ایا د ناسکه خواښې سره نکاح روا ده؟

زه دیوی مسلې پوښتنه لرم چی په لاندی ډول ده:

احمد ښځه لري چی نوم یې څانګه ده او ددوی لور چې نتکۍ نوم لري خالد ته په نکاح ورکړې .څاګه مړه شوه او احمد د فهیمی سره واده وکړ. احمد  هم مړ شو څو کاله وروسته د خالد ښځه چی نتکۍ نومیږي هم مړه شوه.

ایا خالد د فهیمی سره واده کولای شي.

ستاسو دلا بریالیتوب په هیله.

وفا وګمه

مولوي مجيب الرحمن منصور

قدرمه ورور! وعليكم السلام ورحمة الله وبرکاته!

ستا د پوښتنې په ځواب کې بايد و وايم چې د ناسکه خواښې سره چې د سړي خپله ښځه مړه وي نکاح کول جائز دي.

ستاسې په مسئله کې هم فهيمه د خالد ناسکه خواښې ده، نو کله چې د خالد ښځه مړه شي د خپلې ناسکې خواښې (فهيمې) سره واده کول شي.

ځکه کوم محرمات چې په قرآنکريم کې ذکر شوي په هغو کې ناسکه خواښې نه ده ذکر شوې

او دوهم قسم محرمات دا دې چې د ښځې که چېرې يو د هغو نه سړى وګڼل شي د بلې سره نکاح نه کېږي دوى دواړه په يو وخت د يو سړي سره نکاح نشي کولاى، دلته نتکى چې د فهيمې ناسکه لور ده که چېرې يوه د دوى نر فرض شي د بلې سره يې نکاح درسته نه ده نو يو کس د دواړو د ژوند په حالت له دوى دواړه سره نکاح نشي کولاى، مګر کله چې نتکۍ مړه شي نو خالد کولاى شي چې د فهيمې سره واده وکړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب