اووه معنوی سببونه د رزق د ډېر والي د پاره

بسم الله الرحمن الرحیم

اووه معنوی سببونه د رزق د ډېر والي د پاره
په رزق کی ډیر شیان شامل دي :ثروتمندي ،روغتیا ،پوهه ،وخت،سرچینې او ټول ژوند.ټول دا شیان چی الله جل جلاله موږته راکوي موږ مسلمانان په دې باور لرو چی الله جل جلاله (الرزاق) د دې ټولو شیانو ورکونکی دی .ډیروالی درزق د هر مسلمان ارزو ده که څه هم د هریوه نیت مختلف دی .
ځیني خلګ په دې دنیا کي ډیر څه غواړی خو نیت یی غلط وي دنیایی ګټي یې صرف مطلب وي دا مقاله د داسي خلګو دپاره نه ده.
دا ښپږ عملی عبادات د تقوی داره سره د رزق په پراخۍ کي مرسته کولای سې .دا شپږ عملونه صرف دهغه چاه دپاره ګټور دي چی نیت یې ریښتنی وي .

د رزق د ډیروالی اووه سببونه :

۱ تقوی
وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًاوَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ ۚ(صورةالطلاق ۶۵،۲،۳)
څوک چی دالله څخه په ورېرېدو کار وکړی ،الله ج به د هغه لپاره له ستونزو څخه د وتلو کومه لار پیدا کړی او هغه ته به دداسی لاری روزي ورکړی،چی هغه لوري ته یې ګومان هم نه رسیږي.
دا زما دخوښې صورة دی ، ډیر کله زما په ژوند کی می دا لیدلی او تجربه کړې می دی چی تقوی داره خلګو ته رزق ورکول کیږی چی دوی هیڅ ګمان هم نه کوي. دا د الله جل جلاله وعده ده او د الله جل جلاله وعده همیشه ریښتیا وي. تقوی په ځان کي راوستل او پردغه تقوی ټینګ عمل کول د سختیوپه وخت کی یو د اساسي او مهومو معجزوڅخه ده د رزق په ترلاسه کولوکي ،تقوی د بریالیتوب کیلی ده .

۲ توکل
(وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ ۚ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ ۚ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا)(صورةالطلاق ۶۵،۳) .څوک چی پرالله توکل وکړي،دهغه دپاره الله کافی دی .الله ج د خپل کارپوره کونکی دی.په یقینی توګه .الله ج د هرشي لپاره یوه اندازه ټاکلې ده .

په پورتني ایت کي دوهم ایت معمولا د مهاورو څخه پاته کیږي ،اول ایت پر تقوا(تقوی) ټنیګار کوي او دوهم آیت پر توکل ، توکل معنی سخت زحمت کښل په همدې حال کی په دي یقین درلودل چی الله به هغه څه درکړی کم چي ستا په ګټه دي.توکل د الله په مرستي کلک باور درلودل ان په ډیرو سختو حالاتوکی هم،توکل یوه قاطع کیلي ده درزق د پراخوالي دپاره.
 
۳ خیرات
مَنْ ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ أَضْعَافًا كَثِيرَةً(صورةالبقره ۲۴۵،۲)
ستاسی څخه څوک دی چی الله ج ته حسنه یا پور ورکړی، چی الله د هغه پورڅو برابره بیرته ورکړي؟
موږ باید یوازی درزق پراخۍ دپاره خیرات ورنکړوبلکی ددي دپاره یی ورکړو چي دمسکینانو سره کومک وکړو او د نورو سره کومک وکړو چي ددوی ژوند بهتره سي.

سره له دې بدله دخیرات په لسهاوو واره ده او تر دې هم زیات ده چي په نیت او کیفیت د خیرات اړه لري .سخاوت یوعام فکتور دی په ریښتینو مسلمانانو کی څوک چي دپراخ رزق خاوندان دي .څوک چی تقوی لری،توکل کوی او هم ډیر خیراتونه ورکوی ،نودوی د څو چنده رزق د پراخي ارزو لرلای سی ددوی تر تصور هم زیات.

۴ امتنان (خوښي)
وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِنْ شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ ۖ  (صورة ابراهیم ۱۴،۷ )
او په یاد ولرئ ،ستاسی رب خبردار کړی واست چی که شکر وباسئ؛نو پر تاسي به لا زیاته پېرزوینه وکړم .
څلورمه قاعده درزق د پراخوالي داده هغه څه چی الله جل جلاله درکړي دي باید پرداغه قانع اوخوښ و اوسو،که څه هم ته دا احساس کوی چی دا لږ دي .عمومی قانون دادی چی شکایت کمی راولی او قناعت ډیروالی راولي . هغه څه ته وګوره چي اوس الله جل جلاله تاته درکړي دي او د الله جل جلاله شکرګزاره جوړ سه . شکرګزاری خپل ورځنی عادت جوړ کړه.
 
۵ استغفار (بخښه غوښتل)
فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًايُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُمْ مِدْرَارًاوَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَلْ لَكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَلْ لَكُمْ أَنْهَارًا (صورة نوح ۷۱،۱۰،۱۲)
ما وویل :له خپل رب څخه بخښنه واغواړئ،بیشکه چی هغه خورا ډیر بخښونکی دی؛هغه به پرتاسی له اسمانه ښه اورښتونه وکړي ؛تاسی ته به مالونه او اولادونه درپه برخه کړي،ستاسی لپاره به باغونه پیدا کړی او ستاسی لپاره به ویالې وبهوي؛

پنځمه نقطه د نوح علیه صلاة والسلام د نصیحت څخه اخستل سویده. ده به خپل خلګو ته ویل که الله جل جلاله څخه بخښه وغواړی نو الله جل جلاله به ستاسو رزق پراخ کړی په صورة کی د باران،سروت،کوچنیانو،باغونواو رودو یادونه سوېده . داټول رزق دی . نو پنځم ګام اسانه دی . موږ ټول ګناوی کوو نو موږ ټول باید هره ورځ د الله جل جلاله څخه بخښنه وغواړو. دا استغفار(بخښنه) د برکت سبب ګرځی او په رزق کی پراخي را ولي .

۶ فامیلی روابط ساتل .
رسول صلی الله علیه وسلام فرمایلی دي  هرڅوک چی د رزق پراخي او د عمر ډیروالی غواړی باید فامیلی روابط (دوستی ) برقراره وساتي .
اخری نقطه د فامیلی اړیکو پالل دي . یوه ریښتني مومن ته نه ښایی چی خپل کورنی روابط پری کړی او په خپله لاره ولاړ سی . هرڅونه چی موږ کوښښ وکړو او کورنی روابط پرې نه کړو دا زموږ په رزق کی پراخی راولي او عمر مو ډیریږي . دا د کورنی روابطو برکت دی .

اخری یادونه
په یاد ولری چی دنیا داخرت دپاره صرف یوه وسیله ده ،د الله جل جلاله رضا تر ټولو مهمه ده . د رزق پراخی کمه فایده نه لري ترڅو چی موږ دا رزق د الله جل جلاله د خوښۍ دپاره استعمال نه کړو.په یاد ولرئ چی د رزق پراخی د اخرت په ورځ زیات مسولیت هم دی .یاد ورلرئ موږ ټول به د خپل غنا،وخت او صحت جوابګویه یو او الله جل جلاله به زموږ څخه چی ددې تحفو پوښتنه کوی چی موږ ته یې راکړي دي.

راټولونکي
میرویس ارغنداوی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب