ايا ښځه سپورټ کولی شي؟

د سلام په وړاندی کولو سره ، زه یوڅه  پوښتنی لرم، هیله ده چي ځواب یی، په بشپړ ډول په سایټ کی نشر کړئ، تر څو نور وروڼه هم پری پوه شی.
زما پوښتنه د هغه آیت په هکله دی، چې الله پاک فرمایی:
قوله تعالى: «و قرن في بيوتكن و لا تبرجن تبرج الجاهلية الأولى»
دا خو ښکاره ده چي د اړتیا په وقت کی کولای شی یوه ښځه، له کوره ووځي، خو اړتیا په څه معنی، څه په اړتیا کی شامل دي، څه پکی شامل نه دي، همدارنګه کله چي انسان په کور ناست یا فعالیت ونه لری، نو ددوی په رګونو کی غوړ(LDL) تجمع کوی، چي له یوه خوا یی فشار زیاتوی، له بلی خوا، د زړه د حملې شونتیا پکې زیاتوي، همدارنګه د پښود رګونو په بندیدو سره د پښو درد ورته پیدا کیږي.

نو که چيرې داسې یو پارک ته ښځه لاړه شي، چي هلته سپورټ وکړي، یا د ښځو لپاره مخصوص د سپورټ ځای ته لاړه شي، لکه جیم کلب نو په دی صورت کې د ښځې تګ ممنوع دی که نه؟اکثره وقت کورونو کی د کور کار یوه ښځې لور یا نګور کوي، چی پدې توګه ددې ښځې چانس په  ناروغیو ډیریږی.
ما خپله اوریدلی دی چی رسول الله صلی علیه وسلم، به د سهاره له خپلی بي بي سره یو ځای منډی وهلی، ایا داسی حدیث تاسی ته معلوم دی؟
په درنښت
ع. وردګ

ځواب : مولوي امين الله ازره وال
بسم الله الرحمن الرحيم
ع وردګ وروره !
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
امابعد:
ستاسې دپوښتنې په اړه لنډه خبره داده چې :
له اسلام څخه دمخه دجاهليت په زمانه به ښځې بې پردې ګرځيدې اودخپل بدن اودلباس ډول،سنګار اوښايست ښودنه به يې په ښکاره توګه کوله له دغې بې حيايۍ اوبد  اخلاقۍ څخه اسلام منع وکړه اودالله تعالى په وړاندې داکار ناخوښ وګرځيده الله تعالى ښځوته صاف اوڅرګند حکم صادرکړچې دوى دې په خپلو کورونوکې هستوګنه وکړي او دوى دې دجاهليت دزمانې په څير دباندې نه وځي اونه دې د خپل جمال،حسن اوډول سنګارنمايش اوښودنه کوي
باقي داچې دکوم شرعي ياضروري اوياهم دکوم طبعي ضرورت اواړتياپر اساس چې قابل توجه لباس يې په تن نوي اودخپل حجاب اوپردې رعايت يې کړی وي  کولاى شي له کوره بهرلاړه شي اوخپل شرعي،ضروري اوطبعي اړتياوې پوره کړي
داپه دې معناچې په خپل کورکې ورته دضروري علم زمينه برابره نه وي نوعلم پسې وتلاى شي ، دخپل موراوپلار ملاقات دپاره تلل ، دمريضۍ په حالت کې که ضرورت پيښ شي شفاخانې اوډاکټر ته ورتلل، دخپلو اوخپلوانو مړي ژوندې ته تګ راتګ، دضروري شيانو درانيولو لپاره چې ددې کارلپاره  بل څوک ونه لري اوداسي نورچې جزئيات يې بې شمېره دي.
دويمه خبره:دښځولپاره سپورت او ورزش کول داسلامي شريعت له مخې کوم باک نلري او يومباح کاردى البته دشرعي حجاب اوپردې رعايت پکې ضرور دى.
دورزش لپاره اسلامي شريعت کوم ځانګړى  ځاى اومکان نه دى ټاکلى هرڅوک کولاى شي دخپل سپورټ اوتمرين لپاره مناسب ځاى غوره کړي خو لکه څرنګه موچې وويل دحجاب اوپردې انتظام بايدپکې موجود وي
دريمه داچې رسول الله دې له خپلې بي بي سره هرسهار منډې وهلې وې دازماله نظره ثابته خبره نده البته داثابته ده چې يو دوه ځله رسول الله صلى الله عليه وسلم له بي بې عائشې رضي الله تعالى عنهاسره دمنډومسابقه کړې ده چې په اول ځل بې بې عائشة رضي الله عنها ورڅخه مخکې شوه اوددوهم ځل لپاره رسول الله ورڅخه په منډه کې مخکې شو.
والله اعلم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب