انسانې جوهر

انسان رښتیا هم ناشکره دی، کله چې یو نعمت ورسره وي، د نعمت په سترګه ورته نه ګوري، خو کله چې ترې واخیستل شي هله یې په ارزښت پوه شي، موږ د الله تعالی په بې شمیره نعمتونو کې پټ یو ډیر زیات څه لرو چې نور یې نه لري، په دې شکر نه باسو، خو هغه چې نه یې لرو هغه راته نعمت ښکاري او غوښتنه یې کوو.

امرالله عمران

انسان د کامیابۍ یو راز هم دا دی چې انسان خپل جوهر وپیژني، چې کوم څه دي چې زه یې لرم او نور یې نه لري؟

هر انسان د بل انسان په پرتله څه خوبیانې، او یو جوهر پکې موجود وي چې بل کې نه وي، دا دالله تعالی د قدرت د نښو څخه یوه نښه ده، اوس مهمه خبره دا ده چې دا جوهر پیژندل او پالل پکار دي.

ځیني خلک د ویناوالۍ ښه وړتیا او استعاد لري، که چیرې دې فطري وړتیا ته وده ورکړي یو ښه ویناوال ترې جوړیدلی شي، ځیني بیا دلیکلو ښه وړتیا لري، ښکلې لیکنه، او شعر لیکلی شي، ځیني خلک قوي حافظه اوذهین وي، چې اوږدې مکالمې په ډیرې اساني سره یادولی شي، په سختو او پیچلو مسایلو په ډیر اسانۍ سره پوهیدلی شي، ځیني بیا د رهبرۍ تومنه لري، د خلکو په رهبري کولو کې ښه مهارت لري، دا او دې ته ورته نور ډیر هغه مهارتونه دي، چې په کسبي ډول هم ترلاسه کیدلی شي، خو هغه چې په فطري ډول موجود وي، د هغي روزل او پالل بیا ډیر ریاضت او خواري ته اړتیا نه لري، ترټولو مهم یې دا ده چې هغه په ځان کې پیژندل پکار دي او له هغې ورسته هغې برخي ته توجه او یواځې وخت ورکول مهم دي، او همداشان خپل هدفونه د خپلو وړتیاو سره سم ټاکل پکار دي، چې بیا خپلي موخې ته په ډیره اسانۍ سره رسیدګي کیدلی شي .

ما ډیر داسې خلک لیدلي چې کومې برخې سره یې مینه او علاقه او وړتیا یې لرله او په هماغه برخه کې یې زدکړې کړي هغوی ځانونه ډیر لوړو ځای ته رسولی.

نو د انسان تر ټول مهم راز همدا دی کوم جوهر چې ده ته الله تعالی ورکړی د هغې پالنه او ساتنه وکړه، هغه الله تعالی خپل منزل ته رسوي.

نو راځئ هغه جوهر په ځان کې وپلټو چې هغه څه دي چې زه یې لرم؟ او بل یې نه لري، یا یې بل هم لري نو راځئ هماغه ته وده ورکړو او ځان پکې تر لوړه ځایه ورسوو.

امرالله عمران

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب