انګور؛ هغه میوه چې له ګڼو ناروغیو مو ژغوري

انګور له اې او سي ويټامينونو، معدني موادو لکه کلیسم، اوسپنې او پوتاشیم مالامال مېوه ده چې ډېرې ګټې لري. هغه مواد چې د انګورو په ترکيب کې شامل دي، د انسان د روغتیا لپاره اړین بلل کېږي. انګور د ساه لنډۍ ناروغي له منځه وړي او د هډوکو په پیاوړي کولو کې هم خاص ارزښت او اهمیت لري. انګور کولی شي د انسان هډوکي پیاوړي او غښتلي کړي. په دغه مېوه کې په زیاته اندازه انټي اکسیډان هم شتون لري کوم، چې انسان د لویو کولمو، سرطان، زړه او عصبي ناروغيو څخه ژغوري.

همدا راز په انګورو کې شته اوسپنه، مس او مګنیزیم انسان د وینې له کمښت څخه ژغوري. انګور د ځینې ځانګړو خواصو په درلودلو سره د سرطان په څېر د خطرناکو ناروغيو مخه هم نیسي، د بدن مقاومت لوړوي او د سرطان تولیدوونکې حجرې له منځه وړی. یوې څېړنې ثابته کړې چې هره ورځ د انګورو خوړل په ښځو کې د سینې د سرطان مخه نیسي او دغه راز د سرطان د ځينو نورو ډولونو په مخنيوي کې هم ګټور تمامېږي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب