اوسنی بایبل د خدای کتاب نه دی:

زه دلته صرف د عیسایي علماء په اعترافاتو باندي کفایت کوم، چي خپله عیسایي علماء هم دا اقرار کوي چي دغه بایبل کوم الهي کتاب نه دی .

د نړيوالو عيسايي علماء اعتراف

د اکهارن صاحب اعتراف:

اکهارن صاحب چي یو عیسایي فاضل او عالم دی او ډېر کتابونه یې په دې هکله لیکلي دي پخپل یوه کتاب کي په ۵۳ پاڼه کي لیکي:

د انجیل متي لومړي دوه بابونه دده لیکنه نه ده.

په ۶۳ پاڼه کي بیا لیکي:

د یهودا اسخریوطی کيسه چي په انجیل متي باب ۲۷ کي بیان شوې ده د۳- ۱۰ ایاته پوري بلکل درواغ ده. او همدارنګه په دغه باب کي ۵۲ او۵۳ ایاتونه الحاقي دي.

په ۷۰ پاڼه کي لیکي:

انجیل مرقوس باب ۱۶ ، ۱۲ ایاتونه ټول درواغ دي.

په ۸۹ مخ کي لیکي:

انجیل لوقا کي باب ۲۲ کي ۴۳ او۴۴ ایاتونه الحاقي دي.

دا هم ولولئ  منصور رهبری که تکرارش دشوار است

بیاوايي:

اصلي انجیل ورک دی،په اوسني انجیلونو کي هم درست بیانونه شته او هم درواغ،په دې انجیلونو کي تحریف هم شویدی،بت پرستو علماء هم کارپکښې کړیدی،عیسایانو خپل انجیلونه درې یا څلور ځلی بدل کړیدي،تر دې اندازې پوري چي مضامین یې هم بدل شویدي.

(بایبل سے قرآن تک ج۔ ۱، ص ۵۳۸- ۵۷۲، (اظہارالحق کااردوشرح )لیکوال: شیخ الاسلام حضرت مولانامحمدتقی عثمانی)

د ډاکتر ګراهام سګروګی (Dr. Graham Scoggie) اعتراف:

ګراهام سګروګی پخپل کتاب په ۱۷ مخ کي لیکي:

مقدس بایبل انسان جوړ کړی دی،او ځیني خلک زما دا خبره ردوي زه نه پوهیږم چي ولي؟په اصل کي دا کتاب د انسان له مغزو څخه راوتلی دی، انسان لیکلی دی او د انسان په ژبه سره لیکل شوی دی او هر څه یې انساني دي.

کنيت ګرېګ (Kenneth Cragg) چي یوعیسایي عالم دی وایي:

نوې عهدنامه چي د بایبل یوه برخه ده دا د خدای کلام نه دی،په دې کي د خلکو هغه کيسې او پیښي شتون لري چي په سترګو یې لیدلي وي او یا اورېدل شوي دي دا د کلیسا اوازه ده چي دا د خدای کتاب دی.

دا هم ولولئ  د شهید او شهادت ورځ…!!

پروفيسر ګيسراعتراف کوي:

(Prof. Geiser: A member of the Moody Bible Institute.)

تر دې سرلیک (ایا بایبل د خدای کتاب دی؟) لیکي:

Is the Bible the Word of God?

سپېڅلی بایبل د خدای کتاب نه دی،ددې با وجود هغه یو مقدس کتاب دی.

(Islam and Christainity /Husain Hilmi 2011 Istanbul Trukey)

د پروفيسر جان سکاټ اعتراف:

اوسنی بایبل په دې د خدای کتاب نه دی چي حضرت عیسی علیه السلام په آرامي ژبه سره خبرې کولې او اوسنۍ نسخې په یوناني ژبه سره دي، لکه د بایبل تر ټولو زړه نسخه سینایي نسخه؛ د بایبل تر ټولو پخوانۍ نسخه د حضرت عیسی علیه السلام څخه (۶۰۰) کاله وروسته لیکل شوېده،که بایبل په غور سره مطالعه شي نو داسي جوتیږي چي بایبل په تدریجي ډول سره تکامل موندلی دی، بله د یادونې وړ خبره داده چي موږ د حضرت عیسی علیه السلام لیکنه او یا وینا نه لرو هغه څه چي وده ته منسوب دي هغه ټول په یوناني ژبه سره دي او حال دا چي حضرت عیسی علیه السلام په آرامي ژبه سره خبرې کولې.

(The Major Changes in the Bible,pp52-60)

د ډاکتر جوزف پارکر(Dr. Joseph Parker) اعتراف:

ده پخپل کتاب کي (Bible, What a book?) لیکلی دي چي بایبل ټوله د نوم ورکو او مبهمو نومونو څخه ډک دی، په بایبل کي د نسب پاڼو(شجرو) څخه ماسوا بل شی نشته،نه د اخرت په هکله څه پکښې تر سترګو کيږي او نه هم د مذهب په هکله،که موږ د حضرت عیسی علیه السلام شجره و څېړو نو د تعجب خبره داده چي روح القدس د څلورو انجیلونو د لیکوالانو څخه ولي و دوو لیکوالانو ته دا شجره ور و ښودل؟ او حال دا چي په دې دواړو کي هم ژور اختلاف شته، متي د عیسی څخه تر داؤد پوری (۲۶) پښته راوړي دي او لوقا د عیسی څخه تر داؤد پوری (۴۱) پښته راوړي دي نو موږ په ساده تورو داسي ویلای شوچي دا د خدای کلام نه دی؛ او دا د متي او د لوقا خپلي لیکنې دي او روح القدوس هیڅ هم نه دي ورته ویلی.

دا هم ولولئ  د شهید او شهادت ورځ…!!

فاضل عالم ريو- پيکر(Rev. Packer) اعتراف:

فاضل عالم ریو- پیکر(Rev. Packer) تر دې سرلیک لاندي چي (ایا په بایبل کي غلطیانې شته؟ )دی وايي:

غلطیانې په بایبل کي شته،په ځانګړی ډول سره په پخوانیو نسخو کي،کلمې بدلی شوي دي، حتی مکملي لیکنې او جملې له منځه تللی دي، ځینی جملې بیا بیا تکرار شوي دي،چي د غلطیانو شتون نشو ردولای او په ځینو نسخو کي داسی شوي دي چي په غلطیا سره نوي عبارتونه ور سره یوځای شوي دي. دا منو چي دا نسخې د انسانانو په لاسونو سره نوشته شويدي او د هر بدلون امکان پکښې سته.

(Deseret News Publishing Co. 2003)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب