الله تعالی ته هیله‌ من اوسه!

هڅه وکړه چې عمل دې له وينا سره برابر وي او چلن دې له هغه څه سره چې نور ور ته رابلې په سمون کې وي. که بشري طبيعت دې در باندې برلاسی شو او کوم وخت دې د نفس د غوښتنو پر وړاندې ماتې وخوړه، نو نهيلی کېږه مه، بلکې له خپل الله او رب څخه مرسته وغواړه او خپل رب ته دې چيغې وکړه! ووايه چې ای ربه! مرسته را سره وکړه. هغه به دې غوښتنه ومني او ستا د نفس له تيارو به دې خپلې رڼا ته راوباسي.

که ته چېرته په زمکه کې د الله د دین دعوتګر او د خلکو زړونو ته د خدای استازی يې، نو که تېروتنه در نه وشوه، هغه به رحم در باندې وکړي؛ که بد در نه وشول، بښنه به در ته وکړي؛ که له لارې کوږ شوې، بېرته به دې لارې ته جوړ کړي؛ هغه به دې پالونکی او ساتونکی شي، ځکه چې ته د هغه له لښکريانو او ځانګړو دوستانو څخه يې!

که ګناهونه دې هر څومره ډېر هم شي، او که تېروتنې دې هر څومره ډېرې هم شي، نهيلی کېږه مه. الله جل جلاله توبه د تېروتونکو له پاره غوره کړې ده؛ پيغمبران يې د لار ورکو له پاره راليږلي؛ بخښنه يې د ګناهکارو له پاره وضع کړې؛ او ځان يې ځکه بخښونکی، توبه منونکی، تېرېدونکی او د کرم څښتن نومولی چې ته به تېروتنه کوې او هغه به بخښنه!
هر وخت دې استغفار تازه کوه او له خدايه بخښنه غواړه، له الله تعالی سره به دې معرفت تازه کيږي، ستا او د رب تر مينځ به دې عهد تازه کيږي، او له رب سره به دې هغه اړيکې بېرته نښلي چې ستا د غفلت په وجه پرې شوي.

په ياد لره چې الله تعالی د دعا کوونکو له دُعاوو څخه نه ستړی کيږي…
الله تعالی د هغو سوال کوونکو سوالونه او د هغو غوښتونکو غوښتنې قبلوي چې له تواضع ډک لاسونه يې د هغه درګاه ته پورته کړي وي…

د الله تعالی هغه متکبر کس نه خوښيږي چې خپل ځان ته غره وي، بې پروا وي، او ګُمان کوي چې د خدای طاعت يې پوره کړی او د تقوی هدف او د کمال اوج ته رسېدلی…

د الله تعالی هغه کسان نه خوښيږي چې خلکو سره په متکبرانه لهجه خبرې کوي او له کبره ور سره د ګوتو په څوکو ستړي مه شي کوي!

د الله تعالی هغه کسان نه خوښېږي چې له خپلو ښویدنو او ګناهونو بې‌پروا د نورو عیبونه لټوي او په نورو پسې یې خوله خلاصه کړې وي.
نو هره ګړئ الله تعالی په یاد لره، د هغه پر وړاندې عاجزي کوه، او پر دې و پوهېږه چې له الله تعالی نه غوره او باوري مرسته کونکی بل نه‌شته، نو پر هغه توکل کوه او له هغه مرسته غواړه.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

One Comment

  1. اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
    !ستا دویب پاڼي سپانسرته
    اللَّه ج دی ستاسو خدمت قبول کړی او اللَّه ج دی عوضونه هم پدی دنیا او هم په هغه دنیا درکړی
    والسلام

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب