الزایمر څه ډول ناروغي ده؟

الزایمر:

الزایمر هغه ناروغي ده چې نه یوازې د ناروغ لپاره بلکې د هغه د کورنۍ او ملګرو لپاره هم ژوند ستونزمنوي. الزایمر ناروغي چې په انگرېزي کې ورته (Alzheimer’s disease) وایي د لومړي ځل لپاره ورته د الوېز الزایمر په نوم د یوه ډاکټر له خوا دغه نوم وکارول شو، معمولاً له ۶۵ کلنۍ وروسته پیدا کېږي، خو ځینې وخت له دې څخه په کم عمر کې هم لیدل شوې ده. د شمېرو له مخې دا مهال نږدې ۳۶ میلیونه وګړي په نړۍ کې پر دې ناروغۍ اخته دي. د څېړنو له مخې  کېدای شي تر ۲۰۵۰ کال پورې دغه شمېره څلور برابره لوړه شي.

د دې ناروغۍ لاملونه په مغز کې د ځینو موادو لکه البومینو راټولېدل او لویېدل ښودل شوي دي. د الزایمر ناروغۍ لومړنۍ نښې د ټیټې درجې لېونتوب وي، چي په زړو خلکو کې لیدل کېږي. په امریکا کي په هغو خلکو کې چې عمرونه یې٦٠ کلونو ته نږدې کېږي د الزایمر د ناروغۍ خطر زیات لیدل کېږي. د الزایمر ناروغي یوه داسې ناروغي ده؛ چې عصبي حجرو ته په زیان رسېدو سره د انسان دماغ له کاره غورځي، حافظه له لاسه ورکوي، له خبرو لوېږي او په خوی کې یې بدلون راځي.

 د حافظې ستونزې په  لومړي سر کې ډېرې وي، په دې مانا چې ناروغان د لنډې مودې پېښې هېروي. پر دې سربېره د اوږدمهالې حافظې ستونزې هم د دې ناروغۍ پر وخت پیدا کېږي. د ډاکټرانو په وینا، که د الزایمر ناروغي پرمختللې شي، ان ناروغ نه شي کولی په خپل کور کې هم لاره ومومي او په وروستي پړاو کې یې ناروغ له خبرو کولو هم لوېږي.

الزایمر ناروغۍ او د عقل زوال نن سبا له پنځو میلیونو ډېر امریکایي وګړي له ستونزې سره مخ کړي دي. څېړنو ثابته کړې چې په اتو امریکایانو کې یو یې پر دې ناروغۍ اخته دی. په امریکا کې له شپږو هغو عواملو چې د زیاتې مړینې لامل کېږي، یو یې هم د الزایمر ناروغي ده چې د درملنې لازمې لارې چارې یې لا هم سمې نه دي په ګوته شوې.

د الزايمر پر ناروغۍ د اخته وګړو، دوه پر درېيمه برخه ښځې دي. د څېړنو له مخې په الزایمر ناروغۍ د اخته ۱۶ سلنه ښځو عمرونه له ۷۱کلونو زیات ښودل شوي دي. خو په نارینه و کې بیا ۱۱سلنه هغه کسان پر الزایمر ناروغۍ اخته دي چې عمرونه  یې له ۷۱ کلونو لوړ دي.

ایا الزایمر ناروغي په عمر پورې تړلې ده؟

څېړنو ثابته کړې چې لوړ عمر الزایمر ناروغۍ ته لاره هواروي. د څېړنو پایلې دغه راز ښیي چې په الزایمر ناروغۍ د اخته کسانو له دریو دوه برخې یې ۸۵ کلن دي. لږ تر لږه ۴۵ سلنه کسانو چې پر دې ناوړه ناروغۍ اخته شوي دي ویلي، چې هېڅ داسې نښې نښانې په لومړي سر کې نه دي تر سترګو شوې چې پر وړاندې یې لاس په کار شوي وای.

نژاد

وروستیو څېړنو ثابته کړې چې تور پوستي او لاتیني نژاد لرونکي، د سپین پوستو په پرتله ډېر د الزایمر پر ناروغۍ اخته شوي او اخته کېدای شي. د څېړنو له مخې دغه توپیر د وینې په لوړ فشار، د شکرې ناروغۍ په درلودلو او د ژوند کولو په تګلارې پورې تړلی دی. په امریکا کې هر کال ۲۲۶ میلیونه ډالره پر الزایمر ناروغۍ د اخته کسانو پر پالنه لګېږي چې ۱۵۴ میلیونه ډالره یې د روغتیایي بېمې له لارې پرې کېږي.

په الزایمر ناروغۍ د اخته کسانو پالنه هم ستونزمنه ده. د څېړنو له مخې لږ تر لږه ۱۵ میلیونه کسان په امریکا کې د دې ډول ناروغانو پالنه کوي چې ۶۰ سلنه یې ښځې دي. د دې پالونکو عمرونه له ۶۰ کلونو لوړ ښودل شوي چې ډېری یې اوس پر بېلا بېلو ناروغيو اخته شوي دي. د معلوماتو له مخې چې ۷۰ سلنه دغه ښځې اوس په رواني ناروغیو اخته شوې دي. په ټوله نړۍ  کې اوس ۸۰۰ زره کسان چې په الزایمر ناروغۍ اخته دي یوازې ژوند کوي چې هېڅ ډوله پاملرنه نه ورته کېږي.

په منځني ډول هغه کسان چې پر دې ناروغۍ اخته شي له اتو تر لسو کلونو پورې ژوند کولی شي. دا چې دغه ناروغي په ډېرې چټکۍ سره د ودې په حال کې ده، د معلوماتو له مخې تر ۲۰۵۰ کال پورې به په ټوله نړۍ کې په هرو ۳۳ ثانیو کې په الزایمر ناروغۍ د یوه کس د اخته کېدو چانس موجود وي.

د شمېرو له مخې اوسمهال په ټوله نړۍ کې ۳۶ میلیونه کسان پر دې ناروغۍ اخته دي. دې شمېرو ته په کتو سره به تر ۲۰۳۰ کال پورې ۶۶ میلیونه کسان د دې ناروغۍ په جال کې را ګېر شي. د برېټانیا د ملي احصائیې ادارې په یوه راپور کې اعلان کړی چې د الزایمر یا هېرې د ناروغۍ په شمول د ذهني پڅېدا په ناروغیو په دغه هېواد کې تر نورو ټولو ناروغیو زیات خلک مري.

لاملونه

لوړ عمر لرونکي، یوازې ژوند کوونکي او هغه کسان چې په منځنیو عمرونو کې د ژوند ملگری نه لري، له دې ناوړه ناروغۍ سره مخ کېدای شي.

د الزایمر ناروغۍ مخنيوی

دا چې د عمر په تېرېدو او جنيټیکي جوړښت کې لاسوهنه نه شي کېدای؛ نو متخصصین وایي چې روغ ژوند کولای شي د الزایمر  ناروغۍ په مخنیوي کې پوره ونډه ولري. فزیکي او دماغي فعالیتونه کولای شي د عمر په وروستیو کې د الزایمر له ناروغۍ څخه مخنیوی وکړي. هغه کسان چې مطالعه کوي او ذهن زیات فعال ساتي، تر نورو لږ په الزایمر اخته کېږي. دغه ناروغۍ له پېښېدو وروسته په ځانګړي ډول کومه درملنه نه لري.

ژباړه: حميدالله حميدي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب