امير دوست محمد خان

امير دوست محمد خان

امير دوست محمد خان د خپل کشر زوی سره
واکمني بارکزي واکمنۍ: ۱۸۲۶ ز. – ۱۸۳۹ ز.

او ۱۸۴۵ ز. – ۱۸۶۳ ز.

بشپړ نوم امير دوست محمد خان محمدزی بارکزی
لقبونه امير المومنين, امير کبير
زېږون ۲۳ د دېسمبر، ۱۷۹۳ ز.
زېږونځای کندهار
مړينه ۹ د جون، ۱۸۶۳ ز.
د مړينې ځای هرات
مخکنی پاچا شاه شجاع
وروستنی پاچا امير شېر علي خان
مېرمنې رشيدي
بنگښ
کوهستاني
کوهستاني
مېرمن خديجه پوپلزۍ
قزلباشه او ۱۹ نورې ماندينې.
سټه ۳۸ زامن او ۲۸ لورگانې
کورنۍ بارکزي
پلار سردار پاينده خان
مور زينب بېگم قزلباش

امير دوست محمد خان:

امير دوست محمد خان  دسردار پائنده خان زوى د جمال خان بارکزي لمسى او دسردار فتح خان ورور دى.

امير دوست محمد خان په ٨ جمادي الاول ١٢٠٧هـ ق[1] چي له ١٧٩٢ ز کال سره سمون خوري،دسردار پائنده خان په کور کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې.

امير دوست محمد خان دماشومتوب او ځواني دوره ديوه سياستمدار سردارپه کور کې تېره کړه. هغه له ماشومتوبه له سياست او سياسي چارو سره بلد و.

په کابل کې دواک له ترلاسه کولو وروسته يې له اميرمحمد اخندزاده څخه مروج علوم ولوستل،په دې برسېره دى په فارسي،پښتو،ترکي،اردو،پنجابي اوکشميري ژبو ګړېداى شواى.[2]

امير ١٤ نکاحي ښځې درلودې او ١٠ وېنزي. له هغوى څخه يې د٥٢ اولاده ،٢٩ نارينه او نوري انجونې وي.[3]

کله چي دشاه زمان له لوري پائنده خان ووژل شو، نو دپائنده خان زامن دخپل مشر ورور فتح خان په مشرۍ دزمان شاه په وړاندې ودرېدل، چي په همدې وروڼو کې امير دوست محمد خان هم رغنده رول لوباوو.

your ads

محمودچي کابل ونيو(١٢١٦س)فتح خان يي د”شاه دوست” په لقب دځان وزيرکړ.فتح خان خپل يووېشت وروڼه د بېلا،بېلو ولايتونو دواليانو په حيث وټاکل.

شاه شجاع دخپل ورور دانتقام لپاره چمتوالى ونيو، فتح خان دخپل ورور دوست محمدخان په مرسته دهغه په وړاندي ودرېد،لومړى يي هغه ته شکست ورکړ،خو وروسته د خيانت له امله ناکام او دکندهار په لوري وتښتېدل.

شاه شجاع غوښتل له همدې کورنۍ (دپائنده خان له زامنو)سره يوځاى شي،دهمدې لپاره يي دفتح خان ورور اسدخان مامور کړ تر څو فتح خان او نورو وروڼه پلازمېني ته را وغواړي.

داسد خان په بلنه تر ټولو له مخه دوست محمدخان راغى او له شاه شجاع سره يوځاى شو،شاه شجاع دهغه خور ځان ته په نکاح کړه.[4]

دوست محمد خان فتح خان هم راووست او دواړه له شاه شجاع سره يوځاي  سول.خو وخت نه وو وتلى چي شجاع او فتح خان يو په بل بې اعتباره شول،کله چي شاه شجاع په يوه يون کې دپېښور خواته تر تبزين ورسيد، فتح خان په پلازمېنه کابل کي بغاوت وکړ، شاه شجاع بيرته راوګرځيد او فتح خان او وروڼه يي مغلوب کړل.فتح خان دکندهار په لوري وتښتيد او شهزاده قيصر يې وهڅوو تر څو ځان دپاچا په توګه اعلان کړي،شهزاده قيصر دکابل په لوري حرکت وکړ،خو په لاره کې فيض الله خان پوپلزائي له پنځو زروتنوسره ورڅخه بيل شو، دوى مجبوراً بېرته دکندهار په لور وګرځيدل، مخکي تر دې چي دوى کندهار ته ورسيږي،کامران دمحمود زوى ددوى دنه شتون څخه په ګټه اخستلو کندهار نيولى و.فتح خان کامران ته ورغى اوله هغه يې دکندهار دپرېښودلو غوښتنه وکړه،هغه ونه منله.مجبوراً بيرته قيصرته راغى، هغه هم شاه شجاع ته احوال واستاوو،ترڅويي مرستي ته راشي،شاه شجاع له څه ځنډ وروسته دکندهارپه لور راوخوځيد،بارکزي وروڼه ووېريدل او دهرات په لوري وتښتيدل.

شهزاده قيصر هم په ځان ووېريد او هلته ولاړ،شاه شجاع کندهار ونيو او له دوست محمدخان او فتح خان سره دسولي په هڅه کې شو،هغوى ته يې عفوه وکړه او ورسره يوځاى شو. دوست محمدخان ته يې يولک روپۍ او آس هم ورکړ.[5]

په همدې وخت کې رنجيت سنګ داسقلال اعلان وکړ، شاه شجاع له دوست محمد خان او فتح خان سره يوځاى هغه لوري ته ولاړ، خو دديره غازي خان له حکومت څخه دميرعلم خان په عزلېدلودفتح اوشجاع تر منځ بيا اختلاف پيدا شو، فتح او دوست محمدخان په پټه هرات ته دحاجي فيروزالدين خواته ورغلل.[6]

حاجي فيروزالدين يي وهڅاوو ترڅو خپل سلطنت پراخ کړي،خوهغه يي غوښتنې ته پاملرنه ونه کړه، فتح خان او دوست محمد خان کندهار ته راغلل او له شهزاده قيصر سره يوځاى شول،شهزاده قيصر فتح خان ونيو ، دوست محمد خان اومحمد عظيم خان له ښاره ووتل او له فراه څخه يي دپوځ په ترلاسه کولو کندهار محاصره کړ، تر څو کندهار ونيسي ، خو شهزاده قيصر له فتح خان سره سوله وکړي او په بدل کې يي محمد عظيم خان ديرغمل په توګه ونيو.

دوست محمدخان دوخت په انتظار و.

هغه مهال چي محمود د بالاحصار له زندانه وتښتېد، فتح خان اودوست محمدخان ورسره يوځاى او ګرېشک ته ولاړل.[7]

محمود دوهم ځل پاچهي ونيوه او فتح خان يې بيا دخپل وزير په توګه اعلان کړ،دوست محمد ته يې هم په درنه سترګه کتل.دمحمود د وخت  بغاوتونه فتح خان د دوست محمدخان په مرسته وځپل ، چي له امله يې، محمود او ملت ته دوى نور هم محبوب شول.

دايرانيانوديرغل په مهال چي کله فيروزالدين له شاه محمودڅخه مرسته وغوښته،فتح خان ايرانيان مات او فيروزالدين يې کابل ته راووست.فتح خان دوست محمدخان د فيروزالدين دمال په ضبطولو وګماره ،دوست محمد سره له دې چې مال يې ضبط کړ،دملک قاسم دميرمني چي دشاه محمود لور کيده،بې عزتي يې هم کړې وه. له همدې امله شاه محمود او فتح خان ډېر قهرجن شول،دوست محمد جواهر له ځان سره واخستل او کشمير ته وتښتيد هلته يې محمدعظيم خان (بل ورور ته) پناه يوړه، فتح خان عظيم ته ليک ولېږه تر څودوست محمدپه کوه ماران کلا کي بندي کړي او جواهرات ترې واخلي.

خو دمحمود زړه فتح خان ته هم سپين نه شو،کامران ته يې امر وکړ، ترڅو فتح خان ړوند کړي.(١٨١٨ز)

دوست محمدخان اوعظيم خان دفتح خان په ړنديدلو دمحمود په وړاندي ودرېدل،شاه شجاع ته يي احوال واستاوو،تر څو راشي،پخواني اختلافات هير کړي او ددوى په مرسته پلاز تر لاسه کړي، خو شاه شجاع ونه منله.

په دې وخت کې عظيم خان سلطان ايوب شاه او دوست محمدخان سلطان علي شاه دواکمن په توګه وټاکو،هغوى دواړه په کابل کې دواکمنانو په څېر اوسيدل.[8]

کله چي بارکزي وروڼو دمحمود دحکومت پله واړوله،نو په خپلومنځونو کې هم متحد پاته نشول،عظيم خان او دوست محمد خان دخپلو واکمنانوپه سر،سره مخالف شول ، په پاى کې دوست محمد غزني ته ولاړ او دهغه ځاى واک يې په لاس کي ونيو.[9]

دبارکزي وروڼو دواکمنۍ په وخت کې دېره غازيخان او ديره اسمعيل خان سکانوچي درنجيت سنګ په مشرۍ جنګېدل ونيول،محمد عظيم خان خان دمخنيوي لپاره ورغى خو د غلط راپور په اساس بېرته راوتښتيد،له پېښوره، جلال کوټ ته راغى،دوست محمدخان يي دپاشلو قواوو په يوځاى کولو مامور کړاوهمدلته دلته بند په کوتل کې د ناروغۍلامله په٣٨کلنۍ کې وفات شو.(١٨٢٣ز١٢٣٨هـ ش)[10]

تر محمد عظيم خان وروسته يي زوى حبيب الله خان په کابل کې ځان دايوب شاه دوزير په توګه اعلان کړ.خو پردل له کندهارڅخه راغى ،ايوب شاه يي له تخت څخه لري کړ.

پردل خان دکابل حکومت حبيب الله ته وسپاره او خپله کندهار ته ولاړ،[11] حبيب الله خان دمحمدعظيم خان په خزانو عياشي شروع کړه،ملت اوسرداران يې ترې په عذاب شول، دا مهال دوست محمد خان له پېښور څخه کابل ته راغى ، لومړى يې حبيب الله خان ښه هرکلى وکړ خو وروسته يي نيت بدل شو او غوښتل يې چي دوست محمد خان ړوند کړي، دوست محمد خان خبرشو،کوهستان اوبيا غزني ته وتښتيد. له تياري نيولووروسته يې په کابل حمله وکړه،خو دکابل مشرانوددوست محمد خان او حبيب الله تر منځ روغه وکړه،[12] په پايله کي يې حبيب الله خان بايد دوست محمدخان ته دوردک اوغزني ماليات ورکړي او حبيب الله خان به دکابل والي وي.

دوست محمد خان له سولي وروسته غزني ته راوګرځيد، په زړه کې په سوله خوښ نه و،له همدې امله يې په تياريو پيل وکړ.

حبيب الله خان چي ددوست محمد خان چمتووالى وليد، له کندهاري وروڼو(شيردل،پردل،کهندل،رحمدل، مهردل)څخه يي مرسته وغوښته،هغوى يي هم مرستي ته راودانګل. مخکي تر دې چي کندهاري وروڼه دحبيب الله خان مرستي ته راورسيږي ، دوست محمد خان په کابل حمله وکړه ، خو داځل بيا ملي مشرانو ددوست محمد خان مخه ونيوه او هغه يي سولي ته راضي کړ.

دوست محمد خان په همدې پرېکړه خوښ نه و، له بل لوري حبيب الله خان هم توطئه جوړه کړې وه ، غوښتل يې دوست محمد خان ونيسي، دوست محمد خان بيا خبر شو او دغزني په لور په تېښته ولاړ ،هلته يې لښکري چمتو کړې.[13]

په همدې کې سردارشيردل خان کابل ته راورسېد،هغه ددې لپاره چي وضع کنترول کړي،حبيب الله خان او دوست محمدخان يې دواړه زنداني کړل، خو وروسته يي خوشي او دوست محمد خان ته يي دمحمدعظيم خان له خزانې څخه يو لک روپۍ ورکړې.[14]

بارکزي وروڼو پرېکړه وکړي تر څو يو مرکزي حکومت جوړ کړي،په همدې مجلس کې وويل شول چي دوست محمدخان بايد زنداني اويا ړوندکړاى شي، داخبر تر دوست محمد خان ورسيدله،هغه سمدستي په بالاحصار حمله وکړه او شيردل خان يې محاصر کړ، تر منځ يي ډېر جنګونه وشول خو په پايله کې دواړه لوري سولي ته چمتو شول،شيردل خان دمشرپه حيث اودوست محمد خان دکوهستان دوالي په توګه وټاکل شو.

دوست محمد خان داځل بيا په دې پريکړه خوښ نه و، له څه مودې وروسته يي په کابل حمله وکړه، سلطان محمدخان يي په ١٨٢٧ز کال دپېښور لور ته په تېښته مجبور کړ[15]، دوست محمدخان له هغه وروسته دجلال آباد لور ته په مخ ولاړ او هغه ځاى يي هم ونيو.

کله چي شاه شجاع دبارکزي وروڼو په منځ کې نفاق وليد، دبلوچستان له لاري يي په کندهارحمله وکړه،کندهاري وروڼوله دوست محمد خان څخه مرسته وغوښته، دوست محمدخان هم دهغوى مرستې ته ورغى ، شاه شجاع مات او دسند په لوري وتښتېد.[16]

ددې جګړه له امله کندهاري وروڼه په څرګنده له دوست محمدخان سره يوځاى شول،همدارنګه کله چي شجاع او دوست محمدخان په جګړوبوخت وو،رنجيت سنګ په استفاده سره په پېښورحمله وکړه، سلطان محمد خان طلايي اودهغه وروڼه يي تېښتي ته مجبور کړل او هغوى ټول کابل ته راغلل، له دوست محمد خان سره يوځاى شول .

افغانانو چې کله واورېدل رنجيت سنګ په پېښور حمله کړې ده،دهغه په ضد يې دجهاد کولو هوډ وکړ ، داچي جهاد پرته له يوه اميره نشي کېدلاى ،نو ځکه دوست محمد خان چې همدې موقعې ته منتظر و،دعلماوو،اميرانواووروڼو په خوښه ځان په کابل کې د ډېرو سادو مراسمو په ترڅ کي دپاچا په توګه انتخاب کړ.(١٨٣٥ز/١٢٥٢هـ)

حاجي مير دميرواعظ زوى دسياه سنګ په عيدګاه کي ددوست محمد خان په لنګۍ کې د اوربشو اوږى وټومبوپه دې توګه يې افغاني پيداوار دتاج زېنت وګرځېد.همدارنګه داميرالمؤمنين لقب يې ورته ورکړ.[17]

دوست محمد خان يو لس زره کسيز لښکر دسلطان محمد په مشري دپېښورپه لوري واستاوو،سيکان چي کله دهغوى له راتللو خبر شول نو دمېړاني پرځاى يي له فريب څخه کار واخيست،خپل څومشران يې دسلطان محمدکمپ ته وروليږل، هغه يې په طمعو او وعدو سره ددوست محمدخان په وړاندي ولمساوو،سلطان محمدخان هم په شپه کي له افغاني کمپ څخه دسکانو کمپ ته وتښتېد،په دې توګه افغاني پوځ تار ، مار شو.(مي ١٨٣٥ز)[18]

خو دوست محمد خان ناهيلي نشو او په ١٨٣٧ ز کال دمي په مياشت کې خپل زوى محمداکبرخان له يوه لښکر سره پېښور ته واستاوو، دجمرود په مقام کې له سيکانو سره جګړه وکړه،هغوى ورسره مقابله وکړه،د اهري سنګ په زخمي کيدلو يې مورال له لاسه ورکړ او شاتګ ته اړ شول.افغانانو غوښتل دلواړګي په کلا حمله وکړې،خو دوست محمد بيرته کابل ته راوغوښتل.[19]

دوست محمد خان له انګرېزانو څخه هيله وکړه چي سکان له پېښورڅخه وباسي،انګرېزانو يي همدا هيله ونه منله. دوست محمدخان مجبوراًله روسيې سره لاريوړه،روسي سفير “ويکويچ” يي په کابل کې ومانو،[20] انګريزانو دا دځان لپاره عار وبلله او په کابل يې دحملې هوډ وکړ.

انګرېزانو دهمدې موخې لپاره دسکانو په ملاتړ له شجاع سره يو تړون وکړ ، په تړون کې شجاع له ځېنو سيمو څخه لاس په سر شوى و،انګرېزانو په دې نوم چي سدوزي کورنۍ واک ته رسوي ، په افغانستان حمله وکړه.(١٨٣٩ز)

انګرېزان او شجاع دبلوچستان له لاري په کندهار را کښته شول،په ٥ اپريل ١٩٣٩ زکال يې کندهار ونيو،له هغه ځايه دغزني په لور روان شول،په غزني کې يي شهزاده حيدر ته ماتې ورکړه اوغزنى يي ونيو،له هغه ځايه دکابل په لوري وخوځيدل ،په ٦ اګست ١٩٣٩ ز کال يي کابل ونيو.[21]

دوست محمد خان له کابل څخه دباميان په لوري په شاشو، خو انګرېزانو دکپتان اوټرم په مشري يوه ټولۍ دده دنيولو لپاره دباميان په لوري ولېږله،دوست محمد خان له باميانو څخه بخارا ته وتښتېد.[22]

افغانانودخپل عادت سره سم ددې يرغل په وړاندې پاڅونونه پيل کړل.

له بلي خوا امير دوست محمد خان چي بخارا ته تښتېدلي و،دموقعې په ليدلو له بخارا څخه راغى،اوزبکان ورسره يوځاى سول،په سمنګان کې يې له انګرېزانو سره جګړه وکړه، انګرېزان مات شول.[23]دوست محمد خان کوهستان ته ولاړ ، هلته دکوهستان خلک ورسره يوځاى سول، دکابل څخه هم کومکونه راغلل ،دوست محمد خان دپروان په سيمه کې په ٢ نومبر ١٨٤١ ز نېټه له انګريزانو سره لويه جګړه وکړه، انګرېزان مات شول،خو دوست محمدخان دا ټول برياليتوبونه پرېښودل او کابل ته راغى، ځان يي دانګرېزانو سفير ميکناټن ته وسپارو.دهمدې کار لامل يي جوت نشو. ميکناټن ددوست محمد خان هرکلى وکړ، خو له څه مودې وروسته يې له کورنۍ سره يوځاى دهند کلکتې ته تبعيد کړ.[24]

دوست محمد خان تر هغو دهند په بېلا،بېلو سېمو کې دنظر بندپه توګه شپې ورځې تېرولې، چي زوى يي غازي اکبرخان دبخارا څخه دبدخشان له لاري تر کابل راورسيد، په کابل کې يې جنګونه وکړل،ميکناټن يي وواژه او انګريزان ماتي ته مجبور شول،شيرپور يې تخليه او جلال آباد ته ورسيدل، خو دوست محمدخان له انګرېزانو سره دنظربندۍ په حالت کې تړون وکړ چي، په پايله کې يي دوست محمد خان اکبرخان ته احوال واستاوو، تر څو له جنګه لاس واخلي.دنښې په توګه يې خپلي عينکي او دنسوارو قطعي ورسره مل کړ.[25]

امیر دوست محمد خان دوهم ځل پاچاهي:

اميردوست محمد خان په ٢٥ اکتوبر ١٨٤٢ ز (١٢٥٩هـ ق) کال  کابل ته راغى او ددوهم ځل لپاره پاچا شو.

اميردوست محمد خان هغه مهال چي سيکان او انګرېزان په خپل منځ کې سره وموښتل،په پېښورحمله وکړه،هغه يې ونيو، خو وروسته بيرته د انګرېزانو له لوري ترې ونيول شو.[26]

دوست محمد خان په دوهم ځل پاچهي کې دافغانستان لپاره ځيني کارونه وکړل،هغه خپل زامن اولمسيان دبېلا، بيلوولايتونوپه حکومتونووټاکل،محمدافضل خان دبلخ حاکم، محمداعظم خان دخوست ، محمدشريف دفراه حاکم، محمد امين دکندهار اومحمدعليخان دکابل والي و.

دافغانستان ديووالي لپاره يې په ډېر پراخ زړه انتظار وکړ، کندهار يې ددوهم ځل پاچهي په پنځلسم کال او هرات يې په شلم کال ونيو.

دوست محمدخان په دوهم ځل پاچهي کي له هرات څخه پرته ټول افغانستان تر خپلي ولکي لاندي راووست،د همدې لپاره يې ډير جنګونه او لښکر کښوي وکړې.

دوست محمد خان ددې لپاره چي نورپه افغانستان کې دتل لپاره انارشيزم اوملوک الطوائفې ختمه شي،دهرات په لوري وخوځيد.

هغه وخت په هرات کي سلطان احمدخان والي و، دوست محمدخان په ١٠ صفر ١٢٧٨ هجري قمري کال (اګست ١٨٦١ز) کي هرات ښار محاصره کړ.[27]د ذوالحجې په ٨ ، ١٢٧٩ هجري قمري (مي ١٨٦٢) يي دهرات ښار ونيو ، خو ښارته په داسي حال کي ننوت ، چي سلطان احمدخان او دده لور (دسلطان احمد خان ميرمن) وفات شوي وو.

دوست محمد خان مړینه:

دوست محمدخان دژوند په وروستيو کي شېرعلي خان دځاى ناستي په توګه وټاکواوپه٢١ ذوالحجه ١٢٧٩ سپوږميز کال (١٨٦٢ز جون٩) دهرات له فتحې ١٣ ورځې وروسته وفات شو.[28] انالله وانا اليه راجعون.

سرچينې:

[1] – افغانستان درقرن ١٩، ٢٠٦ مخ، ١ټوک. سيدقاسم رشتيا .بنګاه انتشارات ميوند، پنځم چاپ، ١٣٨٤هـ ش.

[2] – پورتنى ماخذ، ١٠٨مخ .

[3] – همدا ماخذ، ٢١٥مخ.

[4] – هماغه ماخذ ،١٦ مخ.

[5] – رجال ورويدادهاي تاريخي افغانستان،١٥مخ. احمدعلي کهزاد،دانش کتابخانه ١٣٧٦ سرطان هـ ش.، پېښور،پاکستان.

[6] – افغانستان درقرن ١٩، ١٤ مخ.

[7] – پښتانه دتاريخ په رڼا کې،٧٢٨مخ. سيدظفر کاکاخيل،يونيورسټي بک ايجنسي پېښور پښتونخوا ، ٢٠٠٩ ز کال چاپ .

[8] – تفصيل او ماخذ يې په اړوندو بحثونو کې تېر شويده.

[9] – از امير کبير تا رهبر کبير٧٥مخ . علامه عبدالحق مجددي و داکتر فضل الله مجددي.بنګاه انتشارات ميوند، ١٣٨٧هـ ش.

[10] – افغانستان درقرن ١٩، ٥٣مخ .

-[11]  افغانستان درمسيرتاريخ، ٥١٢مخ ١ټوک. ميرغلام محمدغبار. مرکز نشر انقلاب با همکارى جمهورى ، ١٣٦٦ هـ چاپ.

[12] – رجال ورويدادهاي تاريخي افغانستان، ٦٦مخ.

[13] – افغانستان درقرن ١٩، ٥٨ مخ.

[14] – رجال ورويدادهاي تاريخي افغانستان، ٦٧مخ.

[15] – افغانستان درمسيرتاريخ، ٥١٤ مخ.

[16] – از امير کبير تارهبير کبير،٧٧ مخ.

[17] – در زواياي تاريخ معاصر افغانستان،١٢٨ مخ. احمدعلي کهزاد،دانش کتابخانه، ١٣٧٦ هـ ش سرطان ،پېښور ،پاکستان.

[18] – پښتانه دتاريخ په رڼا کې،٧٧٩ مخ.

[19] – افغانستان تر وروستي افغانه،١٥٠ مخ. ١ټوک.غلام محمد زرملوال،دانش خپرندويه ټولنه ،١٣٨٣ ل.

[20] – افغانستان درمسيرتاريخ ،٥٢١ مخ.

[21] – تفصيل يې مخکې تېر شويده.

[22] – پښتانه دتاريخ په رڼا کې،٧٩١ مخ.

[23] – افغانستان درقرن ١٩، ١٢١ مخ.

[24] – دافغانستان پر معاصر تاريخ يوه لنډه کتنه،٦٢مخ. کانديداکاډميسن محمد ابراهيم عطائي.ميوند خپرندويه ټولنه،١٣٨٣هـ ل.

[25] – افغانستان درمسيرتاريخ،٥٦٦ مخ.

[26] – پښتانه دتاريخ په رڼا کې، ٨٠٨ مخ.

[27] – رجال ورويدادهاي تاريخي افغانستان، ١٨٥ مخ.

[28] – درقرن ١٩، ٢٠٠ مخ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب