الصمغ العربي يا عربي كنډ

عربي کنډ هغه د روغتيا پټه خزانه ده چي دانسان دفاعي ځواک پیاوړی کوي او دجسم په دننه کي هغو ګټورو بکتېریاوو ته وده او ځواک ورکوي کوم چي دناوليو مېلمنو جراثېمو او ناروغيو مخه نيسي راشئ چي نن دا ګټوره خزانه تاسو درنو لوستونکيو ته دروپېژنم.

عربي کنډ Acacia Gum داکاسيا دوني کنډ دي چي هرچېرته په پراخه کچه پيدا کېږي دې وني ته په عربي ژبه كي شجرة الهشاب په پښتو کي غز، په فارسي کي ګز , په اردو کي کیکر او په انګلېسي کي Acacia وايي دنوري نړۍ په پرتله يې ۸۰٪ تولید په سوډان کي کېږي.ځکه ورته الصمغ العربي یا عربي کنډ وايي همدغه کنډ دسوډان دولس داکثریت درزق مصدر ګڼل کېږي چي لويه ونډه يې دسوډان ددولت له لاري اروپا او لوېدېزي نړۍ ته لېږدوله کېږي چي هلته د خوراکونو، دواګانو او رنګونو په جوړښت کار ترې اخېستل کېږي.

په تېره لسېزه کي کله چي امرېکا په سوډان اقتصادي بندېزونه ولګول يواځېنی شی چي له دغو بندېزونو څخه مستثنا وو هغه همدغه کنډ / سرېښ و ځکه چي امرېکايي شرکتونه يې له سقوط سره مخامخ کول او وروسته يې هلته هم په پراخه کچه کرهڼه پیل شوه.

مونز به تاسو ته پدې ليکنه کي ددې وړيا بيي پټي خزانې هغه روغتيا يي ګټي چي له پېړيو پېړیو راهیسي تجربو جوتي کړي دي دروپېژنو ترڅو زمونږ ګران لوستونکي ترېنه ګټه واخلي.

د الصمغ العربي (عربي کنډ) ګټي:
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

• په جسم کي دکولیسټرولو کچه راټېټوي چي له همدې لاري دزړه او دشریانونو دناروغيو مخه نيسي.

• په بدن کي ګټورو بکتېریاوو ته وده ورکوي چي په پایله کي د همدغه بکتېریاوو له لاري دجسم دفاعي ځواک پیاوړی کوي او دسرکښو ناروغيو لکه سرطان، دشکري ناروغي او دبډوګو دناروغيو مخه نيسي.

• دا کنډ له هغو پرېمانه غذاني او معدني عناصرو څخه برخمن دي کوم چي انساني جسم تل ورته اړتيا لري او په اوبو کي ويلي کېږي چي په همدې وجه له جسم سره دهاضمې په عملیه کي په فعاله توګه ونډه اخلي.

• دخېتي او کولمو دسرطاني دانو او پاړسوبونو مخه نيسي .

• دائمي قبض او اسهال دواړه ختموي او دخېټي سيستم فعال او روغ ساتي.

• په پراخه کچه کالسیوم لري او دشيدو په پرتله څو ځلي زيات کالسیوم لري چي په همدې اساس دهډوکو او غاښونو روغتيا ته ګټه رسوي.

• ويلای شو چي عربي کنډ دانساني جسم لپاره دغذاء يو بشپړوونکی عنصر دی چي جسم ته وده او ځواک وربښي.

• له زیاترو ناروغيو لکه دشکر ناروغي او لوړ پشار څخه انسان ساتي.

• هغه انزایمونه په جسم کي تولېدوي چي په جسم کي چربي ويلي کوي ځکه خو هغه څوک چي له چاغښت څخه سر ټکوي دهغه وزن راټېټوي او په وېنه کي دخوږې کچه کنټرولوي چي په همدې اساس دچاغښت او شکري ناروغانو ته ګټه رسوي.

• دټوخي او ساه لنډي ناروغانو ته هم ګټه رسوي.

• په ورځنۍ بڼه په منظم شکل کارول يې اعصابو او دماغ ته ګټه رسوي.

• دائمي او منطم استعمال يې دمعدې حساسیت چي ځېني خوراکونه په ځېنو کسانو بد لګېږي له منځه وړي.

• دپوستوکي ناروغيوي ختموي .

• دوېښتانو تويېدل او دسر کرخه له منځه وړي

• په پای کي به ووايو چي رښتيا هم دغزه کنډ دروغتيا يوه داسي پټه خزانه ده چي بې شمېره نوري ګټي هم لري اوهيڅ ډول منفي اغېزي نلري او نه يې تراوسه جوتي شوي دي خو داحتياط له مخي ويل کېږي چي له جراحي عملياتو وروسته او حاملې مېرمني دې نه کاروي .

دخوراک طريقه:

دا كنډ له پنساريانو سره وچ موندل کېږي لومړی به دا کنډ واړه کړئ او پوډر به ترې جوړ کړئ او بیا به يوه غټه قاچوغه (۱۵ ګرام) سهار په تشه خوا په تودو اوبو کي حل کړئ او وبې څښئ او يوه قاچوغه ماخوستن تر وېده کېدلو دمخه په ورته شکل په اوبو کي حل کړئ او وې څښئ.

که تازه یا لامده یې له وني مستقیماً ترلاسه کړئ بيا یې په یاده شوي اندازه ماخوستن په اوبو کي اچوئ سهار ته به ويلي شوي وي او دماخوستن لپاره یې سهار په اوبو کي اچوئ.

دماشومانو لپاره پنځه ګرامه په اوبو کي حل کوئ او یو یا دوه وخته يې ور څښئ.

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب