انارو سره زما مرکه

مرکـــیال : فرمان الله نجرابوال

د انارو موسم دی، د انارو دخوراک لپاره تګاب ته راغلی یم ، او له یوه انار سره مې د زړه خواله کړي او ستاسو ځېنې رالېږلې پوښتنې مې هم ترې کړي چې ډېرې پر زړه پورې یې جواب کړي. پام مو له انار سره زما دې لنډې مرکې ته را اړوم

دا هم تاسو او دا مو هم ښکلی او تازه انار.

پوښتنه: که درنو لوستونکو ته ځان وروپېژنئ، چې اصلي نوم مو څه او په نورو کومو نومونو یادېږئ..؟

انار: مننه او کور ودان چې زما باغ ته راغلې او زه مو په یاد کړم. له هرڅه نه دمخه خپلو مینوالو ته خپله مینه ، او يوه ځانګړې مینه تګابیانو او کندهاریانو ډالۍ کوم چې دوی زمونږ ډېر خدمت کوي، باید ووایم چې: زه دوی سره تر دوی زیاته مینه کوم او همدا مې د مینې څرګنده دلیل دی چې ټول ځان او پوستکی مې ترې قربان کړی. رابه شم ستاسو دلومړی پوښتنې ځواب ته-

زما نوم انار دی، په هره ژبه کې په بېلابیل نومونو یادېږم لکه: عرب مې رمان او پښتانه او فارسیوانان مې انار بولي، هو زما نوم په قران شریف هم راغلی دی او پدې زه ډېر ویاړم الله جل جلاله فرمایلي دي(فيهما فاكهة ونخل ورمان ) ژباړه : په جنتونه کې مېوې وي چې انار هم دي . هو لوستونکي باید پوه شي چې چې ددی مجازی دنیاکۍ انار او د جنت انار په څېرو کې سره ورته دي خو د جنت انار بیا بیل خوند او ذایقه لري.

مرکیال: که تاسو راته دا ووایئ چې تاسو څو ډوله یاست او کوم ډول ډیر غوره یاست!؟

انار : مننه ډېر مهمې نکتې دې اشاره وکړه زه باید ووایم چې مونږ دوه ډول یو یو ډول هغه ته دانه دار انار ویل کیږي اوهم ډول په بي دانه ویل کیږي او همداراز یو ډول انار ډېر خواږه دي او څه تروه هم شته چې ځېنې خلک خواږه انار خوري او ځېنې تروه او تروش خوږي دغه راز دا خواږه بې دانې انار ډېر خوندور انار دي.

‏ مركيال: تاسو دإنسان بدن څه ګټه رسوئ که په اړه یې لوستونکو ته ووایئ !؟

انار : انار یو حيرانونکی اکسير دی، له دانو سره سره ټولې برخې يې طبي ګټې لري، دانې يې ښه خوراک دي او څه خلګ يې دانې طبي خوراک او درمل ګڼي، د ګلوکوز او فرکټوز پرته ويټامين اې، اي، کې، بي، )Ascorbic Acid(، )Thiamine(، )Riboflavin(، کيلسم،سلفر، )Oxalic Acid( او )Carotene( هم لري.

د انار جوس ارام بخښونکی شربت دی، چې د زړه د ناروغيو لپاره ښه ګټور دی، خوږ انار د زړه قبض ماتوي او لږ تروش خوند لرونکي دانې د معدې او زړه درد لپاره ښه اکسير او درمل دي.

د انار دانو جوړ شوی شربت )Dyspepsia( معدې ته ډېر ګټور دی.

د پنځوس ګرامه انار دانو جوس د نس ناستي او وينه لرونکي پېچش ناروغانو لپاره ښه اکسير دي او د ځواک د زياتېدا لپاره هم ښه دي.

همداراز د يوناني طب په ايورویدک او ايلوپيتي کې د وينې د کمۍ ناروغۍ )Anemia(، زېړی )Jaundice( د وينې فشار، بواسير، د هډوکو او بندونو د دردونو )Arthritis( کې هم کارول کېږي، د انار جوس له شاتو سره يو ځای )Biliousness( تبه کموي.

بهترینه ګټه زمونږ داده چې زړه ته خوشحالي او ارامتيا وربخښو، د يو روايت له مخې د انارو کارول په انسان کې کرکه ختموي.

هو ! د انار ريشې که له اوبو سره يو ځای وايشول شي، د خېټې )Tapeworm( او ټول چينجيان ختموي او داسې هم ويل کېږي چې پورته ياد شوی شربت د سيل )ټي بي( ناروغي، زوړ خارښت او مليريا هم ختموي او ځينې ښځينه ناروغيو لپاره هم ښه دي.

زمونږ څخه سور رنګ هم لاس ته راوړل کېږي چې په خوراکي توکو کې کارول کېږي، انار د جنين د غورځېدو )اسقاط حمل( د مخنيوي لپاره هم ښه اکسير دی.

که د انار جوس له شيدو سره يو ځای وايشول شي، د پخواني پيچش د ختمولو لپاره تر ټولو ښه اکسير دی.

مرکیال : روستۍ پوښتنه هغه داچې تاسو په کوم ځایونو ډېر پیدا کیږئ !؟

انار : مونږ عمومأ په هر ځای کې پیدا کیږو البته ګرمسیرو ځایونه چې هوا یې صاف ستره وي خو په افغانستان کې بیا په تګاب او کندهار کې ډېر پیدا کیږو ځکه چې دتګاب او کندهار هوا پاکه ده او د همدغو یادو ځایو انار ډېر نوموتي انار دي چې نن سبا زمونږ دپلور بازار ډېر ګرم دي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب