اناناس څه شی دی؟

علمي نوم یې  (Ananas comosus ) دی او د Bromeliaceae په کورنۍ پورې اړه لري ، دپیدایښت ځای یې  دبرازیل جنوب او دپاراګوای هیواد ګڼل کیږي ، پاڼې یې  اوږدې او کاچوغې ته ورته دي ، دپاڼو څنډې یې ښویې بشپړې او حلقوي بڼه لري په دریم کال کې  ددغو  پاڼو له منځ څخه نوې پاڼې وده کوي ګلونه یې واړه ،

ابي رنګه غوښن او د ډنډر په وروستۍ برخه کې جوړیږي د دغو غوښنو ګلانو په وروستۍ برخه کې د وړو پاڼو یو تاج لري ، چې وروسته په میوه بدلیږي . د اناناس میوه په حقیقت کې کاذبه بڼه لري .

دغه میوه د تودو سیمو دمیوله ډلې څخه شمیرل کیږي.

اناناس یو څو کلن او یو مشیمه یي بوټی دی، چې لوړوالی یې له 4 څخه تر5 فوټو پورې  رسیږي، که چیرې په کافي اندازه ځای ولري دهر کال په تیریدو سره څنګونو ته وده کوي او پراخه سیمه لاندې کوي.

خو دا کار د سوداګرۍ په مارکیت کې دمیوې کیفیت را ښکته کوي ، نو له دې کبله لازمه د چې هرکال د دغه بوټي  دښاخونو پرې کول  او اصلاح ترسره شي ، په لومړي کال کې یواځې هغه ډنډر چې ایښودل شوی دی کولای شي په خپله وروستنۍ برخه کې میوه ونیسي

چې بیا وروسته له 15 ــــ 32 میاشتو پورې پخیږي په دوهم کال کې هغه څانګې چې دمورني ډنډر په شاوخوا کې  رامنځ ته شوي دي ، هم کولای شي چې میوه ونیسي دمیوې دپخوالي موده په تودوخه ، اوبو او د ونې په خوراکي توکیو پورې اړه لري کله چې میوه پخه شي لاندینۍ برخه یې دپورتنۍ برخې په پرتله خوږ خوند لري ، د اناناس خوږوالی په هغو نشایستوي موادو پورې چې په ډنډر رکې ذخیره (زیرمه) کیږي اړه لري.

داناناس له میوې څخه هم په تازه توګه ګټه او هم ترینه دجوس په ډول کار اخیستل کیږي، په خامه میوه کې یې یوه زیاته اندازه اګزالیک اسید ( oxalic acid ) شته چې ډیر سوځوونکي مخرش دي ، خو په پوخوالي کې دغه په سلوکې له   15 فيصده ته راښکته کیږي د دې له پاره چې میوه زخمي نه شي هغه له یو شمیر هغو پاڼو سره چې د میوې چاپیره ځای لري ، بازار ته وړاندې کیږي ، که نه نو د زخمي کیدو يه صورت کې میوه په ډیر لږ وخت کې خوسا ( فاسده) کیږي له دې کبله چې داناناس میوه ډیر ژر خرابیږي او د لسو ورځو په موده کې په سلو کې له لسو څخه زیاتې خپلې  اوبه له لاسه ورکوي ، ځکه نو له ټولولو څخه وروسته باید ژرتر ژره بازارته  وړاندې  او وپلورل شي .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب