اپرېل فول

د انګرېزانو یو عادت دی چی د اپرېل په لومړئ ورځ د خپلو خپلوانو او ملګرو په نامه له لیکونو تشی لفافې لیږی ، یا هم په لیکنو کی دروغ خبری او له ځانه جوړ شوی افواهات خپروی او څوک چی د دوی دا لفافې تر لاسه او یا یی هم په خبرو باوری شی نو دوی د هغه په اړه وایی چی دا د اپرېل فول(د اپرېل د بېوقوفی) ښکار شو .
د انګلیسانو همدې خوی ته په کتلو سره زموږ ځینو مسلمانو وروڼو هم پرته له دې چی دیوه مسلمان په بڼه د اپرېل فول جواز او نه جواز مالوم کړی دا کار پېل کړی . پدې ورځ دروغ وایی او غواړی له دې لاری ملګری دوکه او تېر باسی او په ښکاره یوه مزاح جوړه او دخندا چاپېریال ځانته برابر کړی.
څنګه چی د اپرېل میاشت د پېل په درشل کی ده نو مو وغوښتل تر څو ملګرو ته د نوموړی عادت په اړه شرعی تګلاره ور په ګوته اوپدې کی شته مفسدې او نارواوی ور جوتی شی .

د اپریل فول د ورځی لمانځل :

که څه هم د اپرېل فول د ورځی د پیل په اړه تاریخ لیکونکی سره په یوه خوله نه دی ، خو له دې ټولو قطع نظر دا چی د مسلمانانو لپاره د دې ورځی لمانځل ناروا دی لاملونه یی په لاندی ډول دی:

۱ـ له_کفارو سره_مشابهت:

د اپرېل فول په لمانځلو کی له کفارو سره مشابهت راځی ، او په حدیث شریف کی راغلی چی څوک د کوم قوم مشابهت غوره کوی هغه به له نوموړو څخه شمارل کیږی (سنن ابو داود) .
همدا راز په یوه بل حدیث شریف کی راغلی چی :
ددې (محمدی) امت وروستی به د ړومبی امت (اهل کتابو) پل پر پل تګلاره غوره کړی .
(مسنداحمد)

۲ـ دروغ :

په اپرېل فول کی بیخی ډېر درواغ ویل کیږی چی دا ډېره لویه ګناه ده .
یوه ورځ رسول الله صل الله علیه وسلم له صحابه کرامو څخه وپوښتل چی ایا زه تاسی ته د غټو ګناوو په اړه څه ونه وایم؟
صحابه کرامو عرض وکړ : ولی نه ، اې د الله تعالی رسوله ارو مرو راته ووایه.
رسول الله صل الله علیه وسلم وفرمایل:
له الله تعالی سره شریک نیول، دمور پلار حق تلفی کول. تردې دمه رسول الله تکیه لګولی وه بیا یی سر راپورته کړ او ویی فرمایل: واورئ درواغ ویل ، واورئ درواغ ویل .
(بخاری)

اـ دروغ له ایمان څخه د بې برخی کولو لامل ګرځی :
الله تعالی فرمایی:
بې شکه دروغ هغه کسان وایی څوک چی د الله تعالی په ایاتونو ایمان نلری او همدوی دروغژنان دی (النحل :۱۰۵) .
همدا راز په یوه حدیث شریف کی رسول الله صل الله علیه وسلم فرمایی: په مومن کی هره تېروتنه موندل کېدای شی پرته له خیانت او درواغو.(مسند احمد).

your ads

ب ـ همدا راز دروغ ویل د منافقت نښه بلل شوی ده :
رسول الله صل الله علیه وسلم فرمایلی چی دا څلور خویونه په چا کی وی هغه پوخ منافق دی : چی خبری کوی نو دروغ وایی ، ژمنه ماتوونکی وی ، په امانت کی خیانت کوونکی وی او چی کله یی جنګ شی نو ښکنځل کوی او که له پورتنو خویونو څخه کوم یو یی په چا کی شته وو نو هغه په هماغه اندازه منافق دی تر څو چی یی پرې نږدی. (بخاری)

ج ـ دروغ دوزخ ته رسوونکی عمل دی :
صحابه کرامو له رسول الله صل الله علیه وسلم څخه وپوښتل چی اې د الله تعالی رسوله! دوزخ ته رسوونکی عمل کوم یو دی؟ رسول الله وفرمایل : درواغ. (احمد) وړاندی یی وفرمایل چی له دروغو ځانونه وژغورئ بې شکه دروغ بدی ته وړونکی دی ،او بدی بیا دوزخ ته رسوونکی ده . یو څوک دروغ وایی آن تر دې چی د الله تعالی په وړاندی دروغژن لیکل کیږی. (مسلم)

د ـ د دروغو ناوړتیا:
د مسلمانانو مور حضرت سیده عایشه رضی الله عنها فرمایی چی : رسول الله صل الله علیه وسلم دروغ له یوې څېلمی نه خوښول . که به یی د چا په اړه واورېدل چی دروغ وایی نو ترڅو چی به یی له دروغو توبه نه وه ایستلی مخ مبارک به یی ترې اړاوه (مستدرک حاکم)
رسول الله صل الله علیه وسلم فرمایلی څوک چی دروغ وایی نو پرښتې یو میل لری ور څخه زغلی(ترمذی) .
حضرت عبد الله بن مسعود رضی الله عنهما فرمایی : څوک چی درواغ وایی نو په زړه یی یو تور داغ پیدا کیږی (که هغه توبه ونکړی ) نو سوکه سوکه یی ټول زړه توریږی او د الله تعالی په وړاندی دروغژن لیکل کیږی. (موطا امام مالک)

ع ـ د مزاح او ټوکی په بڼه هم دروغ ویل ناروا دی :
حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه فرمایی : دروغ قصدا او په ټوکه یامزاح سره په هر حال ناروا دی (مسنداحمد) .
رسول الله صل الله علیه وسلم فرمایلی : بنده تر هغو کامل مسلمان نشی کېدای تر څو یی دروغ نه وی پریښی که څه هم په ټوکه سره یی وایی بیا هم.
وړاندی یی وفرمایل:
تباه دی شی هغه څوک چی د خلکو دخندولو لپاره دروغ وایی ، هلاکت دی د هغه لپاره ، هلا کت دی. (ترمذی شریف)

ف ـ بې ضرره درواغ هم ناروا دی :
ځینی خلک پدې غلط فهمئ اخته وی چی بې ضرره دروغ به ګناه نه وی ! حال داچی دا خبره بیخی ناسمه ده . یو واری یوې صحابیی مېرمنی خپل ماشوم ته وویل چی دلته راشه څه شی درکړم . رسول الله صل الله علیه وسلم ترې وپوښتل چی ایا تا ماشوم ته د څه شی د ورکولو اراده کړی وه؟ هغې ورته وویل :هوکې ، خورما می ور کوله.
رسول الله صل الله علیه وسلم ورته وفرمایل : که تا نوموړی ماشوم ته د څه شی د ورکړی هوډ نه وای کړی نو ستا په اړه به دروغ لیکل کېده .(سنن ابی داود)
بیا یی وفرمایل : څوک چی خپل ماشوم راوغواړی چی راشه یو شی در کړم او بیا یی ورنکړی نو دا هم دروغ دی . (مسند احمد)

۳ـ ‏افواه ګانی:

د اپرېل په لومړئ ورځ د افواهاتو د الوځولو رواج هم عام دی . رسول الله صل الله علیه وسلم ته (دمعراج په شپه) یو کس ور وښودل شو چی د خولې کونجان یی په اوسپنیز چنګک ور پرېکېدل . د رسول الله صل الله علیه وسلم په پوښتلو سره پرښتوځواب ورکړ چی دا هغه دروغژن دی چی درواغ به یی ویل او هغه درواغ به دده له لوری په نړئ کی خپرېدل ، نو تر قیامته به اوس ده ته همدا سزا ورکول کیږی . (بخاری)
لکه څنګه چی درواغ ویل ناروا دی همداسی دروغ خبر مخکی خپرول هم ناروا دی ، رسول الله صل الله علیه وسلم فرمایی : څوک چی کومه خبر کوی او دی یی درواغ هم بولی نو دا له دروغژنوڅخه یو دروغژن دی. (احمد)
همدا راز هره اورېدلی خبر هم له تحقیق او څېړنی پرته وړاندی نشرول او خپرول نه دی په کار. رسول الله صل الله علیه وسلم فرمایلی دی :د انسان لپاره همدومره دروغ بس دی چی هر تاویلی ما ویلی مخکی خپروی. (مسلم شریف)

۴ـ تېرایستنه :

په اپرېل فول کی د دروغو خبرو او ژمنو له لاری مسلمانان تېر ایستل کیږی. پدې اړه رسول الله صل الله علیه وسلم فرمایلی : لوی خیانت دادی چی ته دی کوم ورور ته خبری کوی هغه خو تا ریښتینی ګڼی خو ته هغه ته دروغ وایی . (سنن ابی داود)
په یوه بل حدیث شریف کی رسول الله صل الله علیه وسلم فرمایلی :څوک چی مسلمانانو ته دوکه ورکوی هغه له هغوی(مسلمانانو) څخه نه دی . (معجم کبیر)
همدا راز رسول الله صل الله علیه وسلم ددې د سزا په اړه فرمایلی : د فریب او دوکې پایله دوزخ دی. (صحیح الجامع) .

۵ـ مسلمان_ځورونه :

د اپرېل فول په ورځ ځینی کسان نورو ته د هغوی د خپلوانو د مړینی یا ناروغی یا موټر ټکر کېدا دروغ خبر ور کوی چی پدې سره بل مسلمان ځوریږی ، او مسلمان ځورونه یو ناروا عمل دی .
پالونکی څښتن پدې اړه فرمایی: څوک چی مسلمانو نارینه و او مسلمانو مېرمنو ته د
هغوی له کومی ګناه پرته تکلیف ورکوی هغه بهتان او ښکاره ګناه کوی.الاحزاب:۵۸
همدا راز رسول الله صل الله علیه وسلم فرمایی: اې هغه کسانو چی په خوله مو ایمان راوړی مګر زړونو ته یی ایمان نه دی داخل شوی مسلمانانو ته تکلیف مه ورکوئ. (ترمذی)

په بل ځای کی رسول الله صل الله علیه وسلم فرمایلی دی : مسلمان ځورونه الله تعالی نه خوښوی . (ترمذی)
رسول الله صل الله علیه وسلم یوه ورځ د یوه قبر تر څنګ تېرېده نو ویی فرمایل چی د قبر اوسیدونکی ته عذاب ور کول کېږی ، او جرم یی دادی چی خلک یی د ژبی له ازاره خوندی نه وو.(ابن حبان)
دلته داخبره هم په یاد ساتل په کار دی چی په ټوکو او مزاح کی هم چاته تکلیف ور کول نه دی روا .رسول الله صل الله علیه وسلم فرمایلی: له تاسی څخه دی هیڅوک د بل ورور لاټئ (امسا) نه په ټوکه پټوی نه قصدا .(سنن ترمذی)

۶ـ خپلوانوتهتکلیفرسونه :

په اپرېل فول کی په عمومی توګه خپل خپلوان اونژدې ملګری په نښه کیږی ، حال داچی الله تعالی فرمایی :
ښه چلن کوئ له خپل مورپلار سره ، له خپلو نزدو خپلوانو، یتیمانو، مسکینانو، خپلوانو ګاونډیانو او پردو ګاونډیانو ، په خواکی له ناستو (عارضی همسایه ګانو) مسافرو او له خپلو مرییونو سره . (النساء:۳۶)
رسول الله صل الله علیه وسلم فرمایلی : هغه څوک به جنت ته ولاړ نه شی د چا له ځورونی چی ګاونډی خوندی نه وی . (مسلم)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب