اپنډيسيټ، اپنډيسايټس او اپنډکس

اپنډکس او اپنديسيټ:

موږ ټول څه نا څه د اپنډکس او اپنديسيټ له نامه سره بلد يو. عام وګړي دا نومونه يو د بل پر ځای کاروي.

اپنډکس کولمه ګوتې Appendix يو کوچنی د ټيوب ډوله غړی دی چې د لويو کولمو د پېل برخې سره د يو زونډي په شکل ارتباط لري. د دې کوچني په اصطلاح اضافي غړي يا کولمه ګوټې د اصلي دندې په هکله پوره مالومات په لاس کې نشته خو هغه څه چې موږ ټول پرې پوهېږو هغه دا دي چې انسان کولاې شي په غېر له اپنډکس څخه پرته له کومې ستونځې ژوند وکړي.

د نوموړي غړي التهاب ته په فرانسوي اصطلاح اپنډيسيټ Appendicite او په انګرېزﺉ او لاتينه ژبه کې اپنډيسايټس Appendicitis وايي پداسې حال کې چې په عامو وګړو کې د دې ناروغۍ لپاره په ناسم ډول د اپنډکس ويی (لغت) په کار وړل کېږي. څرنګه چې زموږ د هېواد په روغتيايي برخه کې فرانسوي او عربي ژبه ډېر برلاسی لري نو ځکه موږ د دې ناروغۍ لپاره د اپنډېسيټ اصطلاح زياته کاروو.

زموږ ډېر شمېرهېوادوال پدې اند دي چې ګواکې اپنډيسيټ له جراحي عمليات پرته په څلېرويشتو ساعتو کې د مرګ لامل ګرځي او که دوې کوم ناروغ له ۲۴ ساعتو ورسته وګوري چې لا عمليات شوی نه وي، دوې داسې حکم کوي چې ناروغ اپنډيسيټ ندی.

خو دا سمه خبره نده. که څه هم چې د وخت په تېرېدو سره نارغ له زياتو ستونځو او بالاخره د مړينې له ګواښ سره مخ کېداې شي. خو د دی ټولو لپاره يوه شپه او ورځ کافي نده.

که چېرې اپنډيسيټ ناروغ په وخت سره تر عمليات لاندې ونه نيول شي، نوموړې کولمه ګوټې د چاودېدو له خطر سره مخ کېږي چې په پايله کې يې ښايي په دې کولمه ګوټې کې راټولې شوې زوې (چرک) د ګېډې منځ ته تشېږي او په ټوله ګېډه کې خپرېږي او پدې ډول د يوې بلې ناروغۍ لامل ګرځي چې د پريټونايټس يا پريټونيټ په نامه يادېږي. دا ورستۍ ناروغي ډېره خطرناکه ده او بايد پرته له ځنډه تر درملنې او عمليات لاندې ونيول شي.

خو داسې هم کېداې شي چې نوموړې التهابي کولمه د چاودېدو دمخه د ګېډې د نورو نژدې غړو لخوا، د التهاب د خورېدو څخه د مخنيوي په موخه محاصره شي چې د کولمې د چاودېدو په صورت کې زوې نشي کولاې په ټوله ګېډه کې خپرې شي او په پايله کې زوې په يوه محدوده ساحه کې ساتل کېږي چې د ابسه Abscess په نامه يادېږي. د ابسه عمليات د اپنډېسيت او پريتونيټ په پرتله لږ عاجل دی خو څرنګه چې د دې حالت پېژندنه له عمليات پرته شونې نده، بايد ټولو اپنډېسيټ ناروغانو ته بېړنی عمليات ترسره شي.

اپنډېسيټ په د ژوند په هره مرحله کې منځته راتلاې شي خو د دوه کلنې مخکې يې واقعات ډېر لږ دي. ډې زيات واقعات يې د لس کلنې او دېرش کلنې تر منځ ليدل کېږي.

د اپنډېسيټ لاملونه څه دي؟

کله چې د اپنډکس کولمه ګوټې خوله بنده شي د هغه افرازات نشي کولاې چې لويو کولمو ته لار ومومي. په پاېله کې پړسوب او التهاب منځته راځي. کلک غايطه مواد، د حبوباتو دانې، د مېوه جاتو زڼي، او يا هم سرطان د اپنډکس د خولې د بندېدو لامل ګرځېدای شي. څرنګه چې اپنډکس و وجود يو دفاعي غړی دی، په مکروبي ناروغيو کې پړسوب پېدا کوي او ښايي دا پړسوب هم د اپنډکس د خولې د بندېدو لامل شي.

د اپنډېسيټ نښې نښانې څه دي؟

د اپنډېسيټ اصلي نښې دا دي:

په پېل کې دګېډې په پورتنۍ برخه کې دروند درد. دا اکثرا تر ټولو لمړۍ نښه وي چې ورو ورو د ګېډې ښۍ خوا لاندينۍ برخې خوا ته ځي او له دروند درد څخه تېز درد ته اوړي.

بې اشتهايي

زړه بدوالی او کانګې چې د ګېډې درد له پېل څخه سمدستي وروسته منځته راځي.

د ګېډې پړسوب.

ټيټه تبه

د ګاز توقف

بايد ووايم چې د اپنډسيټ د پېژندنې يا تشخيص لپاره ددې ټولو نښو شتوالی ضروري ندی اوځينې وخت کېدای شي ناروغي دا ډول ساده نښې ونلري.

په نژدې نيمايې ناروغانو کې د پورتنيو نښو پرځای، ښايي لاندې نښې وليدل شي.

د ګېډې په پورتنۍ يا لانديدينۍ برخه اويا په ټوله ګېډه کې دورند او يا هم تېز درد.

د تشو متيازو په وخت کې درد

ښايي کانګې له درد څخه مخکې منځته راشي

د ګېډې شديد دردونه

قبضيت او يا هم اسهال

که چېرې تاسې يا ستاسې د کورنۍ غړی دې ته ورته نښې لرﺉ!

له خوراک او څښاک څخه ډډه وکړﺉ.

د دردضد درملو، انتي اسيډ او اسهال راوړونکو درملو(لکه جلاب) څخه په کلکه ډډه وکړﺉ.

د ګېډې له ټکور ورکولو څخه په کلکه ډډه وکړﺉ.

په بېړې سره له خپل معالج ډاکټر سره وګورﺉ ځکه چې په وخت سره د ناروغۍ پېژندنه د ډېرو بدو پايلو مخنيوی کوي.

څرنګه چې موږ يو شمېر داسې ناروغانو سره مخ شوي يو چې په وخت سره يې ناروغي نده پېژندل شوې، غوره به وي چې د ګېډې دردلرونکي ټول ناروغان د جراحي ډاکټر سره مشوره وکړي.

اپنډېسيټ څنګه پېژندل کېدای شي؟

کله کله د اپندېسيټ پېژندنه ګران کار وي. د اپنډېسيټ نښې دېر وخت نا جوتې او د نورو ناروغيو له نښو سره ډېرې ورته وي. له همدې امله ضروري ده چې د اپنډيسيټ توپير له لاندې ناروغيو څخه وشي:

د صفراوي کڅوړې التهاب، د مثانې يا د بولي سيسټم مکروبي او التهابي ناروغۍ، د معدې التهاب، د کولمو التهابي او مکروبي ناروغۍ او د مبيض (ovary) التهابات.

د پوره تشخيص لپاره ښايي لاندې ټسټونه تر سره شي:

په لاس سره د ناروغ د ګېډې معاينه. دا معاينه د نورو ټولو معايناتو په پرتله ډېر زيات ارزښت لري.

د تشو متيازو معاينه، ترڅو د بولي سيسټم د التهابي او مکروبي ناروغيو په هکله مالومات لاسته راشي.

مقعدي معاينه…

د وينې معاينه

CT Scan او الټراسونډ.

د اپنډيسايټس درملنه څه ده؟

د اپندېسيټ درملنه د جراحي عمليات او د اپنډکس غوڅول دي چې د اپنډکټومي Appendectomy په نامه يادېږي. ځينې وخت داسې هم کېږي چې جراح د ناروغۍ د تشخيص په هکله شک ولري. پدې حالاتو کې غوره ګڼل کېږي چې د انتظار ويستلو پرځای جراحي عمليات ترسره شي ترڅو د ممکنه خطرونو مخنيوی وشي.

که چېرته د اپنډکس د چاودېدو له کبله ابسِه جوړه شوې وي، درملنه په دوه مرحلو کې ترسره کېږي: لمړی دجراحي عمليات سره د ابسه زوې ويستل کېږي او څه موده وروسته بيا اپنډکس لرې کېږي. ښه ده چې د عمليات څخه مخکې ناروغ ته د مکروب ضد درمل ورکول شي.

پښتو ژباړه: ډاكټر مجتبی «عزیزیار»

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب