ام سلمه (رض)؛ رسول الله (ص) ته مشوره ورکوي

په سخته ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملاتړه او مشاوره
رسول الله صلی الله علیه وسلم به معمولا په سفرونو کې خپله یوه بی بی ورسره بیوله؛ کله چې د خپلو یو شمیر یارانو سره د عمرې د اداء کولو په تکل روان شو نو ام سلمه رضی الله عنها یې له ځانه سره بوتله.

کله چې مکې ته نږدې ورسیدل نو د قریشو څخه څه کسان یې د لارې خنډ شول او پرې یې نه ښودل چې مکې ته ننوځي. اما رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې سفر کې د جګړې نیت نه درلود او تنها د عمرې د اداء کولو په نیت مکې ته روان شوی وو، له همدې امله یې له زوره کار وانه خیست او ویې غوښتل چې ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.
بالآخره رسول الله صلی الله علیه وسلم له دوی سره خبرې وکړې او دا خبرې یې د حدیبې په نامه په سوله سره پای ته ورسیدې. په ښکاره سره دا خبرې د مسلمانانو په تاوان ښکارېدې او ځینو خو د ځان لپاره ذلت او ستر بې ننګي ګڼله.
ځینې صحابه کرام رسول الله صلی الله علیه وسلم ته لاړل او د دې سولې په اړه یې خپله ناخوښي څرګنده کړه؛ په دوی کې عمر رضی الله عنه هم وو چې د څیرې څخه یې ښکاریده چې دې سولې کلک ځورولی دی، هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل: آیا ته د الله برحق رسول نه یې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: هو زه د الله رسول یم. عمر رضی الله عنه بیا وپوښتل: آیا مونږ د حق او دښمنان مو د باطل پیروان نه دي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ: بلې همداسې ده. عمر رضی الله عنه بیا وپوښتل: نو ولې باید دې ډول ذلت ته تسلیم شو؟ (هغه د حدیبې سوله ځان ته یو ډول سپکاوی ګاڼه.)
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه د الله رسول او پیغمبر یم، زه له خپل الله څخه سر نه غړوم، هماغه ذات زما مرستندوی دی او ما ته به بری را په برخه کوي. وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو ته په خطاب کې وویل:
قوموا فانحروا ثم احلقوا
ژباړه: پاڅئ قرباني وکړئ او له هغه وروسته خپل سرونه وتراشئ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم دری ځله دا خبره تکرار کړه اما صحابه کرام چې دې سولې ناکراره کړي وو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له امر څخه یې سرغړونه وکړه او یو یې هم دې ته حاضر نه شو چې قرباني وکړي او یا خپل سرونه وتراشي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې دومره ستر مخالفت او له امر څخه سرغړونه ډیره خطرناکه او له اندیښنو ډکه وه خو صحابه کرامو بیا هم له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د مخ اړونې قصد نه درلود، غوښتل یې رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې باندې قانع کړي چې د دې ډول بې ګټې سولې منلو ته غاړه کښینږدي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د یارانو دې ډول عکس العمل ډیر وځوراوه او خپلې میرمنې ام سلمه رضی الله عنها ته ورغی، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له یارانو څخه ګیله ورته وکړه او په دې اړه یې مشوره ورسره وکړه.
ام سلمې رضی الله عنها ورته وویل: اې د الله رسوله زه یو وړاندیز لرم چې که یې ومنې نو ټول به دې خبره ومني. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: دا کوم وړاندیز دی؟ ته یې ووایه:
ام سلمې رضی الله عنها ورته وویل: همدا اوس لاړ شه او پرته له دې چې له چا سره خبرې وکړې اوښ دې قرباني کړه او سر دې وتراشه، ته به ووینې چې ټول ستا په پیروۍ سره دا کار وکړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم لاړ او د خپلې میرمنې له وړاندیز سره سم یې دا کار وکړ.
صحابه کرامو چې کله ولیدل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم قرباني کړې ده او خپل ویښته یې هم کم کړي دي نو یې په ډيره بیړه سره د هغه صلی الله علیه وسلم د دستوراتو سره سم کار وکړ.
د ام سلمې رضی الله عنها د رغنده وړاندیز او فکر په مرسته سره د صحابه کرامو په زړونو کې بیرته د محبت او صمیمیت فضاء حاکمه شوه او حالات د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هیلو مطابق جوړ شول.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب