انار او خرما مو د زړه له ناروغيو ژغوري

هره ورځ نيم ګيلاس د انارو جوس او څو خرماوې خوړل انسان د زړه له ناروغيو ژغوري.

په نوې طبي څېړنو کې ويل شوي، چې هره ورځ نيم ګيلاس د انارو جوس او درې خرماوې خوړل انسان د زړه له ناروغيو او ګوزڼ څخه ژغوري.

څېړنه کې راغلي چې انار او خرما کې انټي اکسايټډنټس موجود دي او دا شيان د زړه رګونه له سختوالي ساتي او د زړه د ناروغيو په مخنيوي کې درې دېرش سلنه ګټور ثابت شوي دي.

څېړنه زياتوي، د زړه رګونو کې د وينې بندېدو له امله زړه يا دماغو ته د وينې نه رسېدو له امله انسان پر فالج او د زړه په ناروغيو اخته کيږي او له دې ناروغيو د ژغورنې لپاره باید د انارو جوس او خرما وخوړل شي.

طبي کارپوهان وايي، چې د انارو جوس او خرما ۳۳ سلنه د زړه د ناروغيو مخنيوی کوي د وينې غوړ «کوليسټرول» ۲۸ سلنه راکموي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب