اوبه يوازي په تنده کې وڅښئ

له ډېره وخته هره ورځ د اته ګلاسونو يا يوليټر اوبو څښلو مشوره ورکول کېږي مګر ډاکټر کرس وين ټيلکين پوښتنه کوي چې ددې کوم ساينسي دليل هم شته؟

په استراليا کې ددې کال په لومړيوکې په لوبو تحقيق کونکو ساينس پوهانو ددې له پاره يوه غيرمعمولي تجربه وکړه چې د اوبو کمی د لوبغاړو په لوبو څرنګه اثرکوي.

ددې تجربې له پاره يې په بايسکل چلونکوباندي ترهغو ورزش وکړترڅو يې چې د خولې وتلو له امله د بدن درېيمه سلنه وزن کم نه شو، له دې وروسته يې ددوئ بايسکل ځغلونه يوځل بيا په دوو طريقو امتحان کړه، اول داچې په بدن کې يې دوه فيصده اوبه پاتي شوې او بله دا چې د اوبو مقدار يې بلکل متوازن وو.

دا دخپل ډول لومړۍ تجربه وه، ځکه چې لوبغاړو ته اوبه د سيروم له لاري ورکړل شوې او دوئ ته دا هم معلومه نه وه چې څومره اوبه ورکول کېږي، دا خورا مهمه هم ځکه وه چې په موږ او په ځانګړي ډول لوبغاړو باندي د اوبو څښلو رواني اغېز وي.

حيرانونکې ده چې دهغو لوبغاړو چې په بدن کې يې د اوبو مقدار متوازن وو او د هغو چې اوبه پکې کمي وې، د ټولو کارکردګي يو ډول وه.

your ads

دغه تجربه د (په تنده کې وڅښئ) په نوم تحقيق يوه حصه ده چې په توسط يې لوبغاړي پوهول کېږي ترڅو خپل بدن کې د اوبو مقدار په غيرضروري توګه زيات نه کړي، ځکه چې په بدن کې يې د مائع مقدار زياتوي چې له امله يې د (Sodium) سوډيم يا مالګي مقدار کمېږي او دا کمښت بيا د ( Hyponatremia ) هائي پون ايټريميا کېدو خطر زياتوي.
ددې بيماري علامې دادي چې انسان دکمزوري، بې حالي او سردرد احساس کوي، قی / استفراغ کوي، خسته وي، د ځای او وخت بې نظمي ته يې توجه زياته وي، د شعور او بې هوشي سطح يې کمه وي او د بدن د حرارت درجه يې هم لږ وي، وهم او پريشاني يې زيات وي او ……………..

کېدای شي دا نتائج دومره حيرانونکي نه وو ځکه چې انساني ارتقاپه سخته ګرمي کې دسخت ورزش په برکت شوې، مګر نن سبا موږ ته ويل کېږي چې هره ورځ اته ګلاسونه اوبه څښل د صاف پوست، د ستړيا کمي او د ذهانت د اضافې سبب ګرځي، نو دا خبره له کومه راغله ؟.

حقيقت دادی چې هغه خلک چې ډېر کار نه کوي هغوئ هره ورځ له شپږو تر اتو ګلاسونو اوبو څښلو ته اړتيا نه لري، دوئ يوازي د ورځني خوراک، چايو او شيربت په څښلو د اوبو ضرورت پوره کوي، د ډاکټرانو له قراره له شپېتو تر اويا کيلو وزن لرونکی انسان بايد په ورځ کې ياده اندازه اوبه ونه څښي، په زياته بيا هغه چې دروند کار نه کوي.

ددې خبري هيڅ سائنسي حقيقت نشته چې موږ هره ورځ اته ګلاسونه اوبو څښلو ته اړتيالرو، ډاکټر کرس وين وايي چې د انسان جسم د اوبو کمی برداشت کولی شي خو زيادت يې خطرناک ثابتېږي.

پورتني تحقيق دا هم ثابته کړه چې د انسان بدن په خپله ددې خبري تعين په خورا ښه طريقه سره کولی شي چې څومره اوبو ته ضرورت لري، ځکه چې د اوبو او آکسيجن مثال يو غوندي دی، تاسي يوازي په هغه اندازه آکسيجن اخلئ چې ضرورت ورته لرئ، بالکل همدغسي که له ضرورته زياتي اوبه وڅښئ هيڅ فايده به درته ونه کړي او له بدن نه به مو ووځي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب