ايا د ښځې مخ عورت دی؟ (فقهي څېړنه)

د ژباړن مقدمه

حجاب د مسلمانو ښځو لپاره يو ضروري امر بلل كېږي، چې په پام كې نيول يې پر هره مسلمانه ښځه  باندې واجب دى. زموږ په اسلامي ټولنه كې د حجاب پر وجوب ټول اسلامي پوهان يو نظر لري خو د حجاب د څرنګوالي او محدودې په اړه، بېلابېل نظريات او تعبيرونه وجود لري، څوك يوازې د پيغلو ښځو لپاره حجاب ضروري بولي او څوك هم پر ټولو يې واجب ګڼي، همدارنګه څوك د ښځو د ټول بدن پټول حجاب بولي او څوك يې بيا مخ او لاسونه ترې استثنا كوي. دغه بېلابېل تعبيرونه چې يو شمېر يې له اسلامي حكمونو سره سم او يو شمېر يې له اسلامي احكامو څخه په ناسم تعبير او ناپوهاوي په وجه رامنځ ته شوي، د دغه مهم اسلامي امر په اړه زموږ خلك د دغې اسلامي حكم په رښتينى او سالم درك او پېژندلو كې له يو لړ پيچلتياوو سره مخ كړي. د همدې اړتياوو او ضرورتونو له مخې، و مو پتيله ترڅو دغه رساله چې د (( رسالت الحجاب )) په نامه د اسلامي نړۍ د مشهور او وتلى ديني عالم شيخ محمد بن صالح(( العثيمين)) له خوا په عربي ژبه ليكل شوى او پكې د حجاب په اړه كامل، جامع او هر اړخيز بحث او هره مسئله د قراني او نبوي احاديثو په رڼا كې څېړل شوى پښتو ژبې ته وژباړو او د خپلو درانه مسلمانانو خدمت ته يې وړاندې كړو. كېداى شي زموږ په دغه كار كې يو لړ تېروتنه او نېمګړتياوې موجودې وي، ځكه د هېڅ انسان كار له تېروتنو او نېمګړتياوو څخه خالي نه دي، خو دا بيا د محترمو لوستونكو دنده ده چې د مطالعې په لړ كې يې را په ګوته او په دې برخه كې راسره مرسته وكړي، څو موږ په راتلونكي كې پر دې وتوانېږو چې خپلې نېمګړتياوو ته متوجه او په سموونه كې يې اقدام وكړو.
په درنښت

ليكوال: شيخ محمد بن صالح العثيمين

ژباړه: خادم احمد حقیقي

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد الله نحمده و نستعينه و نستغفره و نعوذ بالله من شرور انفسنا و سيئات اعمالنا، من يهده الله فلا مضل له، و من يضلل فلا هادي له، و نشهد ان لااله الا الله وحده لا شريك له و ان محمدا عبده و رسوله صلي الله عليه و سلم و علي آله و اصحابه و من تبعهم باحسان و سلم تسليما كثيرا.

اما بعد: لوی الله جل جلاله محمد صلي الله عليه و سلم په حق دين او هدايت باندې لېږلى دى، ترڅو خلك له ناپوهي، جهل او تياريو څخه وژغوري او د علم، پوهې او رڼايي خواته يې لارښوونه وكړي او هغه هم د لوى الله جل جلاله په اجازه او اذن سره.  لوى الله جل جلاله هغه صلی الله علیه وسلم د خپل عبادت د تحقق په موخه، چې له بشپړ عاجزۍ او خضوع څخه عبارت دى، رالېږلى، په داسې توګه چې بنده يوازې او يوازې د هغه تعالى عبادت او امرونو ته غاړه كېږدي او د هغه له منع كړشويو شيانو څخه ډډه وكړي، همدارنګه پر خپل نفس، هوا او غوښتنو باندې د هغه تعالى د امرونو او نواهيو پوره تطبيق او پلې كېدنې ته لومړېتوب وركړي. لوى الله جل جلاله محمد صلى الله و سلم بشريت ته د ښو اخلاقو د رسولو او بشپړولو په موخه لېږلى، څو په هره ممكنه وسيله خلك دې لارې ته رابولي او په دې توګه د بشريت ناوړ خويونه او ګناهونه له منځه يوسي او د هرې ممكنې وسيلې په كارولو سره خلك له هغو څخه وساتي.

د محمد صلى الله عليه و سلم شريعت له هره اړخه يو بشپړ او كامل شريعت ده، چې په تنظيم او بشپړولو كې يې د مخلوق هېڅ راز مرستې ته اړتيا نه ليدل كېږي. ځكه محمدي شريعت د هغه ذات له لورى دى، چې حكيم او خبير او پر ټولو هغو شيانو ښه پوهېږي، چې د بنده ګانو په خير او صلاح كې دى او هغه، هغه ذات دى چې پرخپلو بنده ګانو ډېره زياته لوريينه او پيروزينه لري.

د اخلاقو ځېنې ښېګڼې او مكارم چې آنحضرت صلى الله عليه و سلم پر هغه لېږل شوى، حيا ده. حيا هغه څه ده، چې ګران پيغمبر صلی الله علیه وسلم هغه د ايمان له څانګو څخه بللې. په واقعيت كې يو له هغو شيانو څخه چې د حيا په جامه كې ترټولو جوته ځلېږي او له شرعي او عرفي پلوه هم انسان پرې مامور دى، د اخلاقو پر هغو صفتونو او برم باندې د مسلمانو ښځو سېنګارېدل دي، چې له امله يې هغه د شك او فتنې له ځايونو څخه لېرې ساتل كېږي.

په دې كې شك نشته چې د ښځو حجاب، چې د هغې د بدن د هغو برخو پټېدل په بركې نيسي، چې د فتنې او فساد لامل ګرځي لكه مخ او نور زينتي ځايونه، ترټولو ستره حيا او برم دى، چې ښځو يې ترسره كوي او ځان پرې سېنګاروي، ځكه د مخ او د د هغو زينتي برخو په پټېدنه چې په ټولنه كې د فساد او فتنې لامل ګرځي، ښځه خپله هم له فتنې او ناولتيا څخه لېرې پاتې كېږي او مصوونېږي.

ښځو په دې مبارك، د وحيې او رسالت، حيا او حشمت ښار ( مكه مكرمه كې)، د حجاب د پلي كولو په لاره كې ټينګې وې، كله چې دوى له خپلو كورونو څخه به دباندې وتل، نو ټولې محجوبې او خپل جلباب به يې اغوستې وې او د پردو (نامحرمو) نرينه وو سره له مخالطت څخه ډډه كولې او دغه حالت الحمد الله د هېواد په لر او بر كې واكمنه وه، تر هغه، چې خلك د حجاب په اړه خبرې وكړې او له محرم پرته د ښځو د سفر په اړه بې پروا شول. دا هغه مهال و، چې له يو شمېر كسانو سره د ښځو د حجاب او د هغوى مخ پټېدنې په اړه شكونه او پوښتنې پيدا شولې،  چې آيا د نامحرمو په وړاندې د ښځو مخ پټېدنه واجب دى يا مستحب او كه داسې يو بل څه دى، چې يوازې د عادتونو او تقاليدو تابع ده، چې نه پروجوب يې حكم كوي او نه پر استحباب يې؟

نو له همدې كبله مې له ډېره وخته په پام كې لرل، چې د دغو شكونو د له منځه وړلو او د دغه حقيقت د جوتېدو په موخه يو څو كرښې د حجاب په اړه وليكم او له الله جل جلاله هيله لرم، چې حق پرې روښانه او ما د لاره موندونكو له ډلې څخه يانې هغو كسانو چې حق ته حق وايي او له هغه څخه پيروي كوي او باطل باطل او ترې ډډه كوي، وګرځوي. نو له لوى خداى څخه د مرستې او توفيق په غوښتنه وايم:

اې مسلمانه! پر دې پوهه شه، چې له نامحرمو نارينه وو څخه د ښځې حجاب او مخ پټونه واجب دى. د دې مسئلې پر وجوب باندې كتاب الله، د پيغمبر سنت، صحيح اتبار، منل شوى او غيرشاذه قياس دلالت كوي.

قراني دليلونه:

لومړى دليل: الله جل جلاله په قران كريم كې فرمايي:

ژباړه: (( او ووايه لپاره د مومنو ښځو خپلې سترګې ټيټې او د خپل شرم ځايونه پټ وساتئ او خپل ښايست دې پرته له هغه چې ښكاره دي، نه په ډاګه كوي او خپل پړوني دې، پر خپلو سينو او ټټرونو خپاره كړي او خپل سينګار او ښايست دې نه ښكاره كوي، مګر يوازې د دغو خلكو په وړاندې مېړونه يې، پلرونه يې، د مېړونو پلرونه، خپل زامن، د مېړونو زامن (بنزيان) وروڼه، وريرونه، خوريونه، خپلې ښځې، خپل غلامان د خپل لاس لاندې هغه نارينه چې څه خواهش و نه لري. او هغه كوچنيان چې لا تراوسه د ښځو د پټو رازونو سره اشنا نه وي. او پښې دې په زوره نه ږدي، ترڅو يې پټ كړې ښايست ډاګيز نه شي. او اى مومنانو! ټول الله ته توبه وباسئ. ښايي چې خلاصون مو په برخه شي.)) د النور سورت، ۳۱ مه آيت.

دغه مبارك آيت له څو اړخونو پر ښځو د حجاب پر وجوب دلالت كوي:

۱. الله جل جلاله مسلمانې ښځې د خپلو شرم ځايونو پر پټ ساتلو امر كړى. د فرج پر پټ ساتلو امر، په حقيقت كې امر دى، د هغه څه پر پټ ساتلو چې د شرمځاى د پټ ساتلو لپاره وسيله ګرځي او په دې كې هېڅ يو عاقل كس شك نه كوي، د شرمځاى د ساتلو ځېنې وسيلې هماغه د پټول دى. ځكه چې د مخ لوڅو د دې لامل ګرځي چې انسان ورته وګوري، پر ښكلا او ښايست يې سوچ وكړي، ترې خوند واخلي او په پاى كې له همدې امله ده، چې انسان فحشا او زنا ته نژدې كېږي. په حديث شريف كې راغلى: (( سترګې هم زنا كوي او د هغوى زنا كتل او ننداره ده.)) تر هغه ځايه چې

رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: (( او فرج هغه تصديقوي او يا يې تكذيبوي.)).
پر دې بنسټ، كله چې د مخ پټول، د شرمځاى د ساتلو او پټولو يوه وسيله شوه، نو د مخ پټول هم ماموربه ګرځي، ځكه وسايل د مقاصدو (هدفونو) حكمونه خپلوي.

۲. الله جل جلاله فرمايي: و ليضربن بخمرهن على جيوبهن.

ژباړه: ((او خپل پړوني دې، پر خپلو سينو او ټټرونو خپاره كړي.))

خمار هغه پړوني ته وايي، چې ښځې پرې خپل سر او بدن پټوي او په سر كوي يې. نو كله چې ښځې پر دې ماموريږي، چې خپل ټټر د خپل سر پر پړونې پټ كړي، نو د مخ پر پټولو هم ماموره ده. يا په بله وينا، د مخ پټول، د ټټر د پټولو له لوازمو او اړتياوو څخه دي او يا دا چې د مخ پټول د ټټر پر پټولو قياسېږي.

د قياس وجه دا ده: كله چې د ټټر او غاړه پټول واجب وي، نو د مخ پټول په اولى طريقه واجبېږي، ځكه چې مخ په خپله د ښكلا او فتنې محل دى. هغه كسان چې غواړې د يوې ښځې ښكلا او ښايست ځانته معلوم كړي، يوازې د هغې د مخ ننداره كوي، كه چېرې د هغې مخ ښكلى او حسين وي، د هغې د ښايست د معلومو په موخه د هغې د نورو ځايونو كتلو ته اړتيا نه نه پيدا كېږي.  كله چې وويل شي، فلان ښځه ښكلې ده، د دې جملې مانا دا ده، چې مخ يې ښكلى دى، پر دې بنسټ، له ښكلا او ښايست څخه موخه د مخ ښكلا او ښايست دى.

نو ثابته شوه، چې د طلب او خبر له مخې، مخ او څېره د ښكلا او ښايست ځاى دى.

كله چې مخ د ښكلا او ښايست ځاى وي، نو دا بيا به څرنګه پوهېدل كېداى شي، هغه شريعت چې د حكمت او پوهې پر ستنو ولاړ دى، د ښځې د ټټر او غاړې پر پټولو امر كوي او د مخ بربنډتوب  ته يې اجازه وركوي.

۳. الله جل جلاله په قران كريم ښځې په مطلق ډول د ښايست له ښكارولو څخه منعه كړې ده، مګر هغه څه چې په خپله ښكاره شي، او هغه، هغه ځاى دى، چې كه وغواړي او كه و نه غواړي ښكاره كېږي، لكه د جامې ظاهر. له همدې امله الله جل جلاله وفرمايل: (( الاماظهر منها)) يانې ((مګر هغه چې ښكاريږي،)) او يې: (( الا ما اظهرن منه)) يانې هغه څه چې يې ښكاره كړي، و نه ويل. وروسته يې د بيا لپاره د ښايست او سينګار له بربنډولو څخه منعه كړه، مګر د هغو كسانو لپاره چې استثنا شوي دي، پر دې بنسټ، دا دويمه منعه پر دې دلالت كوي، چې دويم سينګار له لومړې پرته ده، لومړنې سينګار هماغه له ظاهري سينګار څخه عبارت دى چې د هر چا په وړاندې ښكاره كېږي او د پټولو شونتياوې وجود نه لري. خو دويم هماغه باطني (دننني) سينګار دى. كه د هر چا په وړاندې د دويم ډول سينګار ښكارول روا واى، نو د لومړې سينګار په تعميم او د دويمې په استثنا كومه ګټه مرتبه نه واى.

۴. خداى تعالى د هغو كسانو په وړاندې، چې شهوت نه لري لكه زړو او هغه ماشومانو چې لا تراوسه د بلوغ او شهوت كچې ته نه دي رسېدلي او د ښځو پر راز ونه  نه دي خبر، د باطني سينګار پر ظاهرولو رخصت او اجازه وركړى، دغه اجازه پر دوو شيانو دلالت كوي:

لومړي: له دغو دوو ډلو كسانو پرته، بل هېچا ته د باطني سينګار او ښايست ښكاره كول، روا نه دي.

دويم: د هغه حكم لامل او مدار چې د حجاب او باطني سينګار له پټولو څخه عبارت دى، له ښځې سره د ناروا تعلق د صورت موندلو او د فتنې د رامنځ ته كېدو د وېرې پر بنسټ دى. او په دې كې شك نشته، چې مخ د ښكلا او ښايست اصلي هسته او د فساد او فتنې ځاى دى، پر دې بنسټ، د نامحرمو كسانو په وړاندې پټول يې فرض دى، څو هغوى په ليدو يې پر فتنه اخته نه شي.

۵. الله جل جلاله فرمايلى: (( و لا يضربن بارجلهن ليعلم ما يخفين من زينتهن )) ژباړه: ((او پښې دې په زوره نه ږدي، ترڅو يې پټ كړې ښايست ډاګيز نه شي)) كله چې ښځې پر ځمكه د پښو له وهلو څخه منعه كېږي، ترڅو نارينه د پښو او د سينګار وسيلې غږ يې و ا نه وري، څرنګه به د مخ له بربنډولو څخه منعه نه شي.

له دې دواړه څخه كوم يوه يې ډېر د فتنې او فساد لامل ګرځي؟ آيا دا چې نرينه د ښځې او د پښو اواز يې وا نه وري، په داسې حال كې چې پر دې هم نه پوهيږي، چې دغه ښځه څرنګه بڼه او څېره لري، ايا ځوان دى او كه زړه؟ او يا كه د داسې يوه ښځې د څېرې په ننداره بوخت شي، چې ډېره ښكلې او ښايسته ده او ورته كتل وار په وار انسان ځان ته راكاږي؟ هر انسان چې شهوت ولري او له ښځو سره لېوالتيا ولري، پر دې مسئله ښه پوهيږي چې، كوم يې ډېر فتنه اچوونكى او لوى دى او د ښځې د بدن د كومې برخې ستر او پټول ډېر اړين دى.

دويم دليل: الله جل جلاله فرمايلى: والقواعد من النساء اللاتي لا يرجون نكاحا فليس عليهن جناح ان يضعن ثيابهن غير متبرجات بزينة و ان يستعففن خير لهن و الله سميع عليم. سورت النور ۶۰ آيت.
ژباړه:

(( او له خواني نه ناستي زړې ښځې چې د واده كولو شوقمنې نه وي كه خپل پړوني كېږدي څه ګناه پرې نشته، خو په دې شرط چې د خپل ښايست ښوونه به نه كوي خو كه بيا هم ځان پټ وساتي ډېر يې په ګټه ده. الله پاك هر څه اوري او په هر څه پوه دى. ))

له دې آيت څخه د حجاب او ښايست ځايونو د پټولو د دلالت وجه دا دى، چې لوى الله جل جلاله له هغو ښځو څخه چې د عمر د زړښت له امله د نكاح لېوالتيا نه لري، د پړونې په لرې كولو كې يې په دې شرط د ګناه نفى كړي، چې د حجاب له پرېښودلو څخه موخه د ښايست ځايونو بربنډول نه وي.

له دې امر څخه په بديهي توګه څرګنديږي، چې د جامې له اېستلو څخه موخه دا نه ده، چې خپل ټول بدن لوڅې كړي، بلكې د ثياب له وضعې څخه موخه د هغو جامو اېستل او اېښودل دي، چې پر قميص باندې اغوستل كېږي او په وسيله يې مخ او كفين دواړه پتيږي. پر دې بنسټ، په زغرده ويلاى شو، چې د زړو ښځو لپاره د كومې جامې د اېستلو او ترك كولو اجازه شوې، هغه جامې دي، چې د مخ او لاسونو په ګډون د ښځو ټول بدن پرې پټيږي.

د پړونې په اېستلو كې، د هغو زړو ښځو ځانګړنه چې د نكاح لېوالتيا نه لري، پر دې دلالت كوي، چې ځوانې او يا هغې ښځې چې نكاح ته لېوالتيا لري، په دې حكم كې له زړو ښځو سره مغايرې دي؛ يانې د ځوانو او يا هغو ښځو لپاره چې د نكاح تړلو لېوالتيا لري، د هغې لويې پړونې اېستل، چې لاسونه او مخ پرې پټېږي، اجازه نه ده وركړ شوې، بلكې هغوى پر دې مكلفې دي چې د نامحرمو نرينه وو په وړاندې خپل مخ او لاسونه پټ كړي.

كه چېرې د ثياب د وضعې په حكم كې زړې او ځوانې ښځې دواړه شامله واى، نو په دې حكم كې به د عجوزه او زړې ښځې ځانګړنه او تخصيص كومه ګټه نه لرله.

د الله جل جلاله دغه وينا، ( غيرمتبرجات بزينة) يانې په دې شرط چې د خپل ښايست ښودنه به نه كوي، پر دې دلالت كوي، چې پر ځوانو او هغو ښځو چې د نكاح لېوالتيا لري، د حجاب اغوستل واجب دى؛ ځكه هغې ښځې چې خپل د ښايست ځايونه، مخونه او لاسونه لوڅوي، نارينه د هغوى له ښايست او ښكلا څخه په بشپړه توګه اطلاع ترلاسه كوي او د هغو ستاينه كوي او له هغوى سره د نكاح كولو لېوالتيا پيدا كوي. او دغه موضوع ډېره نادره (لږه) پېښېږي، چې ښځې دې، د خپل ښايست او مخ له لوڅولو څخه همداسې يو هوډ و نه لري، دا هم بايد ووايو، چې نادر شاذ دى او كوم حكم پرې مرتب نه دى.

درېيم دليل: الله جل جلاله فرمايلى: (( يا ايهاالنبي قل لازواجك او بناتك و نسا المومنين يدنين عليهن من جلابيبهن ذالك ادنى ان يعرفن فلا يوذين و كان الله غفورا رحيما)).
ژباړه: (( اې نبي! ووايه، ښځو ته دې او لوڼو ته دې. او ښځو ( د نورو ) مومنانو ته چې خواره دې كاندې پر ټولو ځانونو خپلو له ټكريو ( څادرونو) پړوني خپلو څخه، دغه ( پټول د بدن) نژدې دى دې ته چې و به پېژندى شي دوى ( چې اصيلي دي) پس ايذا به و نشي رسولى دوى ته ( په زعم د وينځو) او دى الله ښه بښونكى ( د خطياتو) ډېر رحم والا ( په انعام د اجر او ثواب سره) )). د احزاب سوره، ۵۹ آيت

حضرت عبدالله بن عباس (رضى الله عنهما) وايي: (الله جل جلاله مسلمانو ښځو ته امر كوي، كله چې دوى له خپلو كورونو څخه راوزي ( د اړتيا او حاجت په صورت كې) نو خپل مخونه دې په خپلو پړونو د سر له خوا پټ كړي او يوازې د خپلې يوې سترګې مخه خلاصه پريږدي).

د صحابي تفسير حجت او دليل دى، ان يو شمېر علماوو ويلي، چې د صحابي قول پيغمبر ته د مرفوع په حكم كې دى، دا چې حضرت ابن عباس ويلى، چې دوى دې يوازې خپلې يوې سترګې پرانېستى ساتلى شي، په دې خاطر دى، څو لاره ولېداى شي. يانې دا استثنا هم د اړتيا له مخې دي، كنه د يوې سترګې لوڅولو ته هم ضرورت نشته. جلباب هغه لوى پړوني ته وايي، چې د ټولو جامو او كوچنى پړونې پر سر اغوستل كېږي، د مثال په توګه، قبا او چوپان. حضرت ام سلمه (رضی الله عنها) وايي: كله چې دغه آيت نازل شو، نو د انصارو ښځې به په ډېر برم او حيا په داسې حال كې د باندې وتلې، چې تور پړونې يې اغوستي وې. ابوعبيده سلماني په دې اړه وايي: مسلمانې ښځې به د دې ايت له نازلېدو وروسته پرخپلو مخونو باندې به د سر له خوا څادر غوړول او يوازې به د هغوى سترګې هغه هم د لارې د لېدلو په خاطر معلومېدې او نور بدن به يې مستورې وي.

څلورم دليل: الله جل جلاله فرمايي: (( لا جناح عليهن في ابائهن و لا ابنائهن و لا اخوانهن و لا بنا اخوانهن و لا ابنا اخواتهن و لا نسائهن و لا ما ملكت ايمانهن و اتقين الله ان الله كان على كل شي شهيدا)).

ژباړه: (( نشته ګناه پر دغو ښځو په ( مخامخ كېدلو د ) پلرونو د دوى كې او نه په زامنو د دوى كې او نه په وروڼو د دوى كې او نه په زامنو د وروڼو د دوى كې او نشته ( ګناه پر دغو ښځو په مخامخ كېدلو د ) زامنو د خويندو د دوى كې او نه په ښځو د دوى ( يعنې په ښځو د نورو مومنانو) او نه په هغو ( وينځو) چې مالكان وي ښې لاسونه د دغو ( ښځو لره) او وويرېږئ ( اې ښځو) له الله ! بېشكه الله دې پر هر شي باندې ښه شاهد عالم. )) د احزاب سورت ۵۵ آيت.

د اسلام لوى مفسر ابن كثير رحمه الله وايي: كله چې لوى الله جل جلاله پرښځو امر وكړ، چې له نامحرمو نارينه وو څخه حجاب وكړي، دغه مسئله يې روښانه كړه، چې له هغو خپلوانو څخه چې په دې ايت ترې يادونه شوي، حجاب ته اړتيا نشته؛ لكه څرنګه چې هغوى يې د نور سورت په دې ايت كې مستثنا وګرځول:

و لا يبدين زينتهن الا لبعولتهن… ژباړه: ((او خپل سينګار او ښايست دې نه ښكاره كوي، مګر يوازې د خپلو مېړونه په وړاندې…))

دغه څلور دليله له پرديو (نامحرمو) نارينه وو په وړاندې پر مسلمانې ښځې حجاب واجب ګرځوي، چې لومړى ايت يې پر پنځو وجوهو پر حجاب باندې دلالت كوي.

له احاديثو څخه دليلونه

لومړى دليل: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلى: كله چې تاسې غواړئ له كومې نجلۍ سره واده وكړئ، نو پر تاسې كوم ګناه نشته، چې د هغې ننداره وكړئ، په دې شرط چې يوازې د خواستګارۍ لپاره وي.
مجمع الزايد او د امام احمد مسند.

د دلالت وجه: رسول الله صلی الله علیه وسلم له خاطب ( كوژده كوونكي) څخه و مخطوبې ( كوژده كېدونكي) ته د كتلو ګناه نفى كړى، په دې شرط چې نامحرمې ښځې ته دغه كتل، يوازې د كوژدې په موخه وي. دغه مسئله پر دې دلالت كوي، چې پردو ښځو ته له خواستګاري پرته كتل په هر حال ګناه ده. همدارنګه خواستګار شوې ښځې ته د خاطب او خواستګار كتل هم په هغه صورت كې چې د تلذذ لپاره وي، ناروا او ګناه ده.

په دې ځاى كې پوښتنه رامنځ ته كېږي، چې په حديث شريف كې دغه مسئله نه ده روښانه شوې، چې د خواستګار شوې ښځې د بدن كومې برخې د خاطب لپاره روا ده چې يې وګوري؟ شونى دى، چې موخه ترې غاړه او ټټر وي؟ يانې له حديث څخه دا تعبير هم كېداى شي، چې د خواستګاري پر مهال كولى شو، د ښځې ټټر او غاړه وګورو، او له خواستګاري پرته د هغې غاړې او ټټر نه شو كتلى او مخ ته يې كتلى شو؟

د دې پوښتنې ځواب دا دى، چې د خواستګار كس موخه دا ده، چې د ښځې ښايست او ښكلا ځانته معلومه كړې او مخ د ښكلا او ښايست بنسټيز ځاى دى او له كتلو څخه هم موخه هماغه مخ دى، او له مخ پرته نور ځايونه د هغه تابع ده.

دويم دليل: كله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ښځو ته امر وكړ، چې د اختر لمانځه د ترسره كولو لپاره دې، مصلى ته ووزي، ښځو عرض وكړل: په موږ كې يو شمېر داسې كسان هم شته، چې پړونى نه لري. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: (( كوم كسان چې پړوني نه لري، د خپلو خويندو په پړونې كې دې ځانونه پټ كړي.)) دغه حديث مسلم، بخاري او نورو روايت كړي.

دغه حديث پر دې دلالت كوي، د صحابه وو د ښځو معمول دا وو، چې له پړوني سره به له كورونو څخه بهر راوتلې او هغه هم د اړتيا پرمهال. بل خوا دا حديث پر دې هم دلالت كوي، چې ښځو ته نه ښايي د پړوني د نه شتون په صورت كې له كور څخه ووزي، له همدې امله كله چې ګران پيغمبر صلی الله علیه وسلم هغوى (ښځو) ته د اختر لمانځه د ترسره كولو لپاره بهر ته په راوتلو امر وكړ، نو دوى بهر ته د وتلو لپاره د پړونى نه درلودل، د ځان لپاره د خنډ په توګه په ګوته كړل، هماغه ؤ، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د دې ستونزې د حل لارې چارې وښودلې او ويې فرمايل، چې هغوى دې چې پړوني نه لري، د نورو ښځو په پړوني دې ځانونه پټ كړي، خو د هغو كسانو لپاره بهر ته د وتلو لپاره یې اجازه ورنه كړه، چې پړوني يې نه درلودل، له دې سره سره چې د نارينه او ښځينه وو لپاره د اختر د لمانځه لپاره راوتل، يو شانته مامور به امر ؤ.

كله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ښځو ته د پړوني له لرلو پرته، د اختر د لمانځه د ترسره كولو لپاره چې يو مامور به امر دى، اجازه نه وركوي، نو څرنګه كېداى شي، چې هغوى ته د يو غيرمامور به چاري لپاره چې هېڅ راز اړتيا هم ورته نه ليدل كېږي، لكه په بازار او ښار كې تګ راتګ، له نارينه وو سره اختلاط، بې ګټه او بې ځايه ازادي لپاره اجازه وركړي. نو د پړونې پر اغوستلو باندې امر، پر دې دلالت كوي، چې ښځې بايد په حتمي توګه له نامحرمو نارينه وو څخه حجاب او ستر وكړي. والله اعلم.

درېيم دليل: د بخاري او مسلم په صحيحينو كې له عايشې رضي الله عنها څخه روايت دى، چې وويل: رسول الله صلی الله علیه وسلم به د سهار لمانځه ادا كاوه او مومنې ښځې به هم په داسې حال كې جماعت ته حاضرېدل، چې ټول ځانونه په پړوني كې پټ كړي وو او كله چې خپلو كورونو ته بېرته ګرځېدل، پر فضا د ډېرو تياريو له امله څوك دوى نه شواى پېژندلى. حضرت عايشه رضي الله عنها زياتوي، كه رسول الله صلی الله علیه وسلم د اوسني ښځې حالت (د رسول الله له رحلت څخه وروسته حالت) ليدلى واى، نو دوى به يې جومات ته له راتلو څخه منعه كاوه، لكه څرنګه چې بني اسراييلو خپلې ښځې منعې كړي. دغه حديث همدا راز عبدالله بن مسعود روايت كړى. په هر صورت دغه حديث په دوو دليلونو پر حجاب دلالت كوي:

لومړى: حجاب او ستر د صحابه كرامو د ښځو چې خير القرون او د اخلاقو، ادابو، ايمان او عمل له پلوه الله جل جلاله ته تر ټولو نژدې او اكرمو كسانو څخه ګنل كېدل، له عادتونو او معمولې چارې څخه و. ځكه صحابه ښځې چې الله جل جلاله له هغوى او هغه كسان چې د هغوى پر لارې ګامونه واخلي، خوښ او راضي دى، لكه څرنګه چې الله جل جلاله فرمايي: والسابقون الاولون من المهاجرين و الانصار و الذين اتبعوهم باحسان رضي الله عنهم و رضوا عنه و اعد لهم جنات تجري تحتها الانهر خالدين فيها ابدا ذالك الفوز العظيم. د توبې سورت، ۱۰۰ آيت. ژباړه: (( او هغه وړاندنى اولنى (ايمان لرونکي) له مهاجرينو نه او له انصارو نه او (نور) هغه کسان چې متابعت کړى د ى دوى د ( سابقانو ) په احسان ( نيکي ) دوى له الله نه ( په اعطا د نعمت ) او تيار کړى دى ( الله ) دوى ته جنتونه چې بهيږي لاندې د ( د ونو او ماڼيو د ) دوى ( څلور قسمه ) ويالي چې تل به وي دوى په هغو کې هميشه، دغه ( رضا او جنت ) برى دى ډېر لوى. ))

كله چې د صحابه كرامو د ښځو دغه لاره وي، نو څرنګه پر موږ لازم وي، چې د هغوى له لارې څخه منحرف شو، په داسې حال كې چې د هغوى متابعت د الله جل جلاله د خوښۍ او لوريينې لامل ګرځي! الله جل جلاله فرمايلى: و من يشاقق الرسول من بعد ما تبين له الهدى و يتبع غير سبيل المومنين نوله ما تولى و نصله جهنم و ساءت مصيرا.
د النسا سورت، ۱۱۵ آيت.
ژباړه: ((او څوك چې له پيغمبر سره له هغه وروسته مخالفت وكړي، چې سمه لار ورته څرګنده شوې او له مومنانو نه پرته د بلې لارې متابعت وكړي، هغه لوري ته به يې مخه كړو، چې ده ورته مخ اړولى او په دوزخ كې به يې ننباسو او د ورګرځېدو څومره بد ځاى دى. ))

دويم: ام المومنين حضرت عايشه (رضي الله تعالى عنها) او عبدالله بن مسعود (رضي الله عنه) دواړه په داسې حال كې چې په دين كې له بشپړې پوهې، فقاهت، بصيرت او نصحيت څخه برخمن دي، روايت كوي او خبر وركوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم كه د ښځو وضعيت لكه څرنګه چې دوى يې ليدلي، ليدلى واى، نو له شك پرته به جومات ته د ښځو له راتلو څخه مخنېوى كړى واى. دا د صحابه كرامو او خيرالقرون پر مهال و، چې د پيغمبر د مهال په پرتله يې دومره تغيير كړى و، چې د منع كېدو غوښتنه به يې كاوه. نو اوس څه فكر كوئ، په داسې حال كې چې اوسمهال له هغه وخته ۱۴ سوه كاله تېر شوى، د حيا په كچه كې د پام وړ كمښت راغلى او د زياترو ښځو په زړونو كې دين تر ډېره بريده كمزورى شوى؟

څلورم دليل: پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلى: (هغه كس چې د تكبر او غرور له مخې خپلې جامې زړوي او…) لكه د پګړى شملې او داسې نور خداى تعالى د قيامت په ورځ كې هغه ته نظر نه كوي)) حضرت ام سلمه ترې پوښتنه وكړه: نو ښځې دې له ذيول يانې خپلې لمنې سره به څه وكړي؟ حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب وركړ: بيا دې نو د يو لوېشت په اندازه دې پريږدي. ام سلمه وويل: كه په دې حالت كې د هغوى قدمونه بربنډ پاتې شي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل: بيا دې يو ګز پريږدي او پر دې دې نه زياتوي.)) دغه حديث پر دې دلالت كوي، چې د ښځو د قدمونو پټول واجب دى او دغه ستر د صحابه كرامو د ښځو په نزد يو عادي او معلوم امر و، په داسې حال كې چې د قدم فتنه د مخ او لاسونو په پرتله ډېر كم دى، دلته دغه مسئله هم رادمخه كېږي، چې پر ادنى باندې تنبيه، پر مافوق باندې تنبيه ده. دا چې په حكم كې مافوق تر مادون احق او لومړيتوب لري، نو شريعت دا نه مني، هغه څه چې فساد پكې لږ دى، پر پټولو يې حكم وكړي او د هغه څه د بربنډولو اجازه وركړي، چې فتنه يې زياته او لوى دى. دا د هغو ټكرونو له جملې څخه دى، چې د الله جل جلاله په حكمت او شريعت كې مستحيل دى.

پنځم دليل: رسول اكرم صلی الله علیه وسلم فرمايلى: (كه له ښځو څخه كوم يو مكاتب ولري، مكاتب له هغه مريې څخه عبارت دى، چې له خپل بادار سره په ليكلى بڼه تړون كړى وي، چې د ټاكلى پيسې د وركړې په صورت كې به ازاد وي، او له هغه سره پيسې پاتې وي، نو سيده او بادار يې بايد ترې حجاب وكړي.) دغه حديث بخاري، مسلم، ابوداوود، ترمذي او ابن ماجه روايت كړي دي.

پر حجاب باندې د دغه حديث د دلالت وجه داسې ده، چې دغه حديث د دې غوښتنه كوي، چې د خپل غلام په وړاندې د سيدې او بادارې د مخ بربنډول روا ده او دا تر هغه مهاله چې د ښځې په مالكيت كې قرار ولري، خو كله چې د هغې له مالكيت څخه ووځي، نو بايد ترې حجاب وكړي. ځكه د ښځې له مالكيت څخه د مريي په بهر كېدو سره، مريى اجنبي كس ګرځي، نو دغه حديث پر دې دلالت كوي، چې له نامحرمو نارينه وو په وړاندې پر ښځې حجاب واجب دى.

شپږم دليل: له عايشې (رضي الله عنها) څخه روايت دى، چې وايي: (موږ له رسول الله سره د حج په مراسمو كې محرم وو، كله چې پردي سړي له خپلو سورليو سره زموږ په وړاندې تېرېدل، نو ښځينه به خپلې پړونې د سر له خوا پر خپلو مخونو اچول، نو كله چې هغوى له موږ څخه تېرېدل، نو موږ به خپل مخونه بېرته لوڅول. ) دغه حديث امام احمد، ابوداوود او ابن ماجه روايت كړي. د حضرت عايشې (رضي الله عنها) دغه وينا، (كله چې پردي سړي زموږ خواته راتلل، نو موږ به خپل مخونه پټ كړل او كله چې دوى به تېر شول، نو موږ به خپل مخونه بېرته لوڅ كړل)) پر دې دلالت كوي، چې د پردو سړو په وړاندې، پر ښځو د مخ پټول، واجب دي. ځكه په احرام كې اصل دا دى، چې ښځې دې بايد خپل مخونه لوڅې كړي. دا په دې خاطر چې د  زياترو اسلام پوهانو په اند، د احرام پر مهال د ښځو د مخ لوڅوالي، واجب دى، نو په دې صورت كې، يو واجب كولى شي له بل واجب سره معارضه وكړي.

پر دې بنسټ، څرګنديږي، چې له نامحرمو نارينه وو څخه د ښځو مخ پټونه واجب دى، كه واجب نه واى، نو ولې ښځينه صحابه د احرام پر مهال خپل مخونه پټول، په داسې حال كې چې د احرام پر مهال د ښځو د مخ لوڅوالى واجب دى؟ دا په دې مانا ده، چې د احرام په حالت كې هم د مخ پټول واجب دى، په داسې حال كې چې د احرام پر مهال لوڅول يې هم واجب دى. له دې څخه څرګنديږي، چې د احرام له حالاتو پرته پر ښځو د مخ پټول په اولى طريقه واجب دى. په صحيحين او د احاديثو په نورو كتابونو كې دا مسئله په ثبوت رسېدلي، چې ښځې د احرام پر مهال د نقاب او دستكش له اغوستلو څخه منع شوي دي. شيخ الاسلام ابن تيميه وايي: دا منع پر دې دلالت كوي، چې د احرام له حالت څخه بهر ښځو په نزد د نقاب او دستكش اغوستل يو معمول او مشهور امر دى او د احرام له حالت پرته پر ښځو د مخ او لاسونو پټول واجب دى. له نبوي حديثونو څخه دغه شپږ دليلونو و، چې د نامحرمو نرينه وو په وړاندې د ښځو د مخ او لاسونو پر ستر دلالت كوي، چې له قرانكريم څخه د هغو څلورو نورو دليلونو سره، په ټوليزه توګه له قران كريم او سنت څخه شمېر يې لسو ته رسيږي.

له قياس څخه دليلونه:

يوولسم دليل: صحيح او منل شوى قياس، هغه دليل دى، چې په محمدي کامله شريعت کې شتون لري، چې د مصالحو له برقرار ساتلو، وسيلې يې او پر هغه له هڅولو همدارنګه د مفاسدو د له منځه وړلو او وسيلې يې او همداراز د هغه له زجر څخه عبارت دى. پر دې بنسټ، هر هغه څه چې مصلحت يې د فساد په پرتله خالص يا راجح وي، نو د ايجاب يا استحباب په امر مامور به وي او هر هغه څه چې د مصلحت په پرتله يې فساد خالص يا راجح وي، له هغه څخه نهى، تحريم يا تنزيه صورت موندلى. که د نامحرمو نرينه وو په وړاندې د ښځو د مخ لوڅونه او بربنډتوب په تړاو، لږ سوچ او فکر وکړو، دې ته رسو، چې د ښځو د مخ بربنډتوب او لوڅوالى د ډېرو مفاسدو او فتنو سرچينه ده. که پر دې موضوع لږ مصلحت هم نغښتى وي، نو د زياتو مفاسدو ترڅنګ هېڅ نه څرګنديږي. د مخ د لوڅوالى يو شمېر مفاسد په لاندې ډول يادولى شو:

١. فتنه: کله چې ښځه، ځان سينګار کړي او د خپل مخ پر ښکلا او ښايست لګښت وکړي او د فتنې د رامنځ ته کېدو په مظاهرو ځان راڅرګند کړي، نو په دې صورت کې، ځان په فتنه کې اچولى. د ښځې دغه ډول سينګار او راڅرګندېدل، د شر او فساد د سترو دواعيو په ډله کې شمېرل کېږي.

٢.  له ښځې څخه د حيا زايلېدل: د ښحې د مخ په لوڅولو او بې ځايې او بې محرمې بربنډتوب سره، حيا چې له ايمان او د فطر ت له غوښتنو څخه دي، له ښځو څخه زايلېږي. په داسې حال کې چې ښځې د حيا له پلوه ضرب المثل ګرځېدلي، لکه څرنګه چې وايي: ((په خپله پړوني کې تر پيغلې نجلۍ له حيا ډکه وه.)) او له ښځو څخه د حيا زوال، د هغه په ايمان کې نېمګړتيا رامنځ ته کوي او له فطرت څخه د وتلو په مانا ده.

درېيم: د نرينه وو پر فتنه او فساد اخته كول: د ښځو د مخ او لاسونو په لوڅوالي سره نرينه پر فساد او فتنې اخته كېږي، په ځانګړې توګه هغه مهال چې ښځه د ښايست او ښكلا خاونده او وخاندي، چې له دې چارې څخه ټوكې او ملاعبت رادمخه كېږي، لكه څرنګه چې ډېرى بې سترې ښځې په همداسې بڼه مشاهده كېږي. له همدې امله ويلي دي، چې: (نظرت فسلام، فكلام فموعد فلقا) يعنې لومړى نظر او لېدنه ده، ورپسې سلام، بيا خبرې او په پاى كې وعده او ملاقات دى.

ځكه چې شيطان د انسانانو په رګونو كې د وينې په څېر حركت او جريان لري، نو د ډېرو خبرو، خنداوو او ټوكو په پايله كې د نرينه وو زړه ښځې او د ښځې زړه نرينه وو ته لېوالتيا پيدا كوي، چې له امله يې شر او فساد رامنځ ته كېږي، چې بيا مخنېوى يې ګرانه وي. له الله جل جلاله څخه غواړو، چې موږ له دې شر څخه په امن ولري.

څلورم: له نارينه وو سره د ښځو اختلاط: كله چې ښځو خپل مخونه لوڅې كړي، نو په لوڅولو كې يې ځانونه له نارينه وو سره مساوي بولي، چې له نارينه وو سره د يو ځاى كېدو په ترڅ كې او په يو دفتر او ځاى كې سره ګډ كار او دنده ترسره كولو په نتيجه كې، حيا او شرم يې زايلېږي، د دې چارې په لړ كې لوى فساد او فتنه رامنځ ته كېږي.

يوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم له جومات څخه د وتو په حال كې وو، ګوري چې ښځې او نرينه په گډ ډول په لاره روان دي، پيغمبر صلی الله علیه وسلم د دې وضعې په لېدو سره وفرمايل: (( تاسې ښځې له نارينه وو څخه وروسته شئ او د تاسې لپاره نه ښايي چې د لارې په منځ كې له نارينه وو سره يو ځاى ګام واخلئ، بلكې په څنډو كې بايد قدم واخلئ.)) له دې وروسته ښځې به په داسې توګه پر لارې تګ كول، چې آن ځانونه به له ديوال سره ملصق كول. دغه مسئله ابن كثير د دې آيت په تفسير كې: و قل للمومنات يغضضن من ابصارهن )) ژباړه:  د نور سوره ۳۱ آيه. هم ذكر كړى.

شيخ الاسلام ابن تيميه (رح) د نامحرمو نارينه وو په وړاندې د ښځو پر حجاب حكم كوي، او د خپل هغه فتاوى په دويم جلد كې چې په دې وروستيو كې چاپ شوى، په اړه  داسې راوړي:

((حقيقت دا دى، چې الله جل جلاله دوه ډوله ښكلا رامنځ ته كړى، ظاهري ښكلا او ناظاهري يانې باطني ښكلا، نو د ښځو لپاره د دې جواز شته چې خپل ظاهري ښكلا د خپل مېړه او محارمو پرته، د نورو په وړاندې هم ښكاره كړي. د حجاب د آيت له نازليدو وړاندې به ښځې له چادرۍ پرته به د باندې راوتلې، چې مخونه او لاسونه به يې د نامحرمو نارينه وو په وړاندې ښكاره وو، خو دا مهال د ښځو لپاره به روا وه، چې مخ او لاسونه يې ښكاره شي او د ښځو مخ او لاسونو ته كتل هم كوم شرعي ممنوعيت نه درلود. خو كله چې د حجاب دغه ايت: (( ياايهاالنبي قل لازواجك و بناتك و نساء المومنين يدنين عليهن من جلابيهن)) ژباره : اي نبي ووايه ښځو ته دې او لوڼو ته دې. او ښځو ( د نورو ) مومنانو ته چې خواره دې کاندې پر ټولو ځانونو خپلو له ټکريو ( څادرونو) پړونو خپلو څخه)) ( د احزاب سوره ، ۵۹ آيت) نازل شو، ټولې ښځې له نامحرمو نارينه وو د حجاب پر اغوستلو مامورې شوې. شيخ الاسلام وايي: (( جلباب هماغه لويه چادرۍ ده، چې سر او ټول بدن پرې پوښل كېږي.

حضرت ابن مسعود د دغه چادري لپاره د ردا كلمه كارولې او وايي: كله چې ښځې پر دې مامورې دي، چې لويې پړوني واغوندي، څو مخ او لاسونه يې ښكاره نه شي، نو مخ او لاسونه د هغه سېنګار په ډله كې راځي، چې د نامحرمو په وړاندې پر پټولو يې امر شوى. له مخ او لاسونو هاخوا د ښځو جامو ته كتل كوم حرج او ګناه نه دى. د ابن مسعود (رض) راى لومړى دى، يانې دا چې مخ او لاسونه بايد ښكاره نه شي او د ابن عباس مسئله دويم، يانې دا چې د مخ او لاسونو لوڅول جواز لري. ابن مسعود آن دا هم ويلى، چې د لاسونو عكس، قدمين او مخ دى، چې د دواړو ويناوو پر اصح روايت باندې، د نامحرمو نارينه وو په وړاندې لوڅول يې جواز نه لري. بلكې له جامو پرته د بدن د ټولې برخې پټول حجاب دى. د همدې كتاب د همدې ټوك په ۱۱۷ او ۱۱۸ صفحو كې داسې راغلى: ((د نامحرمو نارينه وو په وړاندې د ښځو د مخ، لاسونو او قدمونو له بربنډولو څخه نهى صورت موندلى، خو ښځو كولى شي د خپلو محارمو او نورو ښځو په وړاندې، لوڅې كړي. )) او د كتاب د همدې ټوك په ۱۵۲ صفحه كې پر دې مسئله ټينګار شوى: (( په دې مسئله كې اصل دا دى، چې شارع ترې دوه موخه لري: لومړى د ښځو او نارينه وو ترمنځ د توپير رامنځ ته كول او دويم، د ښځو د عفت او سپېڅلتيا تامينول.))

د فقهې د متاخرو پوهانو او د امام احمد د ملګرو نظر :

د المنتهي په كتاب كې داسې راغلى: (( نامحرمو ښځو ته د خصي او مقطوع الذكر كتل او همدا راز هغه څوك چې شهوت و نه لري حرام دى. )) او په اقناع كې داسې راغلى: (( نامحرمو ښځو ته د خصي او محبوب كاته حرام دى.)) د اقناع د كتاب په بل ځاى كې داسې راغلى: په قصدي توګه ازادو نامحرمو ښځو ته كاته حرام دى او همدارنګه د نامحرمو ښځو وېښتانو ته كاته هم حرام دى.)) د دليل په متن كې داسې راغلى: كتل په اته ډوله دى:

لومړي: له اړتيا پرته ازاده، اصيله او بالغه نامحرمې ښځې ته د نامحرمو نرينه وو كه محبوب ( مقطوع الذكر) هم وي، كتل. نو داسې يوې ښحې او ان د هغې وېښته ته هم د نرينه وو كاته جواز نه لري. د شافعي مذهب پوهانو په دې اړه وايي:

كه نامحرمو ښځو ته د نرينه كاته د شهوت پر بنسټ وي، په دې صورت كې په قطعي توګه او له اختلاف پرته هغې ته كتل حرام دى. كه كتل د شهوت له په پام كې نيولو پرته وي او د فتنې د رامنځ ته كېدو وېره هم منتفي وي، په دې صورت كې دوې ويناوې شتون لري، چې د اقناع په شرح كې رانقل شوي دي:

صحيح دا دى، چې په دې صورت كې هم نامحرمو ښځو ته كتل حرام دى، امام شافعي هغې ښځې چې د ښايست او ښكلا خاوندان دي، په بربنډ مخ له كوره وتل يې منع كړې او همدارنګه كه پردو ښځو ته په كتلو كې د فتنې د رامنځ ته كېدو او د شهوت د هڅونې وېر وجود ولري، دغه كتل هم حرام دى.
الله جل جلاله فرمايلى: (( و قل للمومنات يغضضن من ابصارهن))
ژباړه: (( او ووايه ( اي محمده ) ايماندارو ښځو ته چې پټې دې کړي له ( نامحرمو څخه) سترګې خپلې))

دا د شريعت له ښېګڼو څخه دي، چې ايجاب كوي، د فتنې لارې وتړل شي او په حالاتو كې د زياتو تفصيل څخه ډډه وشي. تر دې ځايه پورې د شوافعو خبرې وې.  دمنتهي شرحې د نيل الاوطار ليكوال په دې اړه داسې ليكي: (مسلمانان پر دې مسئله اتفاق لري، چې ښځې په داسې حال كې چې يې سينګار كړي وي، بايد له كوره و نه وزي، په ځانګړې توګه د فساقو د زيات شتون په وخت كې.)

د هغو کسانو دليلونه چې د ښځو د مخ لوڅوالى مباح ګڼي:

د هغو کسانو لپاره چې د نامحرمو ښځو مخ او لاسونو ته د کتو جواز ورکوي، له قرانکريم او سنت څخه هېڅ راز دليل شتون نه لري، مګر له څو لاندې دليلونو پرته:

لومړى: الله جل جلاله فرمايلى: و لايبدين زينتهن الا ما ظهر منها. ژباړه: او نه دې ښکاروي زينت ښايست ( او ځاى د ښايست ) خپل مګر هغه چې ښکارېږي له دغه ( زينت څخه ). سورت النور.

حضرت ابن عباس رضي الله عنهما فرمايي: (ما ظهر منها د ښځې مخ، لاسونه او ګوتې انګشتر دي او دغه روايت اعمش له سعيد بن جبير او هغه بيا له ابن عباس څخه را نقل کړى. پر دې بنسټ لکه څرنګه چې مو مخکې هم وويل، د صحابي تفسير حجت او دليل ګرځېدلاى شي.

دويم: په ابوداوود کې له عايشه رضي الله عنها څخه روايت دى، چې يوه ورځ اسما بنت ابوبکر رضي الله عنهما په داسې حال کې د ګران رسول الله صلی الله علیه وسلم په حضور کې مشرفه شوه، چې ډېرې نازکه او رقيقه جامې يې اغوستې وې، رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغې څخه مخ وګرځاوه او و يې فرمايل: اې اسما! کله چې ښځې د بلوغ عمر ته ورسېږي، نو بايد د هغه د بدن هېڅ ځاى ښکاره نه شي، مګر دغه او دغه (( او خپل مخ او لاسونو ته يې اشاره وکړه)).

درېيم: په بخاري او نورو کې راغلى، چې حضرت ابن عباس روايت کړى، چې وروريې فضل بن عباس په حجة الوداع کې پر يوه مرکب باندې سپور ؤ، چې د خثعم له قبيلې څخه يوه ښځه راغله، نو فضل هغې ته او هغه فضل ته کتل، څو رسول الله د فضل مخ په بلې خوا وګرځاوه، له دې حديث څخه څرګنديږي، چې د هغه ښځې مخ لوڅ و.

څلورم: امام بخاري او نورو له حضرت جابر بن عبدالله رضي الله عنه څخه روايت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د اختر لمونځ له خلکو سره ادا کړ او بيا هغوى ته وعظ او نصحيت وکړ او ورپسې د ښځو خواته راغى او هغوى ته هم وعظ او نصحيت وکړ او هغوى ته وفرمايل: ((اې د ښځو ډلې! صدقه وکړئ، ځکه چې د دوزخ د هېزم زياته برخه تاسې جوړوئ. د همدې ښځو له منځ څخه يوه ښځه چې د لمر د زيات حرارت له امله پر مخ داغ لرل جګه شوه….)) الحديث، د دې حديث دلالت د ښځو د مخ پر لوڅوالي په دې توګه ده، چې که چېرې د ښځو مخ لوڅ نه واى، نو جابر بن عبدالله به څرنګه پوهېدل، چې د هغې ښځې مخ داغ لري.

د پورتنيو دليلونو ځواب:

پورتني دليلونه د ښځو د مخ او لاسونو د پټېدو له وجوب سره له دوه اړخه تعارض نه لري:

لومړى: د مخ او لاسونو د پټولو دليلونه له اصل څخه نقل شوى، او د مخ او لاسونو د لوڅوالي دليلونه پر اصل پاتې دي او ناقل له اصل څخه مقدم او پر اصل لومړيتوب لري، لکه څرنګه چې دغه قاعده د اصولو د پوهانو په نزد مشهوره ده.

قاعده دا ده، چې شى بايد پر خپل اصل باندې پاته وي او كله چې له اصل څخه د نقل دليل يې موجود شو، نو حكم پر اصل واردېږي او دغه حكم له اصل څخه د نقل له امله بدلون مومي له همدې امله وايو، چې له ناقل سره پوهه زياته ده، چې د اصلي حكم له بدلون څخه عبارت دى او مثبت پر نافي لومړېتوب لري. دغه دليل په اجمالي توګه ثابته دي، كه څه هم د مخالف يا مقابل لوري دليلونه د ثبوت او دلالت له مخې له مدعي سره مساوي وي.

دويم: كه د مخ او لاسونو د لوڅوالي د جواز پر دليلونو سوچ وكړو، دې ته رسو، چې د مخ او لاسونو د پټولو له دليلونو سره تكافو(( برابرۍ )) او مساوات نه لري، چې دغه مدعا، د هر هغه دليل لپاره چې د مخ او لاسونو لوڅوالي ته جواز وركوي، روښانه او ښكاره ځواب دى.

۱. د ابن عباس رضي الله عنهما د تفسير ځواب پر دريو اړخونو صورت موندلي دي:

لومړى: اټكل كېږي، چې د حضرت ابن عباس موخه په لومړي سر كې د مخ او لاسونو د لوڅوالي جواز د حجاب د آيت له نازلېدو څخه مخكې وي، لكه څرنګه چې د شيخ الاسلام ليدلوري هم په دې هكله همداسې دى، چې په تېرو بحثونو كې خبرې يې رانقل شو.

دويم: اټكل كېږي، چې له سينګار څخه د ابن عباس موخه، هغه سينګار وي، چې نهى ترې صورت نه وي موندلى، لكه څرنګه چې همدغه موضوع ابن كثير هم په خپل تفسير ياد كړې، له دې آيت څخه (( يا ايها النبي قل لازواجك و بناتك و نسا المومنين يدينين عليهن من جلابيبهن )) ژباړه: (( اې نبي! ووايه، ښځو ته دې او لوڼو ته دې. او ښځو ( د نورو ) مومنانو ته چې خواره دې كاندې پر ټولو ځانونو خپلو له ټكريو ( څادرونو) پړوني خپلو څخه.))  الاحزاب ۵۹ آيت. د ابن عباس تفسير، دغه دواړه اټكلونه تاييدوي، لكه څرنګه چې مخكې له قران كريم څخه په دليلونو كې هم ترې يادونه وشوه.

درېيم: كه له دغه دوو اټكلونو څخه يوه و نه منو او ووايو، چې له (( الا ما ظهر منها)) څخه د ابن عباس موخه هماغه مخ او لاسونه دي، دا د صحابي تفسير دى، نو كله چې د صحابي تفسير د بل صحابي له تفسير په ټكر كې واقع شي، حجت او دليل نه شي كېداى. پر دې بنسټ، د ټكروالي په صورت كې پر هغه قول او وينا باندې عمل صورت مومي، چې د نورو دليلونو په پرتله ارجحيت ولري، دلته هم موږ او تاسې وليدل، چې د ابن عباس تفسير د عبدالله ابن مسعود له تفسير سره په ټكر كې واقع شوې ده، لكه څرنګه چې موږ وليدل، ابن مسعود (( الا ماظهر منها)) پر جامې، پړونى او هغه ځايونه تفسير كړى، چې پټول يې ناشونى وي. پر دې بنسټ، اړينه ده، چې له دغو دواړو تفسيرونو څخه ارجح څرګنده شي او پر هغه تفسير او نظر باندې عمل وشي، چې راجح وي.

۲. د عايشې رضي الله عنها د حديث ځواب دا دى، چې دغه حديث د دوو دليلونو له مخې كمزورى برېښي:

لومړى: د دې حديث په روايت كې چې خالد بن دريك له عايشې رضي الله عنها روايت كړى، انقطاع ليدل كېږي. له همدې امله ابوداوود هم د همدې انقطاع له مخې، نوموړى حديث ضعيف او كمزورى بللى او ويلي دى:

خالد بن دريك له عايشې رضي الله عنها دغه حديث نه دى اوريدلى او همدارنګه ابوحاتم رازي هم دغه حديث د پورتنى لامل له كبله ضعيف ګڼلى دى.

دويم: سعيد بن بشير نصري د دې حديث په سند كې راوړى، چې ابن مهدي يې پرېښى او احمد ابن معين، ابن مديني او نسايي يې ضعيف (كمزورى) بللى دى.

پر دې بنسټ، د عايشې حديث يو ضعيف حديث دى، چې نشي كولى له هغو صحيحو حديثونو سره چې د مخ او لاسونو د حجاب او ستر پر وجوب باندې دلالت كوي، معارضه او مقاومت وكړي.

همدارنګه دغه حديث له دې امله هم ضعيف دى، چې اسما بنت ابوبكر رضي الله عنهما د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د هجرت پر مهال ۲۷ كلنه وه، يانې ځوانه او بالغه وه. پر دې بنسټ نه شو ويلى، چې هغه دې په دې عمر كې په داسې حال كې چې له مخ او لاسونو پرته نور بدن يې هم ښكاره شوى واى، د ګران پيغمبر صلی الله علیه وسلم په حضور كې حاضره شوى واى. والله اعلم.

په هر صورت كه ووايو، چې د عايشې رضي الله عنها حديث صحت لري، نو د حجاب ايت تر نازلېدو مخكې زمانې باندې حمل كېږي. ځكه چې د حجاب نصوص له اصل څخه نقل دى، چې پر داسې يو روايت باندې مقدم دى.

۳. د ابن عباس رضي الله عنهما د حديث ځواب دا دى، چې په دې حديث كې د نامحرمو ښځو مخ او لاسونو ته د كتلو جواز كوم دليل نه سترګو كېږي، ځكه په دې حديث كې روښانه شوې ده، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فضل د نامحرمې ښځې د مخ او لاسونو كتلو ته پرېنښوده، بلكې ورته وفرمايل چې مخ بلې خوا ته واړوي. له همدې امله امام نووي د مسلم په شرح كې د دغه حديث له ګټو څخه يو همدغه مسئله يانې د نامحرمو ښځو د مخ د كتلو تحريم بولي. همدارنګه حافظ ابن حجر په فتح الباري كې د دې حديث په ګټو او فايدو كې وايي: له دې حديث شريف څخه پردو ښځو ته د كتلو منعه، او ترې د سترګو ګرځول، ثابتېږي. عياض ويلي:

يو شمېر كسان داسې اټكل كوي، چې پردو ( نامحرمو ) ښځو ته نه كتل، واجب نه دى، مګر په هغه صورت كې چې د فتنې او فساد وېره موجوده وي. كه دلته پوښتنه وشي، هغه مهال، چې فضل هغې ښځې ته كتل، نو پيغمبر ص ولې هغې ښځې ته امر و نه كړ، چې خپل مخ پټ كړي؟ د دې پوښتنې ځواب دا دى، چې ظاهرا داسې څرګنديږي، چې نوموړې ښځه محرمه وه او د محرمو ښځو لپاره روا ده، په هغه صورت كې چې پردو ورته و نه ګوري، خپل مخ لوڅ كړي. يا دا چې شونى دى، چې پيغمبر ص وروسته هغې ته د مخ پر پټولو امر كړى وي.

ځكه چې له حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د امر عدم نقل، د هغه جناب پر عدم امر دلالت نه كوي او عدم د نقل، له عدم څخه د نقل په مانا نه ده.  مسلم او ابو داوود له جرير بن عبدالله الجبلي رضي الله عنه څخه روايت كوي، چې هغه (جرير) له پيغمبر ص څخه پوښتنه وكړه، چې ناڅاپه كتل څه حكم لري؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځواب كې يې وويل: (( خپلې سترګې پټې كړئ)) او يا دا چې خپلې سترګې واړوئ.

  1. د جابر د حديث ځواب دا دى، چې په نوموړي حديث كې د نوموړې ښځې د وخت او شخصيت په تړاو څه نه دى ويل شوى. يانې د دې شونتيا موجودې دي، چې دغه پېښه د حجاب د آيت له نازليدو څخه وړاندې وي، ځكه چې د حجاب آيت د احزابو په سورت كې، د هجرت په پنځم يا شپږم كال كې نازل شوى دى. همدارنګه د دې شونيتا هم لېدل كېږي، چې نوموړې ښځه به د هغو ښځو له جملې څخه و، چې عمر يې لوړ او د نكاح تړلو ته كومه لېوالتيا نه لرله، چې د داسې ښځو د مخ ظاهرېدل جواز لري. بايد ووايو، چې له دې جواز څخه، پر نورو ښځو د حجاب د وجوب منعې نه ثابتېږي.

پاى او نتيجه:

بايد يادونه وكړو، چې موږ په دې خاطر د دې موضوع شرح او بسط نه دى رادمخه كړې، چې خلك  د دې لوى او پراخ ټولنيزې مسئلې درك او پېژندنې ته اړتيا لري او هغه كسان چې د دې مسئلې په شرح او څرګندېدا كې زيار ايستلى او كار كړي، په كلي او هر اړخيزه توګه په موضوع كې نه دي داخل شوي. په داسې حال كې، چې پر هر باحث واجب دى، چې د عدل او انصاف په تړاو په ژوره توګه سوچ او فكر وكړي او له پوهاوي څخه مخكې دې په خبرو نه پيل كوي، او د بېلابېلو دليلونو په اړه بايد د دوو خصم لوري ترمنځ دې د حاكم درېځ نه خپلوي، په يو عادلانه ليد سره د علم او پوهې په رڼا كې دې پرېكړه وكړي او د مرجح له شتون پرته دې هېڅ لوري ته ترجيح نه وركوي، بلكې د دليلونو په وړاندې كولو كې دې ټول اړخونه په پام كې ونيسي. له دوو ويناوو پر يوه باندې په عقېدې او باور سره بايد د هم عقېدې د دليلونو د اثبات او د مقابل لوري پر اهمال او كوتاهۍ لاس پورې نه كړي. له همدې امله علماوو ويلي، پر يوه شي له باور وړاندې لازم دى، چې پر هغه د دليل اقامه وشي، څو عقيده د دليل تابع وګرځي، نه دا چې دليل د عقېدې تابع وګرځي. هغه كس چې له دليل نه وړاندې پر يو څه عقيده او باور وكړي، دغه عقيده نوموړى د هغو نصوصو په ردولو ، چې يې د عقيدې مخالف دى او كه ردول يې ناشونى وي، نو په تحريف يې لاس پورې كوي. ډېرى كسان مو ليدلي، چې د خپلې عقېدې د تاييدولو په موخه، د ادلې د تسخير له اثره، زيان او ستونزه رامنځ ته كړي، په داسې توګه، چې د خپل صاحب عقېده يې پر كمزورو ( ضعيفو) حديثونو حمل كړي يا د خپلې وينا د ثبوت په خاطر يو شمېر دليلونه په داسې حال كې پر صحيحو حديثونو باندې تحميل كړي، چې په اصل كې پر داسې حديثونو باندې د داسې دليلونه حمل د تحمل وړ نه دي. يوه ورځ د يو ليكوال په ليكنه كې مې د حجاب د نه وجوب په اړه ولوستل، چې د حضرت عايشې رضي الله عنها پر هغه حديث استناد كړى، چې ابوداوود يې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د حضرت ابوبكر رضي الله عنه د لور اسما له راتګ څخه روايت كړى. په دې حديث كې، رسول الله صلی الله علیه وسلم اسما ته ويلى و، كله چې ښځه بلوغ ته ورسېږي، نو ورته نه ښايي، چې دهغه، دغه او هغه ښكاره شي، او په همدې وخت كې يې خپلو لاسونو او مخ ته اشاره وكړه. دغه ليكوال ويلى، چې دغه حديث يو صحيح او متفق عليه حديث دى. په داسې حال كې، چې علما پر متفق عليه توب او صحيحتوب يې اتفاق نه لري. ابوداوود چې خپله د همدې حديث راوي دى، هغه يې پر ارسال معلول كړى او امام احمد او د حديثو نورو امامانو د دې حديث له راويانو څخه يو تن ضعيف بللى. دلته څرګنده شوه، چې ناپوهى او تعصب خپل صاحب بلا او هلاكت خواته ورټيله كوي. حضرت ابن القيم په دې اړه وايي:

(( و تعر من من ثوبين مي يلبسهما/ يلقي الردي بمذله و ان ثوب من الجهل المركب فوقه/ ثوب التعصب بئست الثوبان / و تحل بالانصاف افخر حله / زينت بها الا عطاف و الكتفان.

ژباړه: (( له دوو جامو څخه ځان خالي او لرې ساته، دا هغه جامې دي، كه يې څوك واغوندي، ډېر كله په ذلت او اهانت كې واقع كېږي، دغه دوې جامې، د ناپوهۍ چې برسېره يې د تعصب جامه ده، چې دواړه تر ټولو بدې جامې دي. او ځان د انصاف پر زيور او حليه چې تر ټولو فاخرې حليې او زيور دي، سينګار او متحلى كړه. )) ليكوالان بايد د دليلونو په لټولو كې له كوتاهۍ كار وانخلي او له پوهې پرته پر ويناوو له چټك عمل څخه ډډه وكړي، څو د هغو كسانو په ډله كې رانشي، چې الله جل جلاله په اړه يې فرمايلي: فمن اظلم ممن افترى على الله كذبا ليضل الناس بغير علم ان الله لا يهدى القوم الظالمين  الانعام سورت، ۱۴۴ آيه.

ژباړه: (( نو څوک دى ډېر ظالم ( يعنې نشته لوى ظالم ) له هغه چا چې تړي پر الله باندې دروغ لپاره د دې چې کمراه کړي خلک بې له علمه ( تحقيقه ) بېشکه الله نه کوي هدايت قوم ظالمانو ته ( چې د جاهليت په دين ولاړ وي. )

او يا داچې پر هغه څه چې په دليل ثابت شوى، د درواغو په تړلو او په دليل كې د كوتاهۍ او تقصير ترمنځ يوځايوالى راولي، او په دې توګه يو شر د بل شر په وسيله رامنځ ته كړي او د خداى تعالى تر دې وينا راشي، چې يې ويلى: فمن اظلم ممن كذب على الله و كذب بالصدق اذ جاۀ اليس في جهنم مثوى للكفرين.

ژباړه: (( پس څو ك دى ډېر ظالم؟ ( بلكې نشته) له هغه چا چې دروغ تړي پر الله ( په لرلو د شريك ځوى، ښځې) او دروغ شمېري رښتيا خبره ( قرآن) كله چې راشي ( دغه قرآن) دغه ( مكذب ) ته، آيا نشته په دوزخ كې ځاى لپاره د كافرانو؟ ( بلكې شته) . )) زمر سورت : ۳۲ آيت.

له الله جل جلاله څخه غواړم، موږ ته په ښه توګه د حق ارشاد وكړي او د هغه پر متابعت توفيق راكړي او باطل موږ ته راوښيي او له هغه څخه د اجتناب توفيق راپه برخه او مستقيمې لارې ته لارښوونه وكړي. هغه ذات ترټولو زيات جواد او بښونكى دى. و صلي الله و سلم و بارك على نبيه و على آله و اصحابه و اتباعه اجمعين.


خادم احمد حقيقي/ اصلاح انلاین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب