اگر از منزل بدون اجازه من خارج شدی طلاق هستی! آیا طلاق واقع میشود؟

1) اگر کسی در حالت قهر برای زن خود بگوید اگر از منزل بدون اجازه خارج شدی طلاق هستی آیا طلاق جاری میشود ؟

2) اگر بخواهیم همین طلاق را رد کنیم یا برای زن اجازه بدهیم بدون اجازه به خانه پدرش برود چی کار باید کرد که طلاق جاری نشود ؟ یعنی برای زن اجازه باشد اگر از خانه بدون اجازه بیرون شد طلاق نشود چی باید کرد ؟

لطف نموده به این سوال ما جواب بدهید.

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ځواب: دکتور رفیع الله عطاء
الحمد لله رب العالمین والعاقبة للمتقین و الصلوة و السلام علی سیدنا محمد و علی آله و صحبه آجمعین و بعد:

د نکاح تړون یو محترم تړون دی چې په اسلام کې ځانګ‌‌‌‌‌‌ړی ارزښت او مقام لري له همدې امله یوازې یوه کورنئ نه بلکې قومونه سره مودت اومحبت او خپلوي پیدا کوي ، او دا تړون د پایښت ، ژوند تیرولو ، د نسل پایښت ، او د ميني او محبت د قائمولو لپاره دی اوکیدای شي د طلاق اختیار نارینه ته د ورکولو یو حکمت همدا وي چې د صبر ماده او زغم او دور اندیشئ څخه کار واخلي او ژر د تړون د انحلال (طلاق ) اراده ونه کړي .

your ads

همغه راز ښځه باید په طلاق سره تهدید نه شي . په اسلام کې غوره هغه دی چې له خپلې میرمنې سره غوره اخلاق وکاروي لکه څرنګه چې میرمن ته هم په کار دي چې د خاوند د اطاعت څخه په هغه کارونو کې سرغړونه ونه کړي چې د الله څخه پکې معصیت نه وي.

او دواړه په خوښئ او سوکالئ سره ژوند تیر کړي. خو بیاهم کله نا کله له انسان څخه سهوه کیږي چې له دواړو اړخو هم له ښځې او سړي له لورې د تحمل صبر او عفوې څخه کار واخستل شي.

له دې ټولو سره که چیرته معلق طلاق واقع شي او بیا هغه شرط محقق او موجود شي طلاق واقع کیږي ( د کوم راز طلاق ئې چې نیت کړی وي ) نو که چا خپلې میرمن ته وویل : که زما له اجازې پرته بهر ولاړې نو ته درې طلاقه ئې نو کله که پرته له اجازې بهر شوه طلاق واقع کیږي.

نو په کار دا ده چې : هر کله له کوره ئې میرمن بهر کیږي اجازه ورکړي.

یا ورته ووائي : که د پلار پوښتنې ته هروخت ورتلې نو زما درته اجازه ده بیا نو که د پلار پوښتنې ته بهر وتله نو طلاق به نه واقع کیږي ځکه چې له مخکې څخه ئې ورته اجازه ورکړې ده.

والله تعالی اعلم
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ـ

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب