امیر امان الله خان او ازادي اخیستل

حبيب الله خان ١٩١٩ء کښې ووژل شو اؤ بيا دهغۀ زوى امان الله خان پۀ تخت کښيناستو . هغۀ نړيوال جنګ کښې دانګريزانو دکمزورى کيدو نه ګټه پورته کړه اؤ انګريزانو له ئې پۀ جنګونو کښې ماتې ورکؤلو سره دويم افغان _ انګريز جنګ کښې دافغانانو دماتې بدل واخستو . اګست ١٩١٩ء کښې دپينډۍ لوظنامې پۀ نتيجه کښې انګريزانو دافغانستان پۀ خارجه پاليسۍ دکنټرو ل نه لاسونه ووينځل .
خارجه پاليسۍ کښې دازادۍ تر لاسه کؤلو سره سم امان الله خان دنورو هيوادونو پۀ شمول روس سره خپلې اړيکې ټينګؤل پيل کړل . اؤ١٩٢١ء کښې دافغانستان اؤ روس تر مينځه ددوستۍ پۀ لوظنامه لا سليکونه وشول . امان الله خان ته يؤ خوا دروس نه پۀ زړۀ پور ې فوځى اؤ مالى مرستې تر لاسه شوې نو بلخوا افغانستان پۀ تُندۍ سره دنوؤ پرمختګونو پۀ لاره روان کړو خو دمحدود فکر پښتانۀ دهغۀ په لاره کښې خنډشول .
د اروپا نه وطن ته پۀ ستنيدو چې هغۀ دهلکانو اؤ جينکو دګډ تعليى نظام لپاره اقدامات وکړل نو دهغۀ خلاف بغاوت هم زيات شو . پۀ دې بغاوتونو دقابو موندلو لپاره هغه دافغانستان نه بهر لاړو اؤ دلته دباغيانو يؤ مشر بچه ی سقه دافغانستان بادشاه جوړشو . نهه مياشتې پس دامان الله خان يؤ پخوانى قوماندان محمد مالک خان بچه سقه لرې کړو اؤ دامان الله خان دترۀ زوئ نادرخان لپاره ئې لاره هواره کړه .
١٩٣٠ء کښې پۀ لويه جرګه کښې نادرخان دافغانستان بادشاه وټاکل شو خو درې کاله پس دي ووژل شو اؤ بيا ددۀ زوئ نولس کلن ظاهر شاه بادشاه شو . اګست ١٩٤٧ء کښې دپاکستان دجوړيدو نه سمدستى پس دظاهر شاه حکومت دپاکستان لخوا قبائيلى سيموکښې دبغاوتونو دقابو کؤلو عمليات ناروا وګڼل اؤ دافغانستان اؤ برطانيې دحکومتونو تر مينځه دسرحدونو دټاکلو دټولو لوظنامو دمنلو نه ئې انکار وکړو . اؤ دپښتونستان پۀ معامله ئې دپاکستان دپښتنو حمايت ا ؤ مرستې پيل کړلې . دې سره دپاکستان اؤ افغانستان دحکومتونو تر مينځه تاؤ تريخوالي پيداشو اؤ پاکستان افغانستان ته دتيلو دمصنوعاتو دلارې اسانتيا ختمه کړه .
د مجبور ۍ نه دافغانستان حکومت جولائى ١٩٥٠ء کښې دشوروى اتحاد سره تجارتى لوظنامې وکړې، بيا وروسته داقتصادى اؤ دفاعى اړتياؤ لۀ امله افغانستا ن اؤ شوروى اتحاد اړيکې نورې هم پياوړې شوې . ١٩٦۴ء کښې ظاهر شاه دافغانستان پۀ اساسى قانون کښې اصلاحات وکړل اؤ ددې ترمخه ١٩٦٥ء کښې انتخابات وشول . دې سره دګس لاس ډلو ته حکومت کښې دشامليدو اؤ دښى لاس ډلو ته دپرمختګ موقعې پۀ لاس ورغلې . ١٩٦٧ء کښې خلق ديموکراتيک ګونددوه ډلې شو . دخلق مشرى نور محمد تره کى اؤ دپرچم مشرى دببرک کارمل پۀ برخه شوه .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب