اوبه څښل د خطرناکو نارغيو اسانه درملنه ده

د پاکو اوبو څښل انساني بدن لپاره تر ډېرو درملو ګټور بلل شوي دي.

د چين او جاپان خلک تل د خوړو پر مهال ګرمې اوبه څښي او دې سره د هاضمې نظام روغ جوړ وي او د دې پر خلاف د افغانستان او يو شمېر نورو هېوادونو اوسيدونکي د خوراک پر مهال يخې اوبه څښي او د طبي کارپوهانو په وينا دې سره د معدې او سرطان ناروغۍ پيدا کېدای شي.

که په خالي خيټه اوبه وڅښو، نو ډېرې ګټورې دي او که سهار وختي يې په نهاره وڅښو، نو له ډېرو ګواښنده او خطرناکو ناروغيو به مو وژغوري.

ډاکټران وايي، که د دوی په ښوول شوې طريقه اوبه وڅښل شي، نو د وينې لوړ فشار او د شکرې ناروغي په يوه مياشت کې له منځه ځي او او د معدې ناروغي او قبضيت په لسو ورځو کې ورکيږي.

په نهاره د اوبو څښلو طبي طريقه

your ads

کله چې له خوبه راپورته شئ، نو ويښېدو سره سمدستي بايد څلور ګيلاسه اوبه وڅښئ، چې مقدار يې یو ليټر کيږي.

په لومړيو وختونو کې د دومره ډېرو اوبو څښل ستونزمن وي، خو ورو ورو ورسره عادت کيږئ او څومره چې څښلی شی ځان ترې مه درېغوی.

له دې وروسته خپل غاښونه ومينځئ او تقریبا يو ساعت وروسته سباناری «د سهار چای» وکړئ. د سهار له چاي وروسته تر دوو ساعتونو له هر ډول خوراک او څښاک څخه په بشپړه توګه ځان وساتئ، نو په ډېره لنډه موده کې مو په بدن کې مثبتې نښې او بدلونونه وګورئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب