انټرنټ کله او څنګه منځته راغی؟ د انټرنټ تاریخ

د انټرنټ د منځ ته راتللو لومړنۍ نښې نښانې په 1957م کال کې لټولی شو. دا هغه وخت و چې پخوانی شوروي اتحاد خپله فضايي بيړۍ د سپوتنيک (Sputnik) په نامه کيهان ته وليږدوله . په همدې وختونو کې د امريکا متحده ايالات  هم په دې فکر کې شوه  چې څنګه به و کولئ شي خپلې فضا يې پروژې تر ژورې او دقيقې څارنې لاندې راولي.
په ١٩٦٢ء کال کې د امريکا هوايي ځواک، يو تن د Rand Paul Baran په نامه دې ته وګوماره ، که  چيرته د امريکا په ځنيو ښارونو اتومي بريد وشي نو دوي به څنګه د خپلو اتومي توغندويو پروګرام په خپل لاس کې ولرلی  شي، تر څو له هره  ځايه يې په واک او استعمال  کې  راوستی شي.

Rand  Paul Baran له اوږد کار او هلو ځلو وروسته ، هوايي ځواک ته  د يو داسې نېټ ورک جوړولو مشوره ورکړه چې په هغه کې ډېر کمپيوټرونه يو دبل سره تړلي وي او مهم معلومات له يو کمپيوټر څخه بل ته په اسانۍ  انتقال شي . له همدې امله يې په لومړي سرکې  د ARPA   (Advanced Research Project Agency ) ايجنسی  په جوړولو پيل وکړ.
په ١٩٦٩ء کال کې ARPA  داسې  يو نېټ ورک سيسټم جوړ کړ چې  يوازې څلور کم پيوټرونه په کې له يو بل سره تړلي وو او دهمدې  ايجنسۍ سره د تړاو له امله يې د ARPANET په نامه ونوموله .
په ١٩٧٢ء کال کې د BBN په نوم  يوې ادارې چې د ARPANET ټېکه ورسره وه، يو تن کارکوونکي
Ray Tomlinsoلومړنی   E_mail  پروګرام جوړکړ ،   د وخت په تيريدود  ARPA  نوم  په   DRAPA     Defense Advanced Research Projects Agency)  ) بدل کړاى شو
په ١٩٧٣ء کال کې د. DARPA يوې کارکوونکې ډلې چې مشر يې Vinton Cerf ود TCP/IP پروتوکول  له لارې په دې بريالۍ شو چې د کمپيوټرونو بېلابېل نېټ ورک سيسټمونه په خپلو کې سره وتړي .
په ١٩٧٤کال کې د همدغې ډلې لخوا دې نېټ ورک سيسټم ته د Internet  تورى استعمال کړو.
د انټرنېټ کليمه له دوو کلمو  inter   او   net    جوړه شوې ده  :
Inter (International) او (ng net (Networki ده  ، چې په پښتو کې ورته نړيواله جال  هم ويلی شو .
په ساده توګه انټرنيټ داسې تعريفولی شو : انټرنيټ د کمپيوټر د نيټ ورړ کونو ( Networks) يو نيټ وړک دی،  کوم چې د معلوماتو (Data) د استونې (Transfer) له پاره سره  ورته ژبه ( يا پروتو کول ) کاروي.  هغه نيټ وړ کو نه چې انټرنيټ جوړوي په ولايتونو، هيوادونو او نړۍ کې  خواره واره دي او هر کمپيوټر چې د دې نيټ وړکونو څخه يوه سره هم تړلی وي، د انترنيټ برخه ده.

[irp][irp][irp] نن ورځ په ټوله نړۍ کې په ميلونونو کمپيوټرونه يو د بل سره تړل شوي دي چې د دغو ميلونونو کمپيوټر ونو ترشا،  په ميلونونو انساان ناست دي چې نړۍ د يو کنچ څخه بل کنج ته د معلوماتو او خبرتياوو په ليږ دو لو اواخيستلو مشغول دي  .
د کمپيوټرونو د نېټ ورک سيسټم ، په لږه موده کې  دومره کاميابي  تر لاسه کړه چې دامريکا د متحده ايالاتو د نظامي ضرورتونوڅخه راووت او د ګردې نړۍ د خلکو په واک کې ورکړل شو .
. په (١٩٧٦ م کال ) کې لومړنی بريښنا ليک (E-mail) د انګلستان د ملکې له خواد امريکا متحده ايالاتو  ته مخابره شو.
په (١٩٨٢م کال ) کې د ارپانټ د کمپيوټر نو شمير ٢٣٥ د ستګاو ته رسيده په (١٩٨٤ م کال ) کې يې شمير ١٠٠٠ د ستګاوته اوپه (١٩٨٩ م کال کې) دا شمير شل زره ته لوړ شو.
د انټرنيټ هرپاڼه   د Web په نامه يادېږي . هر څوک، هر دفتر،هر  هېواد،هره  Ngo اوهر  سوداګريز  مرکز که وغواړي، چې خپله  پاڼه ولري نو لومړی بايد خپلې م وسسې   ته نوم ورکړي  او بيا ځان راجستر کړي .
په نړيواله سطحه نږدې يو بېلېون د انټرنيټ پتې او پاڼې  شته، چې په ١٩٩٦ کال  کې دغه شميره  نږدې ٦٢٧٠٠٠ته رسيده  او په ٢٠٠٠ کال نږدې ١٨ ميليونه ويب سايټونه راجسټر شول
په  ( ١٩٩٢م کال ) کې  د انټرنيټ سره د تړل شوو کمپيوټړونو شمير يو ميليون ته ورسيد ه .
همدارنګه  ١٩٩٣ م  کال  کې د لومړي ځل له پاره راډيويي سرويس په انټرنيټ کې پيل شو.  په دې وخت کې د انټر نيټ د تړل شويو کمپيوټرونو شمير دوه ميليونو ته رسيده .
په (١٩٩٤) کال کې د انټرنېټ د کارولو مينه وال نږدې درې ميليونه وګړي وو، چې زياتره په کې امریکان وو، خو په (٢٠٠٠) کال کې په ټوله نړۍ کې د دې پروګرام کاروونکي نږدې درې سوه ميليونو وګړيو ته ورسېدل .
په ١٩٩٤ م کال کې د انټرنيټ د زيږيدو ٢٥کاليزه ولمنانځل شوه اورسره جوخت دا اعلان وشو چې انټرنيټ اوس لس ترليونه بايټه اطلاعات لري او د نړۍ هر څوک کولی شي خپل کمپيوټرونه په انټرنيټ پورې وتړي .
په ١٩٩٥    م کال کې واتيکان هم د انټرنيټ سره خپلې اړيکې ټينګې کړې،  په دې وخت کې په ټوله نړۍ کې د کامپيوټرونو شمير ه پنځه ميليونو دستګاوو ته رسيده.
په ١٩٩٦ م کال د جنوري په ١٧ نيټه د ماليزيا صدر اعظم، دفلسطين مشر يا سرعرفات او د فلپين صدر اعظم، دريواړو  د لومړي ځل له پاره  د انټرنيټ په نيټ ميټنګ (Net meeting)  پروګرام کې لس دقيقي يو له  بل سره  مخامخ ژوندۍ مرکه او خبرې اتري وکړی.
انټرنيټ د هرې ورځې په تيريدو سره چټکه وده کوي .د ځينو رسمې ارقامو له مخې په انټر نيټ کې د موجودو ويب  پاڼو  شمير په هر ٥٢ ورځو کې دوه چنده زياتيږي او په انټر نيټ باندې د کار کوونکو شمیر په هر کال کې دوه چنده د تيرو کالونو په پر تله زياتوالی مومي .
که  څه هم انټرنېټ  لومړي ځل په امريکا کې د ځانګړي نظامي ضرورت له مخې ايجاد شو خو وروسته يې د يو نړيوال جال بڼه خپله کړه  او ګرده نړۍ يې د ځان سره په دې جال کې راونغښتله . په دې توګه انټرنېټ نه يواځې  د انسانانو تر منځ د معلوماتو تبادله او اړيکي اسانه کړل بلکې د نړۍ خواره واره تنابونه يې هم رالنډ کړل او دنيا يې په يوه نړيوال کلي(GlobalVillage)واړوله .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب