ایډز څه ډول ناروغي ده؟

ایدز څه ډول ناروغي ده

دا ناروغي یوه انسان نه بل انسان ته انتقالېږي او یوه ویروسي ناروغي ده .د ایډز ویروس ایچ ای وي بلل کېږي چې تر ټولو مهم کار ېې د بدن د دفاعي سیستم له منځه وړل دي .دا ویروس د بدن سپین کرویات چې دناروغیو او میکروبونو په وړاندې د مقابلې دنده پر غاړه لري له منځه وړي .چې په دې توګه بدن د هرې وړې او غټې ناروغۍ په وړاندې د مقاومت د توان نه لرلو له امله له مرګ سره مخامخېږي.

د ایډز د انتقال لارې

ایډز ناروغي ۷۰ سلنه د جنسي مقاربت ، شل سلنه د وینې له لارې او۱۰ سلنه هم له مور نه ماشوم ته انتقالېږي .د ایډز ناروغي کومې ځانګړې نښې نه لري بلکې د ویروس له اخیستلو دوې اوونۍ ،یوه میاشت حتې ۶ میاشتې یا دوه کاله وروسته یو عادي ریزش یا زکام ته ورته علایم را منځته کېږي خو کله چې د ایډز ناروغي را منځته کېږي د ډېرې ستړیا ، د شپې خولې کیدو ، د مرغړیو پړسوب، پرله پسې اسهال، وچ او دوام لرونکی ټوخی، د خولې زخمونه، د ساه بندېدل، او د پوستکي سرطان همداراز د هسپرزوسټر په څیر د پوستکي ناروغۍ ناروغۍ ورته پیښیږي .د ایچ ای وي تیسټ هم د ویروس له اخیستو ۱۲ اوونۍ وروسته په وینه کې مثبت کېږي.

سرطان

په افغانستان کې د ډېرو کډوالیو ، فقر ، بې وزلیو ، د کافي پوهې او سواد د نشتوالي او د ژوند د شرایطو د کچې ټیټوالي له امله د نورو ناروغیو په څیر د ایډز د ناروغۍ د خورېدو شرایط برابر دي.

وقایه Prevention

له دې امله چې د ایډز ناروغي ۷۰ سلنه یواځي د جنسي اړیکو له لارې انتقالېږي خپلې میرمنې ته وفاداري او بلعکس مېړه ته د خپلې مېرمنې وفاداري د ایډز د ناروغۍ په کنترول کې تر ټولو ډېر مهم رول لري. په امریکا او انګلیستان کې دا ناروغي په عمده ډول له همجنس بازانو یو بل ته انتقالېږي ځکه په دې ځایونو کې لواطت او همجنس بازي عامه ده .

په امریکا کې کابو یو میلیون کسان په ایډز اخته دي او تر نیم میلیون زیاتو کسانو په دې هیواد کې د ایډز د ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړئ .له دې امله چې د مخدره توکو استعمالوونکي خلک شخصي حفظ الصحه نه شي مراعاتولئ او حتې د درملو د استعمال پر وخت ډېر کسان له یوه سورنج څخه کار اخلي د نورو خطرناکو ویروسي او باکتریایي ناروغیو په څنګ کې ایدز هم یو بل ته انتقالوي. افغانستان چې د نړۍ د بشري پراختیا د ۱۷۷ هېوادونو په لیست کې په وروستي کتار کې د یو څو افریقایي هېوادونو په سر کې ځای لري او همداراز د کډوالو د شمېر له امله ېې د نړۍ دوم مقام خپل کړئ او دوامداره جګړه هم په کې روانه ده د نورو ناخوالو تر څنګ د ایډز په شان د ساري ناروغۍ د خپریدو شرایط هم په کې مساعد دي .همداراز د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره پراخې پرانیستې پولې لري چې دا هم د ناروغیو په انتقال کې اغیزه لري.

یوه سروي ښیي چې د افغانستان په لرې پرتو او کلیوالو سیمو کې خلک حتې له خپلې میرمنې سره هم په مصئون ډول

جنسي اړیکې نه شي ټینګولای په دې معنی چې که یو شخص یا د هغه میرمنه له ایدز پرته نورې هغه ناروغۍ چې له میړه ښځې یا له ښځې میړه ته انتقالېږي ولري بیا هم هغوی مصئون جنسي اړیکې نه شي ټینګولای او حتې له ۱ سلنې کم خلک کنډم پیژني او هغه استعمالوي.

د انتقال لارې

له وینې یا مخاطي غشا ء سره د منتن کس د وینې ، جنسي افرازاتو ،مني او د تي د شیدو د لګیدو یا ګډیدو د ایدز ناروغي انتقالېږي. سره له دې که متن کس د ناروغۍ نښې نښاني هم ونه لري. د ناروغۍ انتقال د انتقال شویو ویروسونو له شمېر ، د شخص له دفاعي سیستم او د درملنې له زر یا وروسته پیل کیدو سره تړاو لري. د مثال په ډول د حشراتو له چیچلو چې لومړئ ېې منتن کس چیچلئ او بیا سالم کس چیچلئ وئ د ناروغۍ د انتقال امکان ډېر لږ حتې د نه شتون په حساب دئ.

د ایچ ای وي تشخیص

له نیکه مرغه په افغانستان کې هم د ایچ ای وي د تشخیص لپاره آسانتیاوې شته چې په لومړي سر کې یو ډول سټریفونه دي چې په هغه لومړنئ تشخیص تر سره کېږي او بیا د تائید لپاره نور ډول ډول ټستونه هم موجود دي .او حتې د ولسوالۍ

سرطان

په کچه په ټولو روغتونونو او همداراز په هغه کلینیکونو کې چې د وینې د انتقال شرایط په کې موجود دي دا ټسټونه شتون لري.

د ایډز علامې

نړیوال روغتیایي سازمان د ایډز ناروغۍ لپاره دری لویې او ۷ وړې علامې ټاکلې چې سترې علامې یې په لاندې ډول دي

۱:د بدن له لس سلنې د زیات وزن کمیدل ۲:له یوې میاشتې زیات اسهال یا نس ناسته ۳: او له یوې میاشتې زیاته پرله پسې تبه

وړې علامې په لاندې ډول دي

۱: د لمفاوي غدو غټیدل ۲: تر یوې میاشتې زیات ټوخئ ۳: د خولې دوامداره خوړینیدل یا کانډیدیاز ۴: د بدن په بیلابیلو برخو کې خارښت لرونکئ سوروالئ ۵. د هرپس زوسټر تکراري حملې ۶: د پوستکي مزمن او شدید ټپونه او د حافظې له لاسه ورکول او د محیطي اعصابو تخریب چې وروستۍ نښه ده ډاکتران وایي که په یوه سړي کې دوې لوېې او یوه وړه نښه موجودې وي دا کس په ایډز مشکوک دئ .

الیزا ټیست

دا ټیسټ یو دقیق ټیسټ دئ چې ۹۵ په سلو کې د ناروغۍ له سرایت ۶ اوونۍ وروسته مثبت کېږي له دې سره په څنګ کې د ایډز د دقیق تشخیص لپاره وایرل لوډ ټست د وینې د حجراتو دقیقه شمېرنه ، د سي ډي ۴ لمفوسایټونو شمېرنه او داسې نور تشخیصونه هم شته.

درملنه

له بده مرغه ایډز مطلقه درملنه نه لري خو د فرصت طلبه انتاناتو درملنه او وقایه همداراز د وینې د جوړیدو تنبیه کوونکي فکتورونه او یو شمېر درمل د ناروغ عمر تر یوه حده اوږدولای شي. کله چې د ایډز د ناروغۍ علایم راښکاره شي ناروغ بالعموم د یوه کال په موده کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب