ايا په موټر كې لمونځ كولاى شم؟ (فتوى)

پوښتنه:

زه په ښار کې د ټکسي چلونكى يم او اکثره وخت په ښار کې لارې بندې وي، د لمانځه پر وخت زه څه وکړم؟ ایا په موټر کې لمونځ  اداء کولی شم؟ په هغه صورت کې چې مسجد نږدې نه وي او که تر مجسده پورې ځم نو لمونځ را نه قضاء کېږي، هيله ده چې د دين په رڼا کې په زړه پورې ځواب راکړﺉ.

ځواب:

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم:
لمونځ چې د توحيد او ایمان څخه وروسته په عباداتو کې تر ټولو مهم او غوره عمل دی لازمه ده چې مسلمان ورته ډېره پاملرنه وکړي، پر خپل وخت يې اداء کړي،  شرطونو، ارکانو،واجباتو، سنتو او ادابو رعايت يې وکړي.
تاسې چې د يوې ټکسي له لارې خپل ځان ته حلاله روزي پيدا کوﺉ الله پاک دې درته په کې برکت او خير واچوي.
تاسې کولی شئ چې د خپل کار وخت او د لمونځونو وخت داسې برابر کړﺉ چې دې ته اړ نه شئ چې خپل لمونځ په موټر کې اداء کړﺉ.
سهار لمونځ په مسجد کې اداء کړه او که د جماعت څخه مخکې ضرروت و چې ټکسي وچلوې بيا د سهار ختو سره لمونځ اداء کړه په داسې حال کې چې سهار وختي ګڼه ګوڼه هم نه وي.
همدا راز د ماسپښين وخت د دولس نيمو بجو څخه تر درې او کله تر درې نيمو بجو پورې لمونځ کولی شﺉ.
د مازیګر لمونځ هم په همدې ترتيب یعنې وخت یې زيات دی، د ماسخوتن لمونځ خو ټوله شپه کېدی شي، يواځې د ماښام وخت لږ او لنډ وي بيا هم دومره ډېر تنګ نه وي ، خو کېدی شي کله لاره بنده شي بیا يې د ماسخوتن د لمانځه څخه مخکې اداء کړﺉ.
که چېرته لمونځ نفل وي پیا خو کولی شي چې په موټر کې هم اداء شي، ځکه نوافلو کې توسع ډېره ده. د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه په صحیحو احاديثو کې ثابته ده، چې نفل يې د سورلۍ په حالت کې اداء کړي دي، په داسې حال کې چې د مکې مکرمې څخه مدينې منورې ته روان و، خو فرض لمونځ يې په سورلۍ نه اداء کاواه.
له دې څخه په ډاګه کېږي چې فرض لمونځ په سورلۍ نه اداء کېږي، او نه هم پرته له قبلې څخه په ده خبره باندې څلور واړه مذاهبه اتفاق لري.
وګوره : شرح النووي، الصحیح المسلم ۵/۲۰۹
مګر په ځينو حالاتو کې چې د دښمن زیاته وېره وي او د جهاد په حالت کې وي چې د کافرانو د حملې خطر وي فقهاوو جواز ورکړی دی.
الله تعالی فرمايي (فان خفتم فرجالاً او رکباناً)
یعنې: که (تاسې) په سخته وېره کې واست نو بيا(لمونځ په پياده او يام هم د سورلۍ په حالت کې اداء کړﺉ.)
همدا راز په الوتکه کې يا په کښتۍ کې چې لمونځ در څخه قضاء کېږي او يا ه م په موټر کې وي او نور ملګري ورته نه ودرېږي او لاره کې خطر وي او لمونځ ور څخه قضاء کېږي نو بیا جواز لري چې د سورلۍ په حالت کې لمونځ اداء کړﺉ.
بیا که درته ممکن چې مخ قبلې ته وګرځوﺉ خو لازمه ده، چې مخ یې قبلې ته وي او که یې نه شوه کولی چې مخ قبلې ته کړي بیا ورته جایزه ده ، چې هر لور ته یې مخ وه لمونځ  اداء کړي ځکه چې طاقتت د قدرت په اندازه دی.
الله تعالی فرمايي (فاینما تولوا وجوهکم فثم وجه الله)) البقره.
یعنې: ( که د وېرې داسې حالت کې واست چې قبلې ته مخ کول مو ممکن نه و) نو بیا مو چې کوم لور ته مخ وګرځلو هماغه لور ته د الله لور او رضاء ده.
وګوره: البحرلايق ۱۳۲/۲ او رد  المختار ۴۶۶/۱

مفتي: دوكتور رفيع الله عطا

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب