الجي (Algae) او فنجي (Fungi)

الجي (Algae)

الجي هغه نبات ډوله ساده جسمونه دي، چې کلوروفیل لري او خپل خواړه پخپله جوړوي. الجي حجروي دیوال لري. الجي ډنډر، نیله او پاڼې نه لري. تقریبا ټول الجي د ډنډونو، جهیلونو یاد سمندرونو په اوبو کې ژوند کوي. ځیني په واورو او ځیني يي په تودو چېنو کې پیدا کیږي. همدارنګه الجي د ونو په ډډونو، نمجنو ځایونو او د پرخو د پاسه لیدل کیږي. الجي کیدای شي چې یو حجروي یا څو حجروي وي. د څو حجروي الجي اوږدوالی تقریبا ۲۰ مترو پورې رسیږي. الجي درې مهم ډولونه لري. ۱- سره الجي  ۲- نسواري الجي ۳- شنه الجي. دا ټول ډولونه کلوروفیل لري.

فنجي (Fungi)

فنجي هم د یوکاریوتا ژوندیو یو غړی دی. هغه خاصیت چې فنجي له حیواناتو او نورو نباتاتو څخه بېل کړی دی، هغه د فنجي په حجروي دیوال کې د کایتن (Chitin) ماده ده. همدارنګه فنجي هتیروترافس دي یعنې خپل خواړه پخپله نه شي جوړولی. فنجي د ایکوسیستم بنیادي تجزیه کوونکي دي. فنجي له ۱.۵ میلیون څخه ۵ میلیونو پورې نوعې لري، چې له دې جملې څخه ۵٪ تراوسه طبقه بندي او څېړل شوي. بېلګه يې مرخېړي، د ډوډۍ پپونګ او داسې نور.

تمرین

  1. ویروس یو لاتیني کلمه ده چې د ………….. په معنا ده.
  2. هغه پروتستا چې نبات ډوله دي …………….ورته وايي.
  3. هغه پروتستا چې حیواناتو ته ورته دي ……………….ورته وايي.
  4. د الجې اوږدوالی تر ……………مترو پورې رسېږي.
  5. فنجي …………….. ژوندي دي.

 

صحیح او غلط

  1. د فنجي حجروي دیوال د کایتن په نامه ماده لري. ( )
  2. فنجي د یوکاریوتا له ډلې څخه دي. ( )
  3. د ملاریا لومړۍ درملنه د کونین په نامه نبات څخه ترلاسه شوه. ( )
  4. پلازمودیم د سپوروزوا ټولګي پورې تړلی دی. ( )

حل

  1. زهرو
  2. الجي
  3. پروتوزوا
  4. ۲۰ مترو
  5. یوکاریوت

صحیح او غلط

  1. صحیح
  2. صحیح
  3. صحیح
  4. صحیح

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب