اهداف دې ډېر ټاکلي او ټولو کې ناکام شولې؟ حل در ښیم!

هر انسان خوښوي چې لوی لوی کارونه ترسره کړي، خو ۹۹.۹۹ سلنه خلک تصور هم نه کوي چې لوی کارونه وکولی شي، ځکه له ځانه مخکې هرڅوک ویني چې لویو اهدافو ترلاسه کولو کې ناکامه شوي دي، خو لویدیځه نړۍ کې ګورو چې یو شمیر خلک ډیر لوی لوی کارونه ترسره کوي، دا چې څرنګه یې ترسره کوي، مونږ په لاندینیو کرښو کې ددې ستونزې حل رانغاړلی دی.

ګرانو لوستونکو ته مو یو وار بیا د «ایمي کډي» لیکنه راژباړلې ده، نوموړې دا بیانوي چې څرنګه وړو وړو اهدافو ته د لوی هدف په تقسیمولو سره خلک بریالي کیدلی شي…

کډي وایي: د خلکو لویه غلطي دا ده چې ځانونو ته لوی لوی اهداف ټاکي، له دې کبله یې تل یواځې پایلې ته سترګې نیولې وي، کړنلارې ته نه متوجه کیږي.

د امریکا نوموتي هارورډ پوهنتون څیړونکې ایمي کډي په دې اړه زیاتې څیړنې کړې دي، نوموړې وایي چې خلک زیاتره وخت ځان ته د حقیقت خلاف اهداف ټاکي یا بیخي ناکام پلان جوړوي.

نوموړې زیاتوي: « دغه اهداف بیخي لوی او لرې دي، مثلا ۴۰ کیلوګرامه وزن کمول یا خیالي دنده ترلاسه کول، دوی میلونونو ګامونو ته اړتیا لري ترڅو ورته ورسیږي، او هر ګام له دغو ګامونو کې ددې شونتیا وي چې ناکام شي، حال دا چې ترټولو ځیرکه کړنلاره له مخکنیو کړنو ګټه پورته کول دي.»

لوی هدف په کوچنیو کړۍ په کړۍ اهدافو ویشل

ایمي  زیاتوي چې: سړی ټول ټاکلی چاغښت په یوه شپه او ورځ کې نه شي له منځه وړلی، غوره لاره دا ده چې د هرې ورځې په بهتره پایلې ترکیز وکړي. لدې کبله لوی هدف ډیرو کوچنیو پرله پسې ورځنیو اهدافو باندې ویشل د پایلې ترلاسه کول اسانوي.

ایمي وایي:« ډیرو پلټنو په ډاګه کړې چې مونږ هغه مهال ښه فعالیت کولی شو کله چې ګام په ګام بدلون باندې، یاني د بهترۍ په کوچنیو ګامونو ترکیز وکړو ».

دا کار تر ډیره کچه له بستر څخه وزرشي ټوپ وهلو ته پاڅیدو سره ورته والی لري. د څو میاشتو پایله کې تر ۲۶.۶میله پورې منډه وهلو هدف لاسته راوړل به ته پیل کې یو څه موده له پامه غورځوې، ترڅو هره ورځ په یوه میل ترکیز و کړې، په دې ډول سره تاته لومړی دا وړوکی هدف ترلاسه کول اسانه شي، او بیا د پوره هدف ترلاسه کولو مهال به د مکمل هدف ترلاسه کولو کې کامیابي احساس کړې.

ددې مقابل کې، دغسې ویش تاته اضافي/بالایي هڅاند کیږي، ځکه ته د لومړني پړاو له سرته رسولو وروسته دویم پړاو ته اووښتلو ته اړ اوسې، بیا دریم، بیا… په پایله کې به خپل ځان سره په ځغل کې لګیا اوسې.

ایمي زیاتوي:« په اخر کې به ته هلته ورسیږي. ته به دا درک نه کړې، ان تر هغه ورځې چې ته ووایې:« له یو کال مخکې نه اوس خبره بیخي اسانه ده…»

دا لیکنه له «بزنس ان سایډرBusiness Insider » امریکایی مجلې ژباړل شوې…

ژباړه او غوړچاڼ: روښان «سباوون»

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب