انزايمونه

انزايمونه عضوي توکي (کتلستونه) دي چې د ژوندۍ حجرې په دننه کې د کيمياوي تعاملونو چټکتيا تنظيموي. په ژوندۍ حجره کې زرځونه ډوله بېلابېلانزايمونهموجوددي. بې د انزايم له شتون څخه حجره اصًلا ژوندۍ نشي پاتې کېدای. تقريباً ټول کيمياوي تعاملونه د ژونديو موجوداتو په حجرو کې د کتلستونو تر تاثير لاندې سرته رسېږي.

همدارنګه معلومه شوې ده چې کتلستي عمل د عضوي موادو د ماليکولونو په واسطه سرته رسول کېږي. دغه بيولوژيکي کتلستونه د انزايمونو په نامه يادیږي. ژوندي اورځانېزمونه زيات شمېر او مختلف ډولونه انزايمونه لري.

د انزايمونو د ماليکولونو زياته برخه پروټينونه وي او بله برخه يې غير پروټيني ده چې د پروټين برخې سره يوځای کتلستي عمل سرته رسوي. د انزايمونو غير پروټيني برخه ويټامينونو په ځانګړي ډول ويټامين B جوړه کړې ده. ويټامينونه او پروټينونه يوځای په ځډه ټاکلي تعاملونه سرته رسوي. انزايمونه له ويټامينونو پرته عمل نشي کولی، دواړه يو د بل لازم او ملزومدي.

په عين وخت کې څرګندیږي چې ولې ويټامينونه زموږ په خوړو کې ارزښت لري. پخوا وويل شو چې هر انزايم يو ټاکلی کيمياوي تعامل تنظيموي، له دې امله د انزايم شکل او ماليکولي جوړښت ددې تعينوونکی دی چې په کوم تعامل عمل سرته ورسوي ځکه چې هر انزايم کولی شي چې معين ماليکولونه جذب او واخلي. يو انزايم په کيمياوي تعاملونو کې په موقتي ډول برخه اخلي، له همدې کبله د عضوي کتلستونو په نامه يادیږي. واضح ده چې په لومړي قدم کې انزايم له تعامل کوونکو ماليکولونو سره يوځای کېږي ماليکولونه سره نږدې کوي. د ماليکولونو تعامل چټک او په کمه انرژۍ سرته رسېږي. د تعامل له بشپېړدو څخه وروسته انزايم ورڅخه جلاکېږي او عين عمل تکراروي.

مخکې وويل شو، انزايمونه عضوي کتلستونه دي چې د حجرې په داخل کې د تعاملونو د تنظيم او چټکتيا لامل کېږي، خو خپله په تعامل کې برخه نه اخلي. په حجره کې د هرې مادې د تعامل لپاره جلا انزايم ضروري دی. هغه انزايمونه، چې د حجرې په داخل کې جوړیږي، په همدې حجره کې کار کوي يا دا چې د ضرورت په وخت د حجرې بهر ته څڅول کېږي.

د انزايمونو په نشتوالي کې د تحمضي عملياتو (اکسيديشن عمليه) په دوران کې زياته انرژي او لوړې تودوخې ته اړتيا وي، چې دا کار د ژوندي موجود د ژوند د دوام لپاره نا سمه ده څرنګه چې انزايمونه د کيمياوي تعاملونو د چټکتيا لپاره مناسبې تودوخې او لږې انرژۍ ته اړتيا لري. د کيمياوي نوو ماليکولونو د توليد لپاره انزايمونه کارول کېږي.

د پورتني تعريف له مخې د يو تعامل د سرته رسولو لپاره د اړتيا وړ اندازه انرژي د فعالولو د انرژۍ په نامه يادیږي. دا اندازه انرژي د ماليکولونو د ټکر د زياتېدو سبب ځرځي چې په پايله کې د تعامل چټکتيا رامنځته کوي.

وسیع ویب

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب