوموي او هم مهال ورته توصیه کوي چه اسلام د انساني ټولنې د هر اړخیز سمونپال نظام په توګه د بشریت لارښوونه نه شي کولاي.

نورې ناوړې موخې یې د فصیحي عربي ژبې، اسلامي فقهي شرعي ماخذونو (قرآن، حدیث او….) پر ضد بې لارې کوونکي لیکنې چه ګویا دا هر څه د نني وخت اړتیا ووته ځواب نه شي ویلاي او دا یواځې د منځنیو پېرونو اوسیدونکو د نامتمدنو ذهنونو زیږنده ده .

همدارنګه یو شمیر نور اهداف لکه د اسلامي نړۍ سره د تجارت راکړې ورکړې سیاسي معاملاتو او همدارنګه په اسلامي هیوادونو کې د مداخلې او یرغل د ستراتیجي جوړولو لکه د برید لپاره مناسب وخت او فرصت ټاکل د یادو هیوادونو د نظامي ځواک په اړه معلومات او بالآخره د یرغل او اشغال لپاره خپلو حکومتونو ته صائبې شوری او راپورونه تهیه کول ، د مستشرقینو له بنسټیزو مسؤولیتونو څخه ګڼل کیږي .

د امریکایي اشرباڼو له خوا د میړنیو په هیواد د یرغل څخه وروسته تر ډیره بریده د غربي مستشرقینو دنده یو شمیر افغان نما څیرو پر غاړه واخیسته. ددې کورنیو مستشرقینو ډیرې هغه څوک دي چه یو څه نا څه په شرعي علومو کې تر ممکنې کچې زده کړی لري. دوي هم له بهرنیانو سره په ډیر کم توپیر زهرجن تبلیغات او لیکنې کوي. ددوي د لیکنو ځیني بڼې دادي.

تیر افغان شوروي جهاد د خلکو په ذهنونو کې د هیواد د بربادۍ ستر عامل بولي. د ولاء او براء( د کافر سره دښمني او مسلمان سره دوستي) په دې ډول تعبیروي چه ګویا د اشغالګرانو له خوا ګډوله حکومت چارواکې مو ولاة الأمور(شرعي واکداران) دي او پر عام ولس یې اطاعت د لمونځ او روژې په څیر فرض دي.

دین همیشه د ټولو ناخوالو او بدبختیو سرچینه ګڼي. ددښمن په لمسه دخپلو ولسونو اتلان (هغوي چه ددوي د مال، عزت او ناموس او خاورې څخه د خپلو پاکو وینو په بیه هره شیبه سربکف ددښمن تورو ته یی خپلې سینې سپر کړي دي) پردي پال یادوی. هره نوې پیښه کې ددښمن د رسنیو له لارې خپریدونکو خرافاتو او زهرآګینو تبلیغاتو ته په پراخه پیمانه انعکاس ورکوي.

د بیلګې په توګه د غزني په پیښه کې د امریکا غږ اشنا راډیو د بي بي سي او نورو کور دننه او بهرنیو رسنیو ډیر زیات ګمراه کن تبلیغات وکړل.

د بیلګی په ډول : متمدنه نړۍ له طالبانو پوښتي چه دوي د غزنی ولایت له نیولو څخه ګټه تر لاسه کړه؟ د یاد ولایت د جګړې په مهال چه ددښمن هوایي بمبار څومره وراني وکړي هغه یې ټولې د مخالفینو کار وباله. داچه کورنیو مستشرقینو نور تحلیل نه درلود نویې د عامه جمعي رسنیو له لارې همدغه تبلیغاتو ته ښه کوریج ورکړ.

په دی اړه یی داسې بې ربطه او بی مقدمې لیکني وکړی چه پخپله یی پری باور نه کیده تردی چه د خپل دغه باطل دریځ څخه یې دفاع دومره کمزوري وه چه یواځې او یواځې خپل بادار ته د خدمت له ثابتولو نور څه نه وه .

همدارنګه کورنی مستشرقین په افغانستان کې د روان بحران مسؤولیت اولس ته راجع کوي. دتیر جهاد پر مهال به هم چه کله روسي فوځونو کوم جنایت ترسره کړ، نو بیا به ډاکتر نجیب له ولس څخه سوله غوښته.

یو ځل یې ژمنه وکړه چه که خوست مخالفین ونیسي نو زه به هماغه ورځ له واکه لاس پر سر کیږم خو چه کله یاد ولایت سقوط وکړ نو ویې ویل چه مجاهدین دې ځواب ورکړي چه دوي د خوست له نیولو څه تر لاسه کړل.البته نور څه نه یواځې دا چه په راتلونکو مذاکراتو کې خپل موقف ته قوت وروبخښي.

دوی دومره خپل مغز له لاسه ورکړی چه د ظالم پر ځای له مظلوم نه پوښتی او توصیه ورته کوی چه کله دی ظالم وژنی نو ته ولی خوزیږی او پښی او لاسونه وهی ؟ د مظلوم آه او فریاد او همدارنګه له خپل حقه حقوقونه دفاع هم ګستاخی او بی ادبی بولی د کور دننه اجیر مستشرقین که لږ هم فکر وکړي چه ددومره کم معاش په مقابل کې د یو لوي افغان اولس سره ټکر به ډیره لوړه بیه ولري نو په ګټه به نه یی وی .

دداخلي مستشرقینو یوه غولوونکې حربه دا هم ده چه په خپلو لیکنو او تصریحاتو کې تر هر چا ځانونه خورا زیات وطن پرست ښیي.مخالفینو ته نصیحت د افغانانو له مظلومیت څخه کاذبه دفاع او همدارنګه کله کله هم د عقل او ټولنیز عدالت له پولو ښکته کیدل.

د افغانانو د اصلي دښمن پر ځاي این آن ته د ملامتي ګوته نیول ، په مکارانه الفاظو د خلکو په عواطفو او احساساتو ملنډې وهل او بالآخره هر چاته د خپل ځان په څیر او نظر کتل احمقانه ګمان او داسې نور .

دا هر څه ددوي د غلامو ذهنیتونو د نامقدسو افرازاتو څخه دي. له بهرنیو مستشرقینو سره یې البته توپیر په دې کې دی چه بهرنیان خو په اسلام چه ددوی نه بلکه پردي دین او تمدن دی ملنډي وهي تر څو خپل خلک او خاوره د اسلام له ورتګ وژغوری او په دې کې بیا له کاملی آزادی برخمن دی ، مګر کورني مستشرقین بیا د وروسته پاتي والي ، غفلت ، بی غیرتی او نا اهل توب هغه فاسدې مهرې او نمونی دي چه ځان، ایمان، وطن، تاریخ او ضمیر له دی هر څه ورتیر دي.

له بده مرغه دا زمونږ په معاصر تاریخ کی د لویدیځ ښکیلاک یوه بده میراثه وه چه مونږ ته یی پر ځای پریښوده چه پایله دیو شمیر ځوان نسل په ضیاع منتج شوه اوس به همدغه ځوان نسل د خپل ملت په خلاف تر سوونو کلنو فکری اغتشاش ته لمن ووهی او څو نسلونه به نور هم په زهرو ولړی .

دا ځکه چه استشراق د فکری جنګ یو ډیر خطرناک ډول دی او دا خو یو منل شوی حقیقت دی چه ددښمن فوځی ځواک یواځی ځمکه کورونه او مادی آبادی بمباروی چه دویم ځل اعمارول یی ستونزمن خو ممکن دی . مګر فکری جنګ د یوملت د ځوان نسل مغزني هستۍ بمباروی چه دا بیا هیڅکله هم نه جبرانیږی البته دا یوه ډیره بده کرښه وه چه دافغان ملت د ځوان کول پاکو مغزو ته یی سرایت وکړ، ددی د له مینځه تګ لپاره اوږده علمی او فرهنګی مبارزه یواځینی مصونه لاره ده .

خدای جل جلاله دي د افغان مسلمان ملت ته رشد او بصیرت ور په برخه کړي چې د دښمن له دا ډول تخریبي دسیسو څخه ځان وژغوري او خپل علمی ، ځوان فکر اوبشري ځواک له اسلامي عقیدي او خوږ وطن افغانستان څخه د دفاع په لاره کې مصرف کړي . والله الهادي إلى سواء السبيل

استاد دلاور خان سېلاب

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب