الفرېډ نوبل څوک وو؟

دوکتور، انجینر، مبتکر، نامتو کېمیاپوه، شاعر او دجنګي سامانونو جوړونکی الفرېډ بېرنهارد “نوبل” د سويډن په مرکز سټاکهلم کښي د ۱۸۳۳ زېږديز کال د اکټوبر دمیاشتي پر ۲۱ نېټه چي د ۱۲۱۲ لمریز کال د مېزان دمیاشتي د ۲۱ نېټې سره سمون خوري د دوشنبې په ورځ و دې دنیا ته خپلي سترګي لڅي کړي دي .

د ډينامټ (يوه چاودېدونکې ماده ده چي د تېزابو او ګلسرينو څخهجوړيږي .) مخترع وو نوبل.

د سري کانتا د پشنهاد له مخي د نوبل یوشخصي خاصیت دا دئ چي د ډيرو ژبو د خبري کولو له امله پر هغه ډيري د معلومات دروازې خلاصي وې چي دا دچا پرلیاقت او اخلاقو باندي مثبته اغېزه لرلائ سي . الفرېډ نوبل په شپږو ژبو (سويډني، فرانسوي، روسي، انګليسي، جرمني او ايټالوي) کښي زیات مهارت درلودئ . نوبل ددې ټولو کارونو سر ترڅنګ د ادبیاتو برخه هم پاللې ساتلې وه او په انګلیسي ژبه یې شعرونه ليکلي دي . دده د “کسات اخیسته “ نومي نثر کښي يوه ویرجنه کیسه رانغاړل سوې ده چي موضوع يې “د ثېنثي “ نومي یوې ویرجني ډرامې ته ورته ده او نوموړې ډرامه دپنځو عملونو په باره کښي ده؛ ددې ډرامې ليکونکی“پېرسي بایسشه شېللي” نوميږي چي نوموړی د ډرامې ليکلو سره ترڅنګ د انګلیسي ژبي یو خیالي شاعر، مقاله او ناول لیکونکی هم دئ .
د الفرېډ نوبل دا نثر دده مرګ څخه لنډه شېبه مخکي لیکل سوئ دئ او نورو ورته د مړني په وخت دده دا نثر چاپ کړ .

نوبل په ۱۸۴۲ ميلادي کال کښي دخپلي کورنۍ سره يو ځای د روسیې و فدرالي ښار “ساينټ پېټرسبورګ” ته کډوال سو چيري چي دده پلار دډوب ماکو (Torpedo) د جوړولو کار پېل کړئ وو .
الفرېډ نوبل د پروفیسر نيکولای نیکولاییویچ زاینین څخه د کېمیا مضمون زده کړئ وو . څه وخت چي نوبل ۱۸ کلن سو نويې دکېمیا دزده کړي لپاره چي څلور کاله يې وخت نيوئ دامريکا ومتحده ایالاتو ته نیت وکړ او هلته یې د زده کړي ترڅنګ دیوې لنډي مودې لپاره د ميخانيکي انجینر او مخترع “جاحن ايریکسن” سره هم کار کړئ دئ .
کله چي د ۱۸۵۹ میلادي کال په شاوخوا کښي د نوبل کورنۍ د تجارت پر ډګر ډېوالي سوه نو الفرېډنوبل دخپل پلار سره بیرته سويډن ته ستون سو او له دې امله یې د چاودېدلو سامانونو زده کړي نيمګړي پاتي او دی ددې زده کړي څخه بې برخي پاته سو .

الفرېډ نوبل په ۱۸۸۴ زېږدیز کال کښي د سويډن دشاهي کورنۍ د ساینس واکاډمۍ ته د يوه غړي په حیث انتخاب کړل سو او اوس نوموړې اکاډمۍ دنوبل د فزیک او کېمیا جایزو د ګټونکو دټاکلو دنده په غاړه لري .
ډاکټر نوبل ته په ۱۸۹۳ زېږدیز کال کښي دسويډن داوپپسالا پوهنتون لخوا افتخاري دوکتوره ورکول سوې ده .

الفرېډ نوبل غوښتل چي خپله ټوله شتمني او دارايي د نوبل موسسې په جوړولو سره مصرف کړي او خپل دژوند وروستی هیله یې هم ددې کار ترسره کول وه .
هغه ته دا کار دومره مهم وو چي په خپله وصیت نامه کښي يې ددې هيلي او غوښتني يادونه کړې وه .
په ۱۸۹۵ زېږدیز کال کښي د نوبل جایزې دموسسې د بنسټ خبره رامنځته سوه . الفرېډ نوبل دخپلي شتمنی څخه ۹۴ فیصده دارايي ددې کار د ترسره کولو لپاره جلا کړې وه .
په ۱۹۰۱ زېږدیز کال کښي په لومړي ځل دنوبل ستره جایزه اعلان کړل سوه اود هغه وخت راهيسي د فزیک، کېمیا، طب، ادبیات، اقتصاد او سولي په برخو کښي ټولو وتلو شخصیتونو ته دا جایزه ورکول کيږي چي جایزې اوس ځانته نړیوال
شهرت پیدا کړئ دئ .

دنوبل
د شخصي ژوندپه اړه :

انجینر، مخترع او کمپنۍ لرونکی ايممانوېل نوبل د  الفرېډ نوبل پلار وو چي د ۱۸۰۱ زېږديز کال څخه تر ۱۸۷۱ زېږدیز کاله پوري ژوندی وو او د الفرېډ نوبل مور انډرېېټټه احلشېل نومېده چي دژوند دوره یې د ۱۸۰۵ زېږدیز کال څخه تر ۱۸۸۹ زېږدیز کاله پوري وه . الفرېډ نوبل دپلار درېېم زوی وو، دمشر ورور نوم یې روبرټ نوبل (۱۸۲۹ – ۱۸۹۶)، دوهم ورور یې ليوډويګ نوبل (۱۸۸۸-۱۸۳۱) او کشر ورور یې اېمایل نوبل (۱۸۴۳ – ۱۸۶۴) نومېده .
په ۱۸۶۴ زېږدیز کال د سیپټمبر دمیاشتي پر ۳مه نېټه دنوبل دکورنۍ په کمپنۍ کښي يوه لویه چاودنه رامنځته سوه چي پکښي د الفرېډ کشر ورور اېمایل نوبل او د کمپنۍ نورو کارکوون کو ته مرګژوبله واوښته .

الفرېډ نوبل واده نه وو کړئ خو دژوندلیک لیکونکو په وینا الفرېډ ۳ ملګري درلودلې . لمړنۍ ملګرې یې یوه روسي ملګرې وه چي الیکسندرا نومېده چا چي دالفرېډ نوبل پشنهاد رد کړئ وو.
په ۱۸۷۶ زېږدیز کال کښي بېرتا کینسکي دالفرېډ نوبل دمنشي دنده درلودله چي د نوبل دوهمه ملګرې وه خو بېرتا د لنډي مودې څخه وروسته فیصله وکړه چي دخپل پخواني انډيوال سره واده وکړي او الفرېډ نوبل یې پر وچ ډاګ پرېښود .
دالفرېډ نوبل بله ملګرې “بېرون ارتور ګونداثثار فون سوتنر” نومېده چي دالفرېډ نوبل سره یې ډيري کمي اړيکي درلودلې خو ددې سره سره هغې د نوبل سره دمرګ تر وخته پوري مطابقت درلودئ . او دایوه منله سوې خبره ده چي د نوبل ددې ملګري مشوره او فيصله د الفرېډ نوبل په اخرنۍ هیله او غوښتنه کښي غټ رول لوبولئ دئ . آغلې اثثار فون سوتنر په ۱۹۰۵ زېږدیز کال کښي په سوله کښي د رښتيني فعالیتونو له امله دنوبل دسولي جایزه ځانته خپله کړې ده .
دنوبل درېېمه ملګرې د اتریش څخه سوفي حېس وه چي ۱۸ کاله یې دنوبل سره ملګريتوب وکړ.
ددوی دوو ترمنځ په ډیرو لیکونو کښي الفرېډ نوبل د سوفي حېس نوم داسي ليکلئ دئ :

مېرمن سوفي نوبل .
دنوبل د ژوند لیک لیکونکو اېولوېنوفف، فلور او فېنټ په وینا د نوبل دمړني څخه وروسته د ددغه دوو عاشقانو ترمنځ ټوله لیکونه د سويډن په مرکز سټاکهلم کښي د نوبل په موسسه کښي پټ ساتل سوي دي . نوموړي ژوندلیک ليکونکي زیاتوي چي دا د وخت ترټولو پټ ترینه ساتل سوئ راز دئ چي موږ او خلګو ته نامعلوم دئ .

د
نوبل ځاله :

کېمياپوه نوبل په ۱۸۹۱ زېږدیز کال کښي د ايټالیا د سان رېمو په ښار کښي یو تفريحي کور رانيوئ چي ده پر دې کور د “زما ځاله “ نوم کښېښود او نوموړی کور په ۱۸۷۰ زېږدیز کال کښي د انجینر “فيلیپپو ګروسسي” په انجینرۍ جوړ سوئ وو .
د ډاکټر نوبل د غوښتنو څخه دا هم یوه غوښتنه وه چي د خپلو کمپنیانو او خپلو ټولو سفرونو څخه وروسته په خپله ځاله کښي استراحت وکړي . دې ښکلي کور د سمندر پر غاړه یوه ښکلې پرته باغچه درلودله چي دالفرېډ نوبل لخوا پکښي يو
لابراتوار ترمیم کړل سوئ وو.

د ۱۸۹۶ زېږدیز کال د ډسمبر د میاشتي پر لسمه نېټه خپله ساه ورکړه او د تل لپاره د مرګ په خوب بیده سو . الفرېډ نوبل د سويډن د مرکز سټاکهلم کښي د نوررا نومي په هدیره کښي خاورو ته سپارل سوئ دئ .

د ايټاليا د سان رېمو په ښار کښي د نوبل په ځاله کښي الفرېډ نوبل په ۱۸۹۶ میلادي کال کښي د ډسمبر دمیاشتي په لسمه نېټه چي د ۱۲۷۵ لمریز کال دقوس دمیاشتي دلسمي نېټې سره سمون خوري د سې شنبې په ورځ د مرګ په خوب بیده سو او دتل لپاره یې دعلم نړۍ یوازي پرېښودله .
د دوکتور نوبل دمړني څخه وروسته په کالیفورنیا کښي دهغه منځنۍ ښوونځۍ دده په خاطر د نوبل په نامه سره ونومول او
همداشان د نوبل دمرګ څخه وروسته د کېمیا یو جوړ سوئ عنصر هم د نوبل په نوم (نوبلیوم) ونومول سو.

سرچينه : د انټرنيټ دبېلابېلورسمي ويبپاڼو څخه دژباړلو نېټه

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب