اودس په نوي ساینس کې

د وینې پرشریانو باندې د اوداسه اغېزې:
د انسان رګونه دوې دندې وسرته رسوي، لومړی دا چې وینه د بدن وهرې حجرې ته رسوي او بل دا چې مستعمله وینه راټولوي او زړه ته ئې رسوي، که چیری د شریانوپه دې دندو کي څه مشکل راشي نو د زړه سکون او معتدل حالت له منځه ځي او انسان له ډېرو کړاوونو سره لاس او ګریوان کېږي.
د انسان په بدن کي هغه رګونه چې وینه تقسیموي او یا یی د تصفیې لپاره راټولوي دا رګونه کله ډېر واړه وي، اوس د دې رګونوساتل د انسان یوه لازمه دنده ده، که دا رګونه سخت یا پنډ شي نو د انسان پرزړه باندې بوج او فشار راځي چې په طب کي ورته ارتریو سکلروسیز(Arteriosclerosis)  ، یعنې د شریانو سختوالی.
ارتریوسکلروسیز وڅه شي ته وايي؟
دا د ناروغیو یوه ډله ده چې د شریانونود جدارونو په پنډوالي او د هغو د الاستیک خاصیت په له منځه تللوسره نومول کېږي او درې ډولونه لري:
۱ـ ارتروسکلروز.
۲ـ ارتریوسکلروزمونکبرګ.
۳ـ ارتریولوسکلروز.
دا نري او باریک شریانونه زموږ په بدن کې زیات ارزښت لري، دا ځکه چې زموږ ژوند په دوی پورې تړلی دی؛ که چېرې غیرمناسبه غذا وخوړل شي او یا اعصابي رد عمل ومنځته راشي، نو ودې باریکو رګونو ته نقصان رسېږی، دا رګونه په یوځل یودم نه خرابېږی، بلکې د وخت په تېریدو سره خپل اصلیت له لاسه ورکوي، چې د دې رګونو د سختوالي او پنډوالي له کبله ترټولو لومړۍ اغېزې يې پر پښو او لاسونو باندی جوتېږي، نوله همدې کبله موږ هره ورځ ویوه تمرین ته اړتیالرو او دا تمرین اوبه دي، اوبه د وینې هغه رګونه چې د زړه څخه په فاصله کي دي نرموي، کشوي او خلاصوي يې چې په طبي اصطلاح کي ورته (Dilation) وایي، علاوه د دې ګټوڅخه اوبه ودې رګونوته طاقت ورکوي او فعالیت يې معتدله کوي، په همدې ترتیب هغه وینه چې په دې نریو رګونو کي خټه شوې وي او یايې د رګونو د پنډوالي له کبله سم جریان نه شي کولای په اوداسه سره دا ټول له منځه ځي، نو الله جل جلاله په اوداسه کې د مخ ، پښو او لاسونو ذکر کړی دی، چې دا د اسلام د مبارک دين یوه معجزه ده؛ که د سر، پښو او لاسونو مشکلات حل شي نو بیا وټوله بدن ته کوم نقصان نه رسېږی، دا ځکه چې د رګونو مشکل په سر کې د مرګ سبب ګرځي، په لاسونو او پښو کې د فلج سبب ګرځي، دا په ساینسي څېړنو کي یوه ګټه ده، او پنځه وخته لمونځ چې کېږي او بیا هر اندام ۱۵ ځلې پرېمنځل کېږی، دا به ثواب څومره لري او ساینسي ګټې به يې په کومه اندازه سره وي.

ستاسو ورور داکتر مجتبی عزیزیار

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب