انجونې او تعلیم

د انجونو د تعلیم مخه نیول په حقیقت کې غميزه ده.
زموږ هغه طمه چې په علم ،حجاب او اسلامي ارزښتونو مزین مېرمنې به غرب ته د اسلام حقیقي پیغام وړاندي کولو سره د دوی د بشر او ښځو حقوقو کاذب حقیقت په دلاېلو او عملي کړنلارو روښانه ځوابوي له مایوسي سره مخ کړ.

د نیواکګرو ماته ، داشغال پای او د هېواد خپلواکي تر لاسه کولو سره نه یواځي په هېواد او اسلام میئن افغانان بلکې د نړۍ ازاد فکر او زړه سوانده، عادلو انسانانو ته داسي د خوشحالي زېری وو چې داسلامي امارت راتګ سره ئې دارمانونو غوټۍ په سپړېدو شول.

د یو اباد خپلواک او په تمامه معنی داسلامي ارزښتونو او نړیوالو پرنسیپونو او سالمو اړيکو په رڼا کې دپر مختللي او سیالیو سره برابر بلکې په امتیازي ډول د ښوونې او روزني په شمول په هره برخه کې دیو نمونه افغانستان تصور په ذهنونو کې رڼا ورکوله.

په مجموع کې اسلامي امت او ازاد فکر خاوندانوته په نړۍ کې له کلونو کلونو وروسته داُمید سترګې په لاره شول، ځکه محدود او تش لاسو مجاهدینو په مېړانه او اېماني وسلې د نړۍ مجهز نظامي قوت په خپل هېواد کې مات کړ، دقدرت مصنوعي جزېرې ختمې کړې،دزور واکو ناتاروته ئې د پای ټکی کېښود،دظلم زندانونو دړې ماتې کړي او نور ډېرې لاسته رواوړني.

همدې ارزښتونو ته په لېدو مو ویاړ درلود چې  اوس ئې وخت را رسېدلی ترڅو د ښځو او انساني حقوقو کاذب مدعیانو ته ښکاره کړو چې د ښځو اوبشري حقوقو سر بېره دهر زیروح حقوق په اسلام کې څومره لوړ مقام او مسؤنیت لري.
طمه وه چې زمونږ مېرمنې به دبرحق حقوقو او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې داسي وروزل شي چې په نړیواله صطحه بېلګه وي، دوی به په شرعي چوکاټ کې په هره صطحه او د نړۍهرهېواد ته قانونوي سفرونه کوي دحجاب او دښځو حقیقي حقوقو مدافعین نمایندګان او مترجمين وي!

your ads

دوي به هغو ته چې داسلام ضد تیوريسنانو په تبلیغاتوغوليدلي د اسلام حقیقي پیغام وړاندي کوي.
تاسو به لېدلې وي چې په همدې غربي ټولنه کې د اخبار،برېښنايې مېډيا او ټولنيزو رسنیو له لاري دافغانستان داسلامي امارت له ویاړلو فعالیتونو په مېړانه دفاع کوله او په ولولو ئې یادول.
مګر بد بختانه دوخت او زمان غوښتنو او برحق تقاضو برخلاف دانجونو د تعلیم مخه نیولو او د علم درڼا دړو بندول نه یواځي په مجموع کې دافغانستان مسلمان ملت مایوس کړ بلکې په ټوله نړې کې یوه منفي غوغا جوړه کړه.
له هغې ورځي چې اسلامي امارت دانجونو تعلیم مخه نیولومتردد قیودا وضع کړل دافغانستان په شمول په ټوله نړۍ کې داسلامي امارت محبوبیت دسوال سره مخ کړ.
دانجونو د تعلیم مخه نیول په حقیقت کې یوه ستره غميزه دی.
یو شمېر هغه خلکو چې له طالبانو په ویاړ او مېړانې دفاع کوله نن مایوسه ښکاري او حتی ځینو له شوکه او ځینو له تعصبه مرتد شول.

یو تن مشهوره څهره چې تر پرونه ئې د ټولو مخالفینو مقابله کوله د دلایلو ویئلو پای کې وايي: اګر دین تو این باشد بر دین تو لعنت.(العیاذ بالله)
په داسي ناخوالو او قیوداتو چې په اسلام نیوکې کیږي ګناه د چا په غاړه پرېوځي؟ د قیامت په ورځ به دالله(عزوجل) په وړاندي څوک ځواب ورکوي؟.

د اسلامي امارت مسؤلین او مشرانو!
هیڅ متعهد مسلمان د شریعت او حدودو د نفاذ مخالف نه دی بلکي په ولولو ئې د پلې کېدو غوښتنه کوي، په دې لار کې د چا پرواه هم مه کوئ.

امریکائې محکمې یوه مېرمن په اعدام محکوم کړه،اروپائې ټولنې غوښتنه وکړه چې دمحکمې حکم بدل کړي، خو امریکا وویل:چې دا زموږ دقانون پرېکړه دی په پلې کېدو کې د هیچا پروا نه کوو، پرېکړه ئې عملي کړه.
تاسو هم د حدودو په پلې کېدو کې د چا پروا مه کوئ، مسلمان ملت او اسلامي امت مو تر شا ولاړ دی او په دې اړوند موږ ته قرانکريم،نبوي احادیث او دایمه کرامو اجتهاد ستر دلیل دی.

خو د انجونو د تعلیم مخه نیول نه اسلامي شریعت اجازه ورکوي نه وخت او حالات، بلکې دپیاوړتیا سپارښتنه ئې کوي.
هغوی چې دلیل وړاندي کوي…

عَنْ عَائِشَةَ(رضی الله عنها) قَالَتْ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ (صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ): لَا تُنْزِلُوهُنَّ الْغُرَفَ ،وَلَا تُعَلِّمُوهُنَّ الْكِتَابَةَ ،وَعَلِّمُوهُنَّ الْمِغْزَلَ ، وَسُورَةَ النُّورِ.( رواه حاکم، بیهقي في شعب الایمان، و…)
ژباړه: په لوړو ښونو کې مه کېنوئ اونه ورته کتابت وښيئ، دویته تنسته اوبدل(لاسي کار) او سورت نور وښيئ.
د نوموړي روایت په اړوند د ځینو محدثینو او علماوو تحقیق.
وقد قال السيوطي (رحمه الله) فی جامع الصغیر كل حديث بالنهي عن تعليم الاناث لا يصح.
قال: لقد كانت حفصة ام المؤمنين (رضي الله عنها) قارئة ،كاتبة وامينة على نسخة من القرآن الكريم وكانت تعلم النساء وهي زوج خير البشر عليه الصلاة والسلام.
ژباړه: امام سیوطي(رحمه الله) فرمايي: هرهغه خبر چې د ښځو تعلیم منع کوي حدیث نه دی.
دی فرمايي: اُم المؤمنین سیده حفصه(رضی الله عنها) لوستونکې،لیکونکې او او دقرآن کریم دنسخي ساتلو آمینه وه، ده به ښځو ته روزنه ورکوله، دا وه د سیدالبشر(صلی الله علیه وسلم) مېرمن.

حديث موضوع: لا تُعلِّموهنَّ الكتابةَ ولا تُسكنوهنَّ الغُرَفَ وعلِّموهنَّ سورةَ النُّورِ (أخرجه ابن حبان في المجروحين،۲/۲۴۰)
امام الباني په(السلسلة الصْعيفة، ٢٠١٧) ضعیف بلکې موضوعي بللی.
الشيخ محمد شمس الحق العظيم آبادي په عون المعبود لسم ټوک ۲۱۲ صفحې کې دې حدیث ته  موضوعي ویلي.
علامه ابن الجوزي(رحمه الله) په الموضوعات لابن الجوزي(٣/٦٤) کې ورته ضعیف ویلي، دی فرمايي: په دې کې هیڅ شک نشته چې داخبر موضوع دی ځکه په سند کې محمد بن ابراهیم الشامي دی، د محمد بن ابراهیم الشامي روایت دکذب په اساس صحي نه دی.

علامه ابن جوزي(رحمه الله) د دې حدیث له ذکره وروسته فرمايي: هَذَا الحَدِيث لَا يَصح وَقَدْ ذكره أَبُو عَبْدِ اللَّهِ الْحَاكِمُ النَّيْسَابُورِيّ فِي صَحِيحه وَالْعجب كَيْفَ خَفِي عَلَيْهِ أمره.
ژباړه:دا روایت صحي نه دی، که څه هم أَبُو عَبْدِ اللَّهِ الْحَاكِمُ النَّيْسَابُورِيّ(رحمه الله) په صحیح کې ذکر کړی، خو عجیبه ده چې څنګه عدم صحت د دې روایت له هغې پټ پاتي دی.

امام ذهبي په(الموضوعات،۲۰۳) کې محمد بن ابراهیم ته کذاب ویلي چې په سلسله د راویانود حدېث کې دی.
قَالَ أَبُو حَاتِم بْن حِبَّانَ: كَانَ مُحَمَّد بْن إِبْرَاهِيمَ الشَّامِيّ يضع الحَدِيث على الشاميين لَا يحل الرِّوَايَة عَنْهُ.
ژباړه: أَبُو حَاتِم بْن حِبَّانَ فرمايي: محمد بن ابراهیم شامی، دشام اوسیدونکو ته جعلي احادیث روایت کول، په همدې اساس له دې روایت کول روا نه دي.

الهيثمي د دې روایت له ذکره وروسته فرمايي: رَوَاهُ الطَّبَرَانِيُّ فِي الْأَوْسَطِ، وَفِيهِ مُحَمَّدُ بْنُ إِبْرَاهِيمَ الشَّامِيُّ قَالَ الدَّارَقُطْنِيُّ: كَذَّابٌ.
ژباړه: طبراني په الاوسط کې دغه روایت راوړی، چې په سلسله د راویانو کې محمد بن ابراهیم شامی شته، دار قطني فرمايي: چې هغه یو درواغجن او کذاب وو.
همدا رازعلامه عبدالحمید ابن بادیس(رحمه الله)،حافظ ابن حجر(رحمه الله) اویو شمېر نورو محدثینو په دې روایت رد کړی.
که د محققینو له دې تحقیق څخه تېر شو بیاهم د دې حدیث معنی او مراد دا نه دی چې مېرمنې له لیک او لوست منع شوي وي.
( لَا تُنْزِلُوهُنَّ الْغُرَفَ ،وَلَا تُعَلِّمُوهُنَّ الْكِتَابَةَ ،وَعَلِّمُوهُنَّ الْمِغْزَلَ ، وَسُورَةَ النُّور) حديث ته ورته نور روایتونه هم شته …
امام بیهقي په شعب الایمان کې روایت کوي چې حضرت عمر (رضی الله عنه) خپلو والیانو ته په تاکید سپارښتنه کړي وه( علموا رجالكم سورة براءة، وعلموا نساءكم سورة النور: نارینه ووته سورت برأت او مېرمنو ته سورت نور روزنه ورکړئ)
حديث مرسل ضعيف السند: علِّموا رجالَكم سورةَ المائدةِ، وعلِّموا نساءَكمُ سورةَ النُّورِ (الجامع الصغير ۵۴۶۴)
وأخرج سعيد بن منصور، وابن المنذر، والبيهقي عن مجاهد قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:علموا رجالكم سورة المائدة، وعلموا نساءكم سورة النور .

وروى البيهقي وغيره عن مجاهد مرفوعاً، قال: (علموا رجالكم سورة المائدة، وعلموا نسائكم سورة النور).
وفي تفسير القرطبي أن عمر (رضي الله عنه) كتب إلى أهل الكوفة: علموا نسأ کم سورة النور.
دا روایتونه دا نه وايي چې تاسو یواځي مېرمنو ته سورت نور او نارینه وو ته سورت برات تعلیم ورکړئ بلکې دا په ځانګړي توګه او په عام ډول دټول قرآنکریم روزنه ورکړئ.

یواځي کتابت مه ورزده کوئ او په لوړو ښونو کې مه کېنوئ بلکي دویته یو کسب کار(لاسي کار) لکه یو مناسب مسلک ورزده کړئ.
ددې ګټه څه دی؟
هره مېرمن چې د کور کار کوي باید یوکسب هم زده کړي چې د ضرورت په وخت کې چاته محتاجه نه شي،که اولادونه لري؟ کفالت ئې وشي کړی.
دضرورت او اړتیا په صورت کې همدا مسلک ئې د معیشت چاره وي، د مثال په توګه یوه مېرمن کونډه شي او هغه ته یتيمان پاتي شي بل سر پرست هم ونه لري دی به څه کوي؟
که دا مېرمن خیاطي او یا ورته بل مسلک ولري په اسانه توګه کولی شي د خپلو یتیمانو پالنه وکړي.
امام احمد بن حمبل(رحمة الله علیه) فرمایي:عالم باید یو کسب ولري که ضرورت وي خپل کسب پلوري که کسب نه وي بیا علم پلوري!
او که برداشت داوي چې مېرمنې له لیک لوست او په لوړو ښونو کې له کېنولو منع شوي وي؟ راځي دا حقیقت د صحابه ئې کرامو په ژوند کې وګورو.

صحابه ئې کرامو کې یو شمېرد قرآنکریم کاتبان وو او په مجموع کې دوي هر یو دستورو منزلت درلود چې رڼا ئې خوروله، دوی هیڅکله د سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دآمر خلاف اوغفلت نه کوو.
دوی خپلې مېرمنې او لوڼې په ښونو کې نه ساتل؟

د شام په لوړو قصرونو، دمصر په دنګو ماڼيو او د کسری په مجللو ودانیو کې وروسته له فتوحاتو څوک اوسیدلي؟
حقیقت دادی چې صحابه ئې کرامو خپلو لوڼو او مېرمنو ته ديني احکام، حرام،حلال او اړوندو روزنو سربېره لیک لوست او لاسي کارونه هم ورزده کول او هم ئې داوسیدو لپاره مناسب حجرې او ښونې جوړول.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب