امیر محمد اعظم خان

امیر محمد اعظم خان

د امير محمد اعظم خان يو رسم شوی انځور
واکمني ۷ د اکتوبر، ۱۸۶۷ ز. – ۲۱ فېبروري، ۱۸۶۸ ز.
بشپړ نوم امير محمد اعظم خان
مخکنی پاچا امير محمد اعظم خان
وروستنی پاچا امير شېر علي خان
کورنۍ بارکزي
پلار امير دوست محمد خان

محمداعظم خان:

محمداعظم خان ددوست محمدخان زوى او دافضل خان کشر ورور و.

دافضل خان له وفات وروسته په ١٢٨٤ هـ (١٨٦٧ز) کال پاچاشو .

اميراعظم خان له پاچا کېدلوسره سم اميرعبدالرحمن دهيواد شمال لور ته واستاوو،تر څو اميرشېرعليخان له هغه ځايه وشړي،اميرعبدالرحمن خان دشمال لوري ته ولاړ ، دبدخشان ځيني کلاوي يې ونيولې او په بلخ يي حمله وکړه. اميرشېرعليخان ددفاع توان په ځان کې ونه ليد او هرات ته ولاړ،هلته له خپل زوى يعقوب خان سره يوځاى شو.

اميرعبدالرحمن خان بلخ په بشپړه توګه ونيو او محمداعظم خان ته يې احوال واستاوو چي بلخ نور له مخالفينو څخه پاک دى.

اميراعظم خان نه غوښتل، عبدالرحمن پلازمېني ته راشي او دده لپاره سرخوږي جوړه کړي، نوځکه يې ورته امر وکړ چي په ميمنه حمله وکړه.اميرعبدالرحمن ورته وويل چي لومړى بايد داميرشېرعلي خان خطر دفع کړو او بيا پر ميمنه حمله وکړو، خواعظم خان ونه منله اوامير عبدالرحمن خان يي مجبور کړ ترڅو په ميمنه حمله وکړي، اميرعبدالرحمن ميمنه محاصره کړه.[1]

شېرعلي خان چي کله هرات ته ورسيد،هلته يې لښکر را غونډ کړ اوپه کندهار يې حمله وکړه، کندهار ښار يې ونيو ، هغه يي خپل ورورته ورکړ اوخپله دکابل په لوري پرمخ ولاړ. اعظم خان چي کله دکندهارله نيول کيدلو خبرشو، عبدالرحمن ته يې احوال واستاوو ، ترڅو نيمايي لښکري ده ته راولېږي اوپه نيم لښکردميمنې محاصرې ته دوام ورکړي. عبدالرحمن خان ځواب ورکړ چي محاصره ډېره سخته ده ، لښکرنشم دراستولاى.[2]محمداعظم خان په کابل کې دنور پوځ په تيارولوبوخت شو،اميرشېرعلي خان تر غزني ورسيد، له دې خواڅخه محمداعظم خان دمقابلې لپاره ميدان ته راودانګل.

دميمنې والي له څه وخت مقاومت وروسته دکال په ٤٠ زره طلايي سکو روغه وکړه، اميرعبدالرحمن خپل پوځ دوه برخي کړ، يوه برخه يې داسماعيل په مشرۍ داعظم خان مرستي ته واستاوو او بل پوځ يي په خپله مشرۍ کې وساتو او دپل تخت لوري ته ولاړ .اسماعيل خان بن محمدامين خان چې له مخکي څخه دموقعې په انتظارو،ددې پرځاى چي داعظم خان مرسته وکړي،له هغه څخه يي کابل ونيو اوپه کابل کې دشېرعلي خان په نوم پاچهي اعلان کړه اوخطبه يې وويله.[3] اعظم خان دکابل په نيولو بيرته نيم پوځ دکابل لوري ته واستاوو اوپه نيم پوځ سره د شېرعليخان مقابلې ته ودرېد، ماتې يي وخوړه اودباميانو په لوري وتښتېد.هلته ورسره عبدالرحمن يوځاى شو او دکابل په لوري يي حرکت پيل کړ، دشېرعلي خان پوځونه په غزني کي و،چي دوى ورورسيدل. دشش ګاو په سيمه کې يې پړاو وکړ.عبدالرحمن خان دزنه خان کلا دنيولو په موخه لاړ او اعظم خان په پړاو کي پاته شو. شېرعلي دخپلو دوستانو په وسيله هڅه وکړه ترڅو ددوى په پړاو کې وېره او پرېشاني واچوي، بريالى شو او خپلو لښکرو يې پړاواوشاهي خيمه چورکړه.عبدالرحمن ددې په اورېدو کلابندي پرېښوده، له اعظم خان سره يوځاى دوزيرستان په لور وتښتيد.[4]

دهندحاکم ورته دپناه د ورکړي پيغام واستوو، خواعظم او عبدالرحمن يي پناه رد کړه او مشهد ته ولاړل. هلته دايران حکومت دوى ته په ايران کې دپاته کېدلو وويل. عبدالرحمن ونه منله اوبخارا ته يې مخ کړ، خواعظم خان ورسره ومنله او دتهران په لوري روان شو.دتقدير پرېکړه بدله وه او په لاره د بسطام په سيمه کې وفات شو.(١٢٨٦س /١٨٦٨ز)[5]


سرچینې:

[1] – تاج التواريخ، ٧٧ مخ ١ټوک.اميرعبدالرحمان خان، ژباړن :عبدالقيوم زاهد مشواڼى،دانش خپرندويه ټولنه.١٣٧٩کب .

[2] – هماغه ماخذ.

[3] – ګذارشات پادشاهان متاخر افغانستان، ٣٦٥ مخ. يعقوب علي خان خافي.بنګاه انتشارات ميوند.

[4] – از اميرکبير تارهبر کبير، ١٣٤ مخ. علامه عبدالحق مجددي و داکتر فضل الله مجددي.بنګاه انتشارات ميوند، ١٣٨٧هـ ش.

[5] – افغانستان درقرن ١٩، ٢٤٠ مخ. سيدقاسم رشتيا .بنګاه انتشارات ميوند، پنځم چاپ، ١٣٨٤هـ ش.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب