ام المومنین صفیه (رض)

له یهودیت نه تر اسلامه

رسول الله صلى الله عليه وسلم چې کله په یهودو باندې غالب شو او د خیبر کلا یې فتح کړه، صفیه رضى الله عنها د حیي بن اخطب لور د مسلمانانو سره بندي شوه، صفیه رضى الله عنها د ډیر لوړ جتماعي موقف څخه برخمنه وه او نسب یې بني اسرائیلو ته رسیدلو، سربیره پردې هغه د یهودو د یوه مشر او لوی سړي لور وه.
رسول الله صلى الله عليه وسلم د بندیانو له منځه هغه د ځان لپاره غوره کړه او هغه یې خپلې خوښې ته پریښودله تر څو په دې دوو شیانو کې یو ځان ته غوره کړي:
یهودیت او آزادي

صفیې رضى الله عنها اسلام او د الله رسول صلى الله عليه وسلم غوره وبلل او په خپله د رسول الله صلى الله عليه وسلم په نکاح کې راغله، د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره په واده کولو سره صفیه رضى الله عنها هم د مؤمنانو په میندو (امهات المؤمنین) کې شامله شوه او په همدې مبارک نوم باندې عزتمنده شوه.
رسول الله صلى الله عليه وسلم غوښتل چې همالته په خیبر کې د واده مراسم ونیسي اما صفیې رضى الله عنها ونه منله؛ وروسته چې کله رسول الله صلى الله عليه وسلم ترې پوښتنه وکړه نو هغه یې لامل په لاندې ډول وړاندې کړ: اې د الله رسوله یهود هلته مونږ ته ډیر نږدې وو او زه ډاریدم چې تاسو ته به څه زیان واړوي؛ رسول الله صلى الله عليه وسلم چې کله دا خبره واوریده نو د صفیې رضى الله عنها سره یې مینه او محبت نور هم زیات شول.

یوه ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم د صفیې رضى الله عنها د پلار نه په ګیلو باندې شروع وکړه او وې ویل: پلار دې له ما سره داسې او داسې وکړل.
صفیې رضى الله عنها وویل: اې د الله رسوله صلى الله عليه وسلم هر څوک د خپل کار ضامن دی او هیڅوک د بل چا ګناهونه په خپله اوږه باندې نشي اخیستلای.

لنډه دا چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم نورو ښځو ولیدل چې صفیه رضى الله عنها د رسول الله صلى الله عليه وسلم د یو ډول خاصې مینې څخه برخمنه شوې ده؛ په همدې خاطر ځینې د دوی صفیې رضى الله عنها ته ورغلې او د دې په خاطر یې تهدید کړه چې هغه د یهودو له قوم څخه ده.
صفیه رضى الله عنها له دې کار نه ډیره ناراحته شوه او رسول الله صلى الله عليه وسلم ته یې ګیله وکړه.
رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه ته په خطاب کې وویل: دوی ته د ویاړ هیڅ ځای پاتې نه دی آیا د تا پلار، تره او میړه ټول الهي پیغمبران نه وو؟

یوه ورځ عایشه رضى الله عنها د نورو ښځو په نمایندګۍ صفیې رضى الله عنها ته په خطاب کې وویل: مونږ د رسول الله صلى الله عليه وسلم په نزد د ډیر محبوبیت او لوړ مقام څخه برخمنې یو ځکه مونږ د رسول الله صلى الله عليه وسلم د تره لورانې یو.

your ads

رسول الله صلى الله عليه وسلم صفیې رضى الله عنها ته وویل: ته په ځواب کې ورته ووایه چې له ما نه څه ډول بهتره یی په داسې حال کې چې میړه مې محمد صلى الله عليه وسلم، پلار مې هارون (ع) او تره مې موسی (ع) ټول الهي پیغمبران دي؟

صفیې رضى الله عنها د رسول الله صلى الله عليه وسلم د رحلت نه وروسته په قوي ایمان، پوره تقوا او خالصانه زهد سره خپل ژوند ته دوام ورکړ اما د دې ټول کرامت د لرلو سره سره بیا هم د دښمنانو له آزار او ځور څخه په امان کې پاتې نه شوه.
هغې یوه وینځه لرله چې د شیطاني افکارو تر تأثیر لاندې د دې په ضد راپورته شوه او عمر (رضی الله عنه) ته ورغله او ورته یې وویل: صفیه رضى الله عنها د خپلو یهودي خپلوانو سره اړیکې لري او د شنبې د ورځې سره خاصه علاقه لري.
کله چې له صفیې رضى الله عنها څخه وپوښتل شول نو ویې ویل: له شنبې سره هیڅ علاقه نه لرم اما په یهودانو کې مې ځینې خپلوان دي چې د صله رحمۍ د مراعات په خاطر له هغوی سره اړیکې لرم، وروسته یې خپلې وینځې ته مخ ورواړاوه او ورته ویې ویل: ما څه کړي وو چې ته یې په ما پورې تهمت تړلو ته وهڅولې؟ هغې له پښیمانتیا او شرم په ډکه لهجه ځواب ورکړ: د شیطان د وسوسو تر اغیز لاندې راغلم.

واقعاً چې دې وینځې ته څه جزا باید ورکړل شوې وای؟ آیا د داسې ناروا تهمت تړونکی د بخښلو وړ دی؟؛ هغې با عظمته مسلمانې صفیې رضى الله عنها نه تنها دا چې وینځې ته یې جزا ورکړه، هغه یې آزاده هم کړه او هغې هم د بلې هرې خپلواکې ښځې په شان آزادانه ژوند وکړ.
هو ! په دې ډول صبر او بردبارۍ څه ډول نوم کیږدو؟ په رښتیا سره چې دې سترې مسلمانې ښځې له دې ډول حلم، بردبارۍ او محمدي اخلاقو سره د امهات المؤمنین په ډله کې د شاملیدلو وړتیا درلوده.
صفیې رضى الله عنها په پنځوسم هجري کال کې خپله روح خپل پروردګار ته وسپارله او د بقیع په هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.
الله (جل جلاله) دې له دې سترې ښځې څخه خوښ شي.

لیکنه: احمد الجدع
ژباړه: روح الله ساحل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب