ايا قرآن سخت دريځۍ ته بلنه کوي؟

پوښتنه: محمد له هامبورګ څخه: په دې هيله چې تاسې، پوهان به مې له دې مغشوشۍ څخه، چې د سپټمبر له يوولسمې نيټې څخه را پدي خوا له ماسره ملګرې شوې ده، خلاص کړئ، په ځانګړې ډول د قران د ځينو ايتونو په اړه.
دغه ايتونه په بشپړ ډول له هغو خبرو سره مخالف دي، چې ملسمانان ادعا كوي، چې ګواكې اسلام د سولې او امن دين دى او د تشدد مخالف دى.
كه څه هم زه مسلمان نه يم، خو د مسلمانانو سره كينه او كركه هم نه لرم. زه غواړم د قران په اړه په ځينو موضوعاتو ځان پوى كړم. تاسو مسلمانان د قران دغه ايتونه څنګه تعبيروي. ( او دوى ووژنئ، په هرځاى كې مو چې پيدا كړل)؟ او ( كه چيرې دوى له سمې لارې وګرځيدل، ويې نيسئ او ويې وژنئ په هر ځاى كې مو چې پيدا كړل او تاسو ددوى څخه هيڅ ملګري مه نيسئ او له دوى څخه مرسته مه غواړئ.)
د ستاسو د زر ځواب نه به منندوی يم.ځواب:
بسم الله الرحمن الرحيم، الحمد لله و الصلاة و السلام علی رسول الله و اصحابه.

ستا له سوال څخه مننه، دا جالبه ده نو ځكه موږ هم ټوله هڅه كووچې تاته په ډيره مينه ځواب دركړو.

په لومړي سر كې موږ غواړو چې په دې زور راوړو چې موږ مسلمانان وايو چې اسلام د سولې دين دى. موږ هڅه نه كوو، هغه شيان چې له عقل څخه ليري دي درته ثبوت كړو او هم د معما جدول درته ډك كړو، ددې پرځاى موږ غواړو هغه حقيقتونه روښانه كړو چې په څرګندو شواهدو ولاړ او فوق العاده دلیلونو سره ثبوت وي. كه څه هم موږ اړتيا نه لرو چې دغه حقيقت د اسلام د پيژندلو يا تشريح كولو لپاره وړاندې كړو، ځكه اسلام په خپل ذات كې يوه نېكه لارښوونه ده او ددغې لارښوونې پيغام خداى (ج) د پيغمبرانو په واسطه بشر ته رواړى دی.

په دې اړه د لا زياتو معلوماتو لپاره د شمالي امريكا د فقهې شورا رئيس ډاكټر مزمل صديق څرګندونې وګورئ:

ستاسو له دې ښو  الفاظو،  چې دمسلمانانو سره كېنه او كركه نه لرئ، ډيره مننه. كركه د هيڅ انسان لپاره نه ښايي. زه غواړم تاسو ته اطمينان دركړم، چې موږ مسلمانان هم د غير مسلمانانو سره كركه نه لرو، هغه كه عيسويان، يهود، هندوان او بودايان او يا هم د نورو مذهبونو پيروان دي.
زموږ مذهب د بې ګناه كسانو، هغه كه د هر مذهب وي، وژلو اجازه نه وركوي.
د قران كريم او حضرت محمد (ص) د لارښوونو سره سم د هر انسان ژوند محترم او سپيڅلى دى. قران كريم د انسان د قتل مخنيوي په اړه وايي:

هغه نفس مه وژنئ چې الله تعالى يې وژل حرام ګرځولي دي، مګر په حق سره، دا هغه څه دي چې ددې لارښودنه الله تاسې ته کړيده، تر څو كيداى شي تاسو له عقل او پوهې کار واخلى.

د نفس وژنې مرتکب کيږى مه، د هغې چې الله حرام کړى دى، مګر په حق سره، او څوک چې په ناحقه وژل شوى وي د هغې وارث ته موږ د غچ  غوښتنې يانې قصاص او يا عفوې حق ورکړى دى. نو پکار ده چې  هغه په وژلو کې له حده  تيرى ونکړي. له هغه سره شرعاً مرسته وشي.]

د قران مطابق د يوه شخص وژنه بې غير له جرمه داسي ګناه ده لکه ټول بشريت چې ووژني او د يوه شخص ژوند ساتل دومره اجر لري لکه چې ټول بشريت وژغوري.

که څه هم ستا پوښتنه پر ځاى ده، چې قران وايې: (ويې وژنى هر چيرته مو چې پيدا کړه) دغه د قران کريم په البقره سورت ايت نمبر ١٩١ او همدارنګه د النساء صورت په ٨٩ نمبر ايت کې راغلى دى، ځواب يې ساده دى تاسو بايد دغه ايتونه د هغې پخواني تړاو سره يو ځاى تلاوت کړى، تاسو بايد دغه ايت مکمل تلاوت کړى او ورسره يو څو وړاندې او وروسته ايتونه هم تلاوت کړى، تاسو  ټول متن تلاوت کړى، وګورى او ووايې:

او تاسې  د الله په لار کې له هغو کسانو سره وجنګيږى، چې له تاسو سره جنګيږي، خو تيرى مه کوى، چې الله تيري کوونکي نه خوښوي.
له هغوى سره وجنګيږئ هر چيرته چې ورسره مخامخ شى، هغوى وباسۍ له کومه ځايه چې هغوى تاسو ويستلى وى. ځکه که وژل هرڅومره بد عمل دى، خو فتنه له هغو هم بده ده.
او مسجد حرام  ته نږدې ترڅو پورى چې دوى له تاسو سره نه وي جنګيدلى، تاسې هم ورسره مه جنګيږى او تر څو پوري چې هغو له جنګيدو څخه لاس نه وي اخستى نو تاسو هم بې له کومې انديښنې هغوى ووژنى، چې د همداسي کافرانو همداسي سزا ده، بيا که دوى منع شول نو پوى شئ چې الله بښونکى او رحم کوونکى دى.

تاسۍ له هغوى سره جنګيږى تر دې پوري چې فتنه پاتې نه شي او دين د الله لپاره شي بيا که دوى لاس په سر شول نو پوى شئ چې له ظالمانو پرته د بل چا په ضد لاس غځول روا نه دي.

د حرامو مياشتو بدله هماغه حرامې مياشتې دي، او د ټولو حرمتونو مراعت به يو شان برابر وي، نو که څوک پر تاسو تيرۍ وکړي تاسو هم  پر هماغه اندازه پر هغوى تيرى وکړى، البته د الله څخه په ويره کې اوسۍ او په دې پوى شى چې الله د هغو ملګرى دى چې د هغه د حدودو د ماتولو څخه ډډه کوي.  [البقره: ١٩٠=٩٤]

د منافقينو په اړه د قرآن ټينګ دريځ
او ستا ددوهم سوال د ځواب لپاره دغه متن ټول ولوله:[هغوى خو دا غواړي چې څرنګه پخپله کافران دي هماغسي تاسې هم کافران شئ، ترڅو چې تاسې او دوى ټول سره برابر شئ. له دې امله هيڅوک له دوى څخه دوستان مه نيسئ ترڅو دوى د خداى په لار کې هجرت ونکړي، او که هغوى له هجرت څخه منع راوړي نو چيرته يې چې ومومى ويې نيسۍ او ويې وژنى او له هغوى څخه هيڅوک خپل دوست او مرستندوى مه نيسى.

البته هغه منافقان له دې حکم څخه مستثنا دي چې له يوه داسي قوم سره يوځاى شي چې له هغه سره ستاسې تړون وي، همدارنګه هغه منافقان هم له دې حکم څخه مستثنا دي چې تاسې ته راځي او له جګړې څخه زړه تورن دي، نه له تاسې سره جنګيدل غواړي او نه له خپل قوم سره. که الله غوښتلى نو هغوى به يې پر تاسې مسلط کړي واى، او هغوى به هم درسره جنګيدلى واى، له دې کبله که هغوى له تاسې نه څنګ وکړي او له جنګيدو نه لاس په سر شي او تاسي ته د روغې جوړې لاس اوږد کړي، نو الله ستاسې دپاره هغوى ته د لاس اوږدولو کومه لاره نه ده پرې ايښي.

تاسې به يو بل ډول داسي منافقان ومومئ، چې غواړې له تاسې سره هم په امان واوسي او د خپل قوم سره هم، خو چې کله د فتنې فرصت په لاس ورشي، بې موجبه په کې ځان ور وغورځوي، همدغه راز خلک که ستاسې مقابلې نه په څنګ نه شي او تاسې ته د روغې او جوړې پيشنهاد ونکړي او لاس وانخلي نو هر چيرته مو چې وموندل ويې نيسئ او ويې وژنئ په هغوى باندې د لاس پورته کولو لپاره موږ تاسې ته ښکاره سند درکړى دى. [النساء ۴:۸۹-۹۱]

نو اوس صادقانه ووايه، چې ايا دغه ايتونه اجازه ورکوي چې هر څوک  هر چيرته ووژل شي؟ دغه ايتونه د خداى له لوري پر پيغمبر صلى الله عليه وسلم نازل کړل شوى دي، په هغه وخت کې چې د مکې کافرانو پر مسلمانانو باندې منظم بريدونه کول.
دوى د مدينې مسلمانانو سره جنګونه کول، کيداى شي داسي استدالال وشي، چې په هغه وخت کې په مسلمانانو باندې پرله پسې ترهګريز يرغلونه کيدل، نو په دې وخت کې مسلمانانو ته اجازه ورکړل شوې وه، چې د ترهګرو په ضد جګړه وکړي.
دغه ايتونه د ترهګرو لپاره اجازه نه ده، بلکې د ترهګرو لپاره يو اخطار دى، مګر بيا هم په دغه اخطار کې په پاملرنه او ځان ساتنه باندې څومره ټينګار شوى دى.

دا ډيره اړينه ده، چې موږ مذهبي مطالعه په هغه خپل او مناسب متن کې وکړو او کله چې دغه لوستنه په خپلو اصلي ټکو کې نه وي نو د هغې اصلي هدف تحريف کيږي.
دا سمه ده چې ځيني مسلمانان دغه ايتونه د خپلو موخو لپاره په مهارت سره استعمالوي، خو دا يواځې په اسلامي کتابونو پوري تړلي نه ده او دا په نورو مذهبونو کې هم شته.
زه په درجنو ايتونه د انجيل څخه راوړى شم چې هغه ډير شديد او توند دي، که چيرې تاريخي پس منظر ورسره را نه وړل شي. او دغه توند ايتونه د ډيرو افراطيانو عيسويانو او يهودانو لخوا کارول کيږي، چې په اوس وخت کې یې د سربيا عيسويان د بوسنيا او صهيونيستيان يې د فلسطين په مقابل کې کاروي.

اجازه راکړه، چې يواځې څو ايتونو ستاسې د پخوانيو او اوسنيو صحيفو څخه دلته راوړم او بيا ماته دا ووايه چې ته د ددې په اړه څه وايې:
کله چې بادار، ستاسې خداى، تاسې دنيا ته راوړئ او تاسې يې د هغې مالکان کړئ، او ډير يې له تاسې څخه فناه کړي دي، هيټاټيان، ګيرګاشيټيان، اموريټييان، کنعانيان، پيريزيټيان، هيويټيان او جوبيسيټيان، چې دغه اووه قومونه ستاسو څخه لوى او قوي وو. او کله چې (ستاسې خداى) هغوى له تاسو څخه مخکې راوليږل تاسې هغوى مات کړل، نو تاسو به هغوى په بشپړ ډول له منځه يوسئ. تاسو  د هغوى سره هيڅ تړون و نه کړئ او نه  د هغوى سره علاقه ولرئ. (ډيوټرونومي ٧:١-٢)
کله چې تاسې کوم ښارته د جنګ کولو لپاره نږدې شوئ، تاسو د سولې شرطونه وړاندې کړئ. او که دوى د سولې سره موافق وي نو تاسې کولای شئ هغوی مزدوران او غلامان جوړ کړئ. او که چیرې هغوی تاسو سره سوله نه کوي او ستاسو په خلاف جنګ کوي، تاسو هغوی ایسار کړئ، او کله چی مشر (د دوى خدای) دوى تاسو په لاس کې درکړي، تاسو په هغوى کې سړي د تورو په څوکو و وهئ. او د هغوى ښځې، ماشومان، حیوانات او نور شته (مال) لوټ کړئ. او تاسو د هغوى مال چور کولی شئ، کوم چي مشر (د دوى خدای) درکړي دي، د هغو ښارونو په خلکو کې چی خلک یې مشر تاسو ته په میراث کې درکړي دي، تاسو باید هغه شئ چې نفس لري ژوندی پرې نږدئ. (ډیوټرونومی: ۲۰:۱۰-۱۷

اوس تاسو هرکوچنی نر د دوى په منځ کې ووژنئ او هره هغه ښځه چی سړی ښه پیژنی هم ووژنئ. او هغه نجلۍ چې نر یې ښه نه وی پیژندلی مه وژنئ او د ځانونو لپاره یی اضافي وساتئ. (نمبر: ۳۱: ۱۷-۱۸)

تر دې چې په انجيل كې دا لاندې خبرې عيسى عليه السلام ته منسوبيږي چې خپلو مريدانو ته به يې ويل:
زه تاسې ته دا وايم چې هر هغه چا ته چې ډير شته لري نور هم بايد وركړل شي او له هغه چا چې كم شته لري هغه كم هم ترې واخيستل شي. خو زما هغه دښمنان چې نه غواړې زه پر هغوى پادشاهي او حكومت وكړم دلته راولى او زما تر مخ يې سرونه ترې غوڅ كړئ. (لوقا ۱۹:۲۶-۲۷)

سرچينه: اسلام انلاين
ژباړه: حضرت بهار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب