ایا فکر کوې چې د شهوت اور يواځې ستا بدن کې بل شوی دی؟

دکتور علی طنطاوی.

( ښاغلي (( م . ا )) ته چې د مصر له اسماعيليه څخه يې ماته ليک را استولى دى او ما ته يې قسم راکړى دى تر څو يې ليک ولولم او ځواب يې ورته وليکم . )

اى زويه ! ولې دې له ليک څخه د شک ، وېرې او خجالت حالت له ورايه ښکاري؟
ايا داسې فکر کوې چې د شهوت اور يوازې ستا په بدن کې بل دى او داسې انګېرې چې نور ټول خلک له دې امر څخه بې برخې دي ؟
نه زويه ! ځان ته ډېر مه غره کېږه ، هغه څه چې ته يې ډېر کړولى يې ستا ځانګړى رنځ نه دى . بلکې هغه د ټولو ځوانانو درد او ناروغي ده .

ما په دې هکله مخکې ډېرې ليکنې کړې دي ، که تکراري خبرې مې بدې نه ايسېدلى او يا مې که پخوانۍ خبرې په ذهن کې واى نو هرو مرو به مې تا ته دهغو د لوستلو سپارښته کړې وه .

هغه څه چې تا په اولس کلنۍ خوب ته نه پرېږدي ، دې ناروغۍ د ډېرو پوخو عمرونو کسانو له سترګو څخه هم خوبونه تښتولي دي ، ډېر زده کوونکي يې له درسونو څخه وېستلي دي او ډېر سوداګر يې له سوداګرۍڅخه بې برخې کړي دي .

هغه عشق او محبت چې شاعرانو يې په شعرونو کې او سندرغاړو ترې په سندرو کې يادونه کړېده ، تا هم د هماغه عشق او محبت اغېزې په خپل ځان کې حس کړي دي .

ولې په دومره توپير سره چې تا دې له خپل عشق او محبت څخه پرده ليرې کړه ، خو شاعرانو او اديبانو هغه د الفاظو په ښکلا کې رانغاړلى دى تر څو خلک پرې تېر باسي .

داسې چې تا له يوې چينې څخه په خپلو لاسونو اوبه وڅښلې او هغوى ترې په يوه جام چې د زرو پوښ يې ورکړى اوبه وڅښلې .
کوم شهوت چې ستا په وجود کې ليدل کېږي ، هغه شهوت ته ورته دى چې د شاعرانو په شعرونو ، د سندرغاړو په سندرو او د انځورګرانو په انځورونو کې يې څرکونه له ورايه ښکاري .

دا سمه ده چې هر څوک ستا په څېر نشي کېداى ، تر هغه وخته پورې چې په ځان کې ځوښ ( حرارت ) احساس کړي چې مخکې غلى وو او اوس يې د هغه پر اعصابو غلبه کړې ده ، نړۍ او وګړي يې په نظر بل رنګ ښکاري ، په دغه حالت کې هغه يوه ښځه چې له هډوکي ، غوښې او وينې څخه جوړه شوې ده او د نورو انسانانو په څېر د خوندونو او عيبونو درلودونکې ده ، انسان نه بلکې د خپلو شهوي ځواک د خړوب لپاره د ښکلا او جمال يو سمبول ګرځوي او داسې يو څه ترې جوړوي چې بت پرست له ډبرې څخه جوړ کړى دى .

بت پرست په خپلو لاسونو له ډبرې څخه بت جوړوي او بيا په خپل اختيار او رضايت هغه په خدايولۍ مني او هغه ته عبادت کوي .
هوکې زويه ! بت د بت پرست لپاره ډبرين خداى او معشوقه دعاشق لپاره خيالي خداى دى .

هوکې دا ټولې قضايا طبيعي او معقولي دي ، مګر هغه څه چې هيڅ وخت طبيعي او معقول نه دي هغه دادي چې
يو ځوان بايد د خپل عمر په پنځلس او يا شپاړس کلنۍ په دې ډول احساس مبتلا او ککړ شي .

اى زويه ! ښوونيز پروګرامونه دا ايجابوي چې يو ځوان دې له ٢٠ – ٢٥ کلنۍ پورې په ښوونځي او پوهنتون کې پاتې شي. دا چې د ٢٠ – ٢٥ کلنې پورې شهوت ډېر په ځوښ کې وي نو يو ځوان بايد څه وکړي ؟
تر ټولو لويه ستونزه همدا ده !
د اسلامي شريعت حکم دا دى چې انسان بايد په دې حالت او عمر کې واده وکړي . مګر ټولنيزه اوضاع او تعليمي تګلارې ددې غوښتونکې دي چې يو ځوان بايد يو د لاندينيو دريو لارو څخه چې هر يوه يې د شر او مصيبت لامل ګرځي اختيار کړي .

١ :- دا چې يو ځوان دې تل تر تله د لغړو خيالونو او فکرونو په لومه کې ګير پاته شي ، او تل بايد ددې خيالونو رنځ وزغمي . په لوڅو فلمونو او انځورونو خپل خيالونه وخړوبوي ، تر دې پورې چې دا وايروس يې په ټول ځان کې خپور شي . نو بيا چې هر لور ته نظر اړوي همدا وحشتناک او ډاروونکي انځورونه په نظر ورځي او بس .

يو عربي شاعر وايي :
اريد لاُنسي ذکرها فکاُنما تمثل ليلي بکل سبيل
( هڅه کوم يادونه يې هېر کړم ، مګر دا کار زما په وس کې نه دى ، ځکه چې هغې زما په وجود کې په دومره پيمانه ځاى نيولى دى چې هر څه اوس را ته ليلٰى ښکاري . )

اى زويه ! دا حالت تا په پاى کې په سرګردانۍ ، ليونتوب ، د دماغو په ګډوډۍ او يا هم د اعصابو د کمزورتيا په ناروغۍ اخته کوي .

٢ : – هغه عمل چې ته ور سره لاس او ګرېوان يې د استمنا يا د لاس پواسطه د شهوت وېستلو په نامه يادېږي .
دې کار په پخوا زمانه کې بل نوم درلود ، فقهاو يې د شرعي حکوم په اړه او اديبانو او شاعرانو يې په اړه په کتابونو کې ويناوې او څرګندونې کړې دي ، دېته اړتيا نه وينم چې هغو ته اوس اشاره وکړم او يا يې د دليل په بڼه راوړم .

که څه هم ددې درې عملونو په منځ کې ددې عمل زيانونه کم دي خو که استعمال يې زيات شي انسان په غم ، بې ذهنۍ ، غوثه او نورو ناروغيو اخته کوي .

ددې عمل مرتکب که څه هم ځوان وي ډېر ژر په خپل ځان کې د زړښت نښانې مومي او ژر له پښو غورځېږي .
تر ټولو ډېره ډارونکې خو لا داده چې خلک ترې کرکه کوي او له ناستې ولاړې څخه يې د شونتيا تر بريده ډډه کوي ، دا کار په حقيقت کې انسان ورو ، ورو د ژونديو له ډلې څخه ګوښه او د مرګ په سزا يې محکوموي .

٣ : – او يا دا چې ته د ذلالت او ګمراهۍ لاره خپله کړې ، او د رنډيخانو او فاحشه خانو په لټه کې شې .
پدې صورت کې به ته خپله روغتيا ، راتلونکى ژوند او دين د يو لږ څه ژر تېرېدونکي لذت په بدل کې له لاسه ورکړې .

ددې کار په بدل کې به ته هغه برى ليک چې ته يې د لاس ته راوړلو لپاره کوښښ کوې ، هغه دنده چې ته يې دلاس ته راوړلو لپاره حريصمند يې او هغه علم اوپوهه چې ستا ارمانونه او هيلې تشکيلوي ، ستا له لاسه ووځي او هيڅ شى به په لاس در نشي .

اى زويه ! داسې فکر مه کوه چې له يو ځل زنا کولو څخه وروسته به بل ځل زنا کولو ته زړه ښه نه کړې . هر څومره چې يوې ښځې ته ور نژدې کېږې د نژدېوالې حرص دې نور هم زياتېږي .

داسې لکه چې يوه پياله مالګينې اوبه وڅښې ستا تنده نوره هم زياته کړي . که ته له ١٠٠٠ ښځو سره پېژندګلوي ولرې او په بازار کې يوه ښخه له تا څخه مخ پټ کړي ، ته به ددې ښځې پېژنګلوۍ ته له هغه چا ډېر لېواله شې چې په عمر کې يې ښځه نه وي ليدلي.

اى زويه ! داسې فرض کړه چې ستا مالي وضعه ښه ده او هغه هيلې او ارمانونه چې ته يې له ښځو څخه لرې هغه هم ميسرې شوې دي ايا ستا وجود او اندام دا توان لري چې …؟
نه زويه ! تر ټولو پياوړي کسان په دې لاره کې را غورځېدلي دي . ډېر د قدرت او قوت سمبولونه او غټ ، غټ پهلوانان چې د ښه شهرت خاوندان وو، کله چې د شهوي غريزو په لومو کې راګير شول ، هر څه ترې پاته شول او ماته يې وخوړه

اى زويه ! ډېر داسې کسان شته چې تر اوسه يې لا عمرونه ٣٠ کلنۍ ته نه دى رسېدلي خو هغه ظلمونه او ناروا کارونه يې چې په خپل ځان لورولي دي ٦٠ کلن ښکاري . او ډېر داسې پاک لمني او عقيدوي کسان هم شته عمرونه يې ٦٠ کلنې ته رسېدلي وي خو ظاهراً يې څېره تازه او له ٣٠ کلن څخه هم ځوان ښکاري .

يو انګليسي متل دى چې (( هر چا په ځوانۍ کې خپل ځان وژغوره په زړښت کې محفوظ دى )) .
که نارينه په خپل حالت پرېښودل شي او د شهوت پاروونکي شيان لکه لوڅ انځورونه ، فلمونه او د ښځو د فحشاء خپرول نه وي نو هيڅکله به هم يو نارينه شهوي غريزه په مياشت کې له يو ځل او يا دوه ځلو څخه زيات تحريک نه کړي . ځکه چې دا مسئله په ټوليز ډول په علمي قواعدو ثابته شوېده .

هر څومره چې د حيوان د زيږون موده اوږدمهاله وي په هماغه اندازه يې د مجامعت او يوځايوالي موده ځنډنۍ وي .
د بېلګې په ډول : چرګه هره ورځ هګۍ اچوي نو د چرګ سره يې يوځايوالى هم په ورځني ډول دى ، مګر پيشو چې د تي لرونکو حيواناتو له ډلې څخه ده ، زيږون يې په کال کې يو ځل دى نو له پيشي سره يې يوځايوالى هم په کال کې يو ځل او يا هم دوه ځله وي هغه هم د کب په مياشت کې .

دا چې انسان ته هره ورځ ، هره اونۍ او هره مياشت د کب مياشت ګرځېدلې ده ، يواځينى لامل يې دده په چاپېريال کې د شهوت پارونکو شيانو شتون دى .

نو دا ټول کړاوونه او مصيبتونه دهغو تحريکونو زيږنده ده کوم چې د فحشاء خپروونکو او د شيطان د استازو لخوا ښځو ته د پرمختګ ، تمدن او ازادۍ په نامه ورپېژندل شوي دي .

ښځو ته د دوى ټوله پاملرنه د قصاب هغې پاملرنې ته ورته ده چې يو څاروى ته يې کوي هغه ساتي او روزنه ورکوي تر څو چاغ شي او حلالولو ته تيار شي .

هغه څوک چې د ډمو لوڅ انځورونه د اجنبي رقاصو ، د ښوونځيو د ښځينه زده کوونکو انځورونه د لوبغاړو او د سواحلو غاړو ته د تلونکو ښځو لوڅ انځورونه د اوړي د مېلو په نامه خپروي ، دوي له ډېر وخت څخه په ډېره حوصله پدې نقشه کار کړى دى .

که چېرې دا فاسدې مجلې او لغړ فلمونه نه واى او ددې تر څنګ زمونږ د بچيانو روزنه دهغه چا په لاس کې نه واى چې د ذلالت له ښوونځيو څخه فارغ شوي دي او اوس په ښوونځيو او پوهنتونونو کې زمونږ د بچيانو روزنه په غاړه لري ، نو د مسلمانو ښځو وضعه به داسې نه وه او حتٰى ددي تصور به مو هم نشو کولى چې دسواحلو غاړو ته دې مسلمانې ښځې بربنډې راووځي .

که چېرې د شعر ، فيلم ، انځورګرۍ او موسيقۍ فنون نه واى او همدارنګه هغو اسبابو شتون نه لرلاى چې ښځه ښايسته کوي او عشق څپانده کوي نو د جسمي پيوند هغه مَيل چې په خپل ځان او نورو ځوانانو کې حس کوې ، لسمه برخه به يې هم په تاسو کې نه واى .

دا ټول محرکات تر هغه وخته پورې په انسان اغېز نشي کولى تر څو په دې لاره کې يو لارورکى ملګرى پيدا نشي چې تا ته د فحشاء لاره در سمه کړي او تر دروازې دې ور ورسوي .

دا محرکات يو موټر ته ورته دي چې ټول يې پوره وي او بد ملګرى د سلف حيثيت لري . موټر چې هر څومره قوي او پياوړى شي بې له سلف وهلو څخه حرکت نشي کولى .

اى زويه ! ګويا يو څه اورم چې وايې : درد همدا دى، د درملنې لار يې څه ده ؟
زويه ! د درملنې لار يې داده چې د خداى ( جل جلاله )اوامرو ته رجوع وکړې . خداى ( جل جلاله ) هيڅ شى حرام کړى نه دى مګر دا چې په بدل کې يې يو بل شى حلال ګرځولى وي .

د بېلګې په ډول : سود او ريا حرامه ده مګر په بدل کې يې سوداګري حلاله ده ، فحشاء او زنا حرامه ده مګر په بدل کې يې نکاح او واده کول حلال دي .
ددې ټولو ستونزو حل په واده کولو کې دى .
د اصلاح يواځينۍ لار واده کول دي . زما وړانديز اسلامي سازمانونو او هغو ټولنو ته چې د اصلاح لپاره کار کوي دادى چې يوه نوې شعبه تاسيس کړي چې دنده يې واده کولو ته دځوانانو هڅونه او همدارنګه د هغو ځوانانو او پيغلو تر منځ د ريبارۍ کار پر مخ وړنه وي چې يو بل ته مناسب وي .

احياناً که يو ځوان د اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان وي ، يو څه پيسې دې په پور ورکړي . البته دا وړانديز نور تفصيلات هم لري ، که هر څوک غواړي چې په دې لاره کې لاس په کار شي حاضر يم چې نور تفصيلات يې هم ور ته شرح کړم .

هر کله که تا ته د واده کولو اسانتيا موجوده نه وه او نه دې غوښتل چې خپله پاکه لمن په فحشاء ککړه کړې نو ستا لپاره د درملنې يواځينۍ لار په تسامي کې نغښتې ده .

زه نه غواړم چې دا بحث د علم النفس او اروا پوهنې په اصطلاح ګانو سخت او پېچلى کړم ، تا ته دا يوه بېلګه وړاندې کوم :
که له اوبو څخه يو ډک چايجوش په اور کېښودل شي او ټول سوري يې بند کړل شي ، تپ يې بندېږي چايجوش چاودنه رامنځته کوي ، که د تپ وېستلو لپاره د چايجوش په منځ کې سورکى وباسې د چايجوش څخه څڅېدونکې اوبه اور اخلي ، او که د دېګبخار او يا د بخار د ماشين په څېر د تپ وېستلو لپاره په هغه کې يوه منظمه تڼۍ ځاى پرځاى شي ، فابريکه په کار اچوي ، اورګاډى په حرکت راولي او داسې نور ډېر حيرانوونکي کارونه پرې تر سره کولى شو .

نو لومړى حالت د هغه چا بېلګه ده چې خپل شهوت يې بند کړى او تل له خپل شهوت څخه په وېره کې وي .

دوهمى حالت د هغه چا بېلګه ده چې د ګمراهۍ لاره يې خپله کړي وي او د فاحشه خانو په لټه کې وي .

او دريمى حالت د هغه چا بېلګه ده چې د تسامي په حال کې وي .

نو تسامي : د روحي ، عقلي ، قلبي او بدني کوښښونو په مرسته د نفس ازادولو او هوسا کولو ته تسامي وايي . _
چې دا کوښښ ستا ذخيره شوې انرژي د خداى ( جل جلاله ) په عبادت او هغه ته په پنا وړلو ، په کار ، فن او لوست کې په مشغولېدلواو يا هم سپورټ ته په متوجه کېدلو او په هغه د ښو پايلو د لاسته راوړلو په لاره کې مصرفوي او تر څنګ يې ستا ذهنيت د هغه انځورونو ، فلمونو او موسيقۍ څخه بلې خواته اړوي ،کوم چې ستا شهوت پاروي.

اى زويه ! انسان طبيعتاً له خپل ځان سره مينه لري او هيڅوک له خپل ځان څخه غوره نه ګڼي . کله چې يو لوبغاړى هندارې ته ودرېږي نو ده ته خپلې قوي مټې او ښکلى بدن له هر څه نه غوره ښکاري او هيڅکله نه غواړي چې هغه ديوې نجلۍ له شونډو ، سترګو او زلفو څخه قربان کړي ، چې بيا يې وروسته د بدن انرژې ختمه ، غړي يې کمزوري او پوستکى يې پر هډوکو پاتې شي …

يواځينۍ دوا او درملنه واده کول دي او دا يوه حقيقي درملنه ده . او د نه امکان په صورت کې يې بيا درملنه تسامي ده . چې دا درملنه کولى شو يوه مؤقته درملنه وګڼو ، مګر دا داسې يوه درملنه ده چې په راتلونکي کې هيڅ ډول خطر نه زېږوي .

مګر هغه څه چې د انسانيت څخه ناخبره او په اخلاقي فساد ککړکسان وايي چې،ددې کار درملنه د نارينه و او ښځينه و په يو ځاى کېناستنه او تر څنګ يې د شهوي غرېزې د خړوب لپاره د ځانګړو ځايونو په جوړولو کې ده .

دا خبرې بې مفهومه او بې محتوا دي ، کفري ملتونو د نامحرمو نارينه و او ښځينه و يو ځاى کېناستنه او اوسېدنه تجربه کړه ، چې يوازې او يوازې يې په شهوترانۍ او اخلاقي فساد کې زياتوالى راوست او بس .

دفاحشه خانو د جوړولو په اړه چې دوى کومې خبرې کوي نو بيا خو دېته اړتيا شته چې دا کار چټکتيا او پراخوالى ومومي ، تر څو د ټولو ځوانانو اړتياوې پوره کړي .

نو بيا خو بايد يوازي په قاهره کې لس زره زناکارې ښځې په فاحشه خانو کې کېني . ځکه چې په قاهره کې دوه نيم ميليونه خلک ژوند کوي او لږ تر لږه دوه لکه خو به يې ځوانان وي .

هرکله چې مونږ ځوانانو ته دا زمينه برابره کړه ،هغوى له واده څخه بې برخې پاتې کېږي نوبيا به د نجونوسره څه کوو؟
ايا د هغوى لپاره هم داسې فاحشه خانې جوړې کړو چې په هغه کې نارينه زناکاره ناست وي ؟!

اى زويه ! په خداى ( جل جلاله ) قسم د دوى ټولې خبرې بېهوده او بې کاره دي ، دا د دوى د عقل خبرې نه بلکې د دوى د حيواني غريزو خبرې دي .

دوى د ښځو پرمختګ ، تمدن ، ازاد ژوند … نه غواړي ، دوى نوې کليمې اختراع کړي او د هغو په مرسته خلکو ته اخطار ورکوي ترڅو خپل دعوت پر مخ بوځي .

ددې خبرو څخه د دوى يواځينۍ موخه داده چې زمونږ خويندې او لوڼې له کورونو څخه بهر راوباسي او د هغوى اندامونه لمس کړي ، له روا او ناروا لارې له هغوى خوند واخلي ، له هغوى سره يو ځاى سفر وکړي او په محفلونو کې ور سره يو ځاى ګډا وکړي .

ځينې پلرونه شته چې ددې خبرو پروا نه ساتي . ددې لپاره چې په متمدنو او پرمختللو خلکو کې وشمېرل شي د خپلو لورګانو عزت په خپل لاس ليلاموي .

اى زويه ! لدې وروسته دې چې ما ته هر څه ليکل مه شرمېږه ، که دا ځواب ستا لپاره د منلو وړ نه وي نو په په ښکاره يې را ته وليکه .
دشهوت له حرارت څخه چې خداى ( جل جلاله ) په هر بدن کې ترکيب کړى دى او ته يې يوه برخه په خپل بدن کې حس کوې مه شرمېږه ، دا د قوت ، انرژۍ او ځوانۍ نښه ده .

او اى زويه ! ستا لپاره واده کول اړين او ضروري دي .که ته لا تر اوسه محصل يا زده کوونکى يې او د واده کولو اسانتيا در ته برابر نه وي ، نو ستا لپاره د حل يواځينۍ لار له
خداى ( جل جلاله ) څخه وېره او د هغه ( جل جلاله ) په عبادت او خپلو درسونو کې بوختېدل دي .
هو زويه ! سپورټ او بدني روزنه هم له ياده مه باسه ځکه چې دا هم يو ښه علاج او درملنه کېداى شي .

خبرې مې ډېرې اوږدې شوې د نورو اوږدولو لپاره يې ځان ته اجازه نه ورکوم .

که هر څوک، هر کله له ما څخه په دې اړه د څه ليکلو غوښتنه وکړي نو هرو مرو يې ورته ليکم او که څوک وغواړي چې په ليک کې يې ور ته وليکم نو ددې ليک په څېر يې په ليک کې ور ته ليکم ، او که خپروونکې ټولنې وغواړي چې د رسالې په بڼه يې د چاپ په ښکلا ، ښکلې کړي نو په رساله کې يې ور ته ليکم

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب