انار ؛ د زړه مېوه

 

انار یا د میوو پاچا،  نن سبا یې د پخېدو موسم دی او بازار کې د بلې هرې میوې په پرتله زیات شوقیان او خوښونکي لري.

ځینې نور خلک که څه هم آم د لمدو او تازه پاچا بولي، خو په دې قانع دي، چې د انارو له تاروو ډکه خوا د پاچاهانو تاج ته ورته ده. په هر صورت د میوو په ډولونو او پر پاچا او شهزادګۍ بحث یې جلا خبرې غواړي.خو موږ غواړو دلته له هغې څېړنې خبر درکړو، چې په دې وروستیو کې په امریکا کې د یوې معتبرې څيړنیزې ادارې له لورې سرته رسیدلې.

که له یوې خوا د انارو دانې خوړل بېل خوند لري، خو د اناردانو جوس څښل بیا پر ځانګړې خوند سربېره زموږ روغتیا او په تېره بیا زموږ په بدن کې تر ټولو نازک او مهم غړي زړه ته نهایت زیاته ګټه رسوي.

یوه تازه ترسره شوې څېړنه وايي، چې د انار جوس د زړه د حملو په مخنیوي کې خورا اغېزمن رول لري.

د امریکا د متحده ایالتونو په کلیفورنیا ایالت کې د «پري ونټیو میډیسن ریسرچ انسټیټیوټ» په نوم د یوې ساینسي څیړنیزې ادارې څېړونکو په یو شمېر داسې نارینه او ښځینه ناروغانو باندې، چې زړه ته یې د وینې بهېدو او پمپ کېدو جریان غیر نورمال او کمزوری و.یوه تجربه سرته رسولې. د یادونې وړ ده، چې همدا زړه ته د وینو د بهیدا او پمپ کېدا د جریان کمزوري کېدا ناروغي پر انسان باندې د زړه د حملو د راتلو او د زړه د دریدو د پېښو تر ټولو ستر لامل ګڼل کېږي.

د دې څېړنې څېړونکو د زړه ناروغانو ته د دریو میاشتو لپاره هره ورځ د انارو جوس ورکاوه، ترڅو څرګنده شي،چې ایا رښتیا هم انار د زړه د ناروغیو په کمښت کې اغېز لرلی شي که نه؟!

د دې درې میاشتنۍ تجربې او څيړنې په پای کې څېړونکو دې پایلې ته ورسېدل، چې د هغو ناروغانو چې زړه ته یې د وینې جریان کمزوری و،  د انارو جوس  په منځني (اوسط) ډول ۱۷ فیصده دا کمزوري ورکه کړې او ۱۷ سلنه یې دا جریان چټک او بهتر کړی دی.

ډاکټر مایکل سومنر نومي څېړونکې د خپلې همدې څیړنې په اړه وویل : چې په دې چاره کې زیات رو په انار کې د ځينو انټي اکسیډنټو موادو دی، چې همدا مواد د زړه شریانونه صفا کوي او په شریانو کې د چِرک د پاته کېدو امکانات له منځه وړي.

د تازه میوو ټول شوقیان په تېره بیا د کندهاري انارو مینه وال باید هر ځای او په هر مجلس کې د زړه ناروغانو ته د انارو همدا یاده ګټه بیان او توصیه کړي. ترڅو مو له یوې خوا د خپل هیواد زراعت او حاصلاتو ته کمپاین کړی وي او هم له ناروغانو سره خپله اسلامي او انساني خواخوږي، چې د یو ښه درمل وړاندیز او د تجربو شریکول دي؛ ترسره کړې وي.

زلمی خان

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب