انرژي مشروبات په جسم کې څه بدلونونه راولي؟

زیاتره ځوانان، پاخه خلک او ان سپين ږیري د انرژي مشروباتو له اعلانونو اغېزمن شي، نو د انرژي څښلو ته پرته له دې چې له ضررونو يې خبر شي، ملا وتړي.

یوې نوې څېړنې ثابته کړې چې انرژي مشروبات خو انسان ته موقته انرژي او قوت ورکوي خو د هغې بد تاثیرات په اینده کې د روغتیا لپاره ډيری ستونزې پیدا کوي، بلکې د انرژي مشروباتو تر څښلو یو ساعت دننه دننه جسم کې د هغې اغیز راښکاره کیږي.

په برتانیا کې شوې یوې څېړنې ښودلې چې د انرژي مشروباتو تر څښلو څو ساعته وروسته د انسان په جسم کې ځينې تغیرات راځي:

۱۰ دقيقو کې: د انرژي مشروباتو تر څښلو ۱۰ دقېقې وروسته په دغو مشروباتو کې کې موجود کافین په وینه کې ګډيږي او تر زړه رسیږي، چې ورسره د وینې فشار لوړیدل پيل شي. د برتانيې ډایټيټک ایسوسیشن وايي چې کافین اثرات په وینه کې ډير ژر سرایت کوي.

له ۱۵-۴۵ دقيقو منځ کې: له ۱۵ تر ۴۵ دقېقو منځ کې کافین ټول په وینه کې ګډیږي، چې ورسره څښونکی ځان ډير بیدار او څک محسوسوي.

۵ ساعتونو کې: انرژي مشروبات تر څښلو ۵ یا ۶ ساعته وروسته د کافین اندازه کمیږي، اثر یې ۵۰ سلنو ته راښکته کیږي. د برتانيې د څېړنې مرکز وايي چې په ۱۰ ساعتونو کې د کافین اثر له منځه ځي، یعنی که غرمې یې څوک وڅښي نو شپې ته یې اغېز ختمیږي.

له ۱۲ تر ۲۴ ساعتونو کې: انرژي مشروبات یو عادي څښونکی ماده ده چې د پرېښودلو سره له ۱۲ تر ۲۴ ساعتونو پورې یې اغیز پیلیږي، څښونکی یې په سر درد، ناراستۍ او د قبض په ناروغۍ اخته کېدلای شي. د برتانیې دغه ادارې وايي چې په انرژي مشروباتو کې بوره او کلوریز ډيری زیات موجود وي چې ډير ژر د انسان وزن زیاتوي.

له دې پرته انرژي مشروبات د وینې فشار زیاتوی، د زړه مریضۍ پيدا کوي او ان انسان په سرطان اخته کوي.
انرژي مشروباتو څښلو څخه باید تر وسې وسې ځان وساتل شي او پر ځای یې باید په تازه میوو ترکیز وشي، ځکه د تازه میوو بد اغیز د نشت برابر دي او دغه مشروبات چې د کیمیاوي موادو په زور انرژي پیدا کوي، له ګټې یې تاوانونه څو چنده زیات دي.

داكتره مريم زينب

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب