انار او روغتیايي ګټې

 انار؛ هغه مېوه چې له خوړلو پرته یې ان په لیدلو د انسان زړه تازه کېږي او د خوښۍ احساس ورکوي. د افغانستان انار د نړۍ په کچه ښه نوم لري، د رنګ او خوند ساری یې نه لیدل کېږي.

انار د زړه ناروغیو، لوړ فشار، التهاب او ځینو سرطانونو، په تېره بیا د پروستات سرطان لپاره تر ټولو ښه نسخه ده. انار د فیبر اصلي سرچینه ګڼل کېږي او په زیاته اندازه ويټامین اې، سي، اي، اوسپنه او انتي اکسیدان لري.

د انارو اوبه د پروستات له سرطان څخه مخنیوی کوي؛ د هغې څېړنې په پایله کې چې په ۲۰۰۶ کال کې تر سره شوه ثابته شوې چې د ورځې یو ګېلاس د انارو اوبو څښل د پروستات پر سرطان د ګڼو اخته کسانو درملنه کړې ده او دغه ناروغي یې تر ټولو لږې کچې ته راټیټه کړې ده.

د دې برخې څېړونکي وایي چې دا څېړنه په بریالیتوب سره ترسره شوه، خو ښه ده چې په دې برخه کې لا نورو څېړنو ته ادامه ورکړو.

انار د شریانونو د بندښت مخنیوی کوي

your ads

په ۲۰۰۴ میلادي کال کې پر هغو کسانو چې شریانونه یې تنګ شوي وو، یوه څېړنه ترسره شوې او ثابته کړې یې ده چې د ورځې یو کیلاس د انارو اوبه کولای شي په رګونو کې ان د درېیو کلونو مخکني رسوب شوي کلسټرول له منځه یوسي او دغه راز په وینه کې د کلسټرول اندازه کنټرول کړي.

انار هډوکي کلکوي

دا چې انار د هډوکو په پیاوړتیا کې څومره ونډه لري، په اړه یې په ۲۰۱۳ کال کې څېړنه شوې ده. د څېړنو پایلو ښودلې چې انار د هډوکو د پیاوړتیا لپاره فوق العاده مهم دي او نه پرېږدي چې هډوکي پوده او وراسته شي. له دې ټولو سره سره انار د زړه د روغتیا لپاره تر ټولو ګټوره مېوه ده.

انار په خپل ترکیب کې غوړ او کالوري نه لري خو په یوه زیاته اندازه  پوتاشیم او ويټامین سي لري. هغه انتي اکسیدان چې انار یې لري په ښه ډول په وینه کې د کلسټرول پر وړاندې مبارزه کوي. د انارو بله ښېګڼه دا ده چې په بدن کې مړه شوي او تخریب شوي سلولونه له سره رغوي.

د انتي اکسیدان دنده په وینه کې دا ده چې اضافي کلسټرول له منځه وړي، د ازادو راډیکالونو پر وړاندې مبارزه کوي، نه پرېږدي چې وینه لخته شي، کله چې وینه لخته نه شي په رګونو کې په اسانۍ جریان پیدا کوي.

انار اسهال کابو کوي، وزن کموي، د وینې د لوړ فشار مخه نیسي او په ټوله کې یې خوراک انسان ته روحي سکون ور بښي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب