ایډز په نړۍ کې کم، په اروپا کې زیات شوی دی

په اوروپا کې د همجنس بازۍ د زیاتیدو له کبله د ایډز په ناروغۍ د اخته شویو کسانو شمیر زیات شوی.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په کال ۲۰۱۴ کې په دغه مرض اخته شوي کسان تر بل هر وخت زیات شوي دي.

ددغه سازمان سیمه ایزي څانګي مشري ویلي چې په اروپا کې په کال ۲۰۱۴ کې د ایډز د ناروغانو ثبت شوی شمېر ۱۴۲۱۹۷ افرادو ته رسیږي، چې تر هغه مخکي کال ۲۰۱۳ کې دغه شمیر ۱۳۶۲۳۵ وو.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان سیمه ایزه مشري سوزانا جاکاب دغه راپور د تیري پنجشنبې په ورځ خپور کړ، په راپور کې راغلي چې د ایډز مرض د زیاتیدو وجه د همجس بازانو تر منځ ناروا اړیکي دي.

سوزانا پر اروپايي هیوادونو غږ کړی چې د ایډز د ناروغۍ د مخنیوي په خاطر جدي اقدامات تر سره کړي.

په راپور کې راغلي چې د کال ۲۰۰۵ را وروسته په دغه ناروغي اخته کسانو شمیر په بلغاریا، هنګري، چیک او سلواکیا کې یو په دوه شوی.

په روسیه کې ۸۵۲۵۲ افراد ثبت شوي، او د اروپا په ختیځ هیوادونو کې دغه شمیرې مخ په وړاندي رواني دي.

د ایډز ناروغي د نامشروعو جنسي اړیکو او په نشو د روږدو کسانو تر منځ د خیرنو پیچکاریو د مکرر استعمال له وجي انتقالیږی، خو د روغتیا نړیوال سازمان سیمه ایزي مشري سوزانا ویلي، په خاصه توګه په اروپايي هیوادونو کې دغه لا علاجه او ناوړه مرض د همجنس بازانو د خپل منځي جنسي اړیکو له کبله انتقالیږي.

په ټوله کې د اروپا د ایډز ناروغان د کال ۲۰۰۵ څخه بیا تر ۲۰۱۴ پوري ۴۲ سلنه زیات شوي، چې په هغو کې په جرمني کې هم اوه سلنه زیات شوی.

بل خواته اتریش، اسټونیا، هالینډ، او برتانیا کې ۲۵ سلنه کم شوی.

د ملګرو ملتونو د راپور سره سم په کال ۲۰۱۴ کې یو ملیون انسانان د ایډز په ناروغي اخته سول ، چې د ۲۰۰۰ کال څخه د تیرو کلونو په نسبت ۳۵ سلنه کموالی راغلی دی.

ایډز یا (HIV) وایرس د انسان د جسم مدافعاتي سیسټم تخریبوي او جراثیمو په وړاندي د جسم مدافعه قوه له منځه وړي، چې له کبله یې د بدن هغه سیمي لکه خوله، لاسونه، سترګي، تناسلي اعضاء او پښې د جراثیمو سره د لګېدو له کبله ژر خرابیږي.

دغه وایرس تر ډیري مودې پوري په جسم کې پټ وي او په لومړیو کلونو کې تشخیص هم ستونزمن وي، خو چې تشخیص شي، علاج یې نه کیږي.

بايد وویل شي چې نړۍ هر کال د دیسمبر په لومړۍ نیټه د ایډز نړیواله ورځ لمانځي چې په دغه ورځ مختلف پروګرامونه په کار اچوي، او د خلکو ته ددغه ناروغۍ په اړه معلومات ورکوي، او همداسی وقایوي لاري چاري ورښيي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب