انور سادات- نوبل ګټونکي مسلمان پوهان

انور سادات

انور سادات د مصر درېیم ولسمشر دی، چې د ۱۹۷۰م کال د اکتوبر له ۱۵مې نیټې بیا د خپل مرګ تر ورځې د ۱۹۸۱ د اکتوبر ۶نیټې پورې د دغه هیواد ولسمشر پاته شوی. نوموړي د خپلې واکمنۍ پر مهال په مصر کې د سیاسي ګوندونو ایجادو او تاسیس ته په اجازه ورکولو سره د جمال عبدالناصر د واکمنۍ د پېر سیاسي او اقتصادي محدودیتونه له منځه یوړل.

انور سادات په ۱۹۷۰م کال کې د مصر یوه لویه برخه خاوره د اسرائیلي اشغالګرو څخه ازاده کړه. له اسرائیلو نه همدې د ازادۍ احساس هغه ته د خلکو په زړونو کې ځای ورکړ. خو وروسته ډېر ژر  د اسرائیل او مصر تر منځ د سولې کولو ته متوجه شو او په دې لړ کې يې زیاتې هڅې او کوښښونه وکول. که څه د اسرائیلو سره د سولې او تفاهم د رامنځته کولو له کبله انور سادات د عرب لیګ له غړیتوب څخه وایستل شو ؛خو ده ته د مصر او اسرائیلو تر منځ د سوله يېزو اړیکو او امن پر سر د نوبل د سولې جایزه ورکړل شوه.

انور سادات د ابو الکم المانفع  په یوه غریبه کورنۍ کې له مصري پلار او سوډانۍ مور څخه وزیږېد. نوموړی ماشومتوب له خپلې انا سره تېر کړ، هغې به ورته ماشومتوب کې لا د انګریزانو کیسې کولې.

د ښاغلي انور سادات په اړه ویل کېدل، چې په ژوند کې له څلورو کسانو ډېر زیات متاثره و، لومړی تن ذاهران و، چې د بریتانوي ښکېلاک پر وړاندې يې مبارزه کوله او په پای کې د انګریزانو له لورې  اعدام کړای شو، دوهم کس کمال اتاترک ،دریم ماتما ګاندي او څلورم د خوښي وړ شخصیت يې هټلر و .

انور سادات د جمال عبدالناصر د واکمنۍ پر مهال په ۱۹۵۴م کال کې صدراعظم او له ۱۹۶۰م نه تر ۱۹۶۸م کال پورې د مرستیال ولسمشر څوکۍ سنبالولې.یو کال وروسته بیا هم د مرستیال ولسمشر په توګه غوره شو.

your ads

د انور سادات د واکمنۍ په وخت کې د مصر د پخواني ملګري امریکا په سپارښتنه د اسرائیلو او مصر ترمنځ د کیمپ ډيویډ تړون لاسلیک شو. په ۱۹۷۰م کال کې واک ته د انور سادات په رسولو کې د جمال عبدالناصر پلویانو له نوموړي سره ډېره مرسته وکړه. واک ته له رسیدو وروسته انور سادات د یوه ځيرک او هوښیار سیاستوال په توګه تبارز وکړ، د هیواد په مذهبي او غیر مذهبي کړیو کې یې ځان مطرح کړ .

انور سادات لومړنی عرب ولسمشر  و، چې په ۱۹۷۷م کال کې د نومبر په ۲۰مه نېټه  یې اسرائیل ته رسمي سفر وکړ. د اسرائیلو لومړي وزیر مینجیم بیګن د نوموړي تود هرکلی وکړ او ډاډ يې ورکړ، چې د مصر او اسرائیل د سولې په تړاو به د ملګرو ملتونو په مرسته یوه حل لاره را وباسي. دوی دواړو د ۱۹۷۹م د مارچ په ۲۶نېټه د امریکا پلازمینې واشنګټن ډي سي ته ګډ سفر وکړ او هلته یې پر یوه تړون لاسلیک هم وکړ. ورو ورو د غبرګو هیوادونو د چارواکو ترمنځ د رسمي ناستو او ملاقاتونو لړۍ وغځېده. د یادونې وړ ده، چې په دې لړ کې د امریکا ولسمشر جیمي کارټر هم زیات رول لوبولی دی.

د مصر او اسرائیل ترمنځ د سولې او امن د راوستلو لپاره د کوښښونو او مبارزې  له کبله انور سادات او بینجیم بیګن د ۱۹۸۱م کال د نوبل د سولې جایزې ته ونومول شول او جایزه ورکړل شوه.

د مصر او اسرائیلو ترمنځ د سادات د هڅو په پایله کې د شویو تړونونو وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ سمندري لارې خلاصي شوې، تګ راتګ پيل شو او یو لړ نورې اسانتیاوې هم رامنځته شوې. خو له دې هم سترګې نشي پټېډای، چې د انور سادات دې هڅو د اسلامي نړۍ د اسلامپالو او ملتپالو کړیو په منځ کې سخت حساسیتونه او غوسې هم را وپارولې.

ژباړه او لنډیز: فرید احمد وحید

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب