ای مسلمان ځوانه!

ښایی ته تر ما ډیر ځیرک، پوه، او هوښیار وې، ښایې د داسې مفکورې،  او لیدلوري خاوند وې چې زه یې په ارمان یم.
خو یوې خبرې ته دې د توجه جلب را اړوم د کشر ورور په څیر مې د سوي زړه له پرهرونو دا یوه څړیکه چې په ډیرو ناخوالو پوښل شوې واوره!

ځوانه!  ته دنړۍ هر ځواک، او هر قوت ویني چې د مسلمه امت د ځپلو پخاطر یې د خپل ټول زور او زرو په توسط د هغوی دله منځه وړلو، یا مستضعفولو پخاطر  هراړخیزه فشارونه وارد،  او اسلامي ټولنه یې یا په ټولییز ډول ورکه یا هم د تل لپاره په ګونډو کړي.  ته پوهیږې هغوی ډول،ډول  پروګرامونه،دسایس او توطیې د دې کار لپاره پیل او زرګونه میلیارد دالر پانګونه یې ورباندې کړې.  پدې هم پوهیږې چې الله ج درته په قرآن عظیم الشان کې په واضحه توګه درته ویلي چې ( ولن ترضی عنک الیهود ولاالنصری،  حتی تتبع ملتهم) تر څو پورې دې چې دهغوی منحرفه تګلاره عملي کړې نه وي، تر څو دې چې هغو ته سجده نه وي ایښودلې،  او ترڅو چې په تمامه معنا له خپل دین، ناموس او غیرت څخه ورته تیر نه وې تر هغو به د هستۍ ټیغ ونه باسې،  تر هغو به وژل کیږې، تر هغو به ترور، او تر هغو به په یو، او بل نوم درباندې بریدونه روان وي.  ترڅو چې دې خپله سپینه عقیده پریښې نه وي، او ترڅو دې چې د قرآن ټولو اوامرو، احکامو ته  غاړه ایښې وي تر هغو به دې هم کلی بمبار، ته به په هتکړیو کې پروت او کورنۍ به دې هم پاشلې وي.

ځوانه!  ته به وایی نو څه وکړم آیا دین پریدم، له عقیدوي پولو واوړم او که،؟

نو د یو خواخوږي ورور په حیث درته همدومره ویلی شم چې  ځوانه ذوالجلال ج راته ویلي چې که جهاد دې وکړ، خپل زنګ وهلی، ګرد وهلی ټوپک دې په نازکو او پستو اوګو بار کړ او د غیرت او ننګ زندګي دې تیره کړه  هم به بریالی او هم به د ټولنې یو ستر اتل وې.
ته د جهاد په توسط د ډیرو یتیمو پرګنو،  د ډیرو مستضعفو لږکیو،  او د ډیرو بې څوکه کونډو رنډو آهونه دفع کولی شې ته بیا د ټولنې ولس، او ټول ملت یو اتلوال مبارز یادیږې که څه هم تا به خپله فریضه (جهاد) سر ته رسولی وي.

ګوره!

ته د هغه چا په مسير مه ځه چې د وسله وال جهاد مخالف دي، ځکه ستا ستاینه، او امتیاز ذوالجلال جلا جلاله کړی. الله جل جلاله فرمایی ( فضل الله المجاهدین علی القاعدین اجراً عظیماً ).

ځوانه!
دا دهغو مصلحت پرستو او بې غیرته خلکو انجام دی  چې نن مو د ګل په څیر  حلب په سرو اورونو کې سوځي،  پرون یې مصر راته لولپه کړ،  او تیره ورځ یې لیبیا، عراق راته له خاورو سره خاورې کړل.
لږ به ستا ګاونډ ته هم  راشم  . پرون ستاسو دګاونډي کور ولې بمبار شو،  هاغه تیره ورځ چا زما د ماما د ځوی دروازه د راکټ په شنګولې ګولۍ د سپیدچاو تاریکي ماته کړه،  هغه زموږ د کلي د مازدیګر ځلمیان ولې او په کومه ګناه ووژل شول.
آیا هغوی سپینه ماڼۍ ویشتې وه؟  آیا هغوی د بوش، اوباما،  او … کورونه په نښه کړي وو،؟،  آیا هغوی د کوم کافر ماشومان په زانګو کې وژلي ؤ؟  که نه هسې په مونږ یې زده کوي؟

خامخا ځواب یې دوهم دی.

ځوانه!
له  پرونه بیا تر ننه د دې ملت دبقا پخاطر اکثریت قرباني طالب یا د دیني زدکړو شاګرد ورکوي.  کلونه کلونه د بګرام پلچرخي،  په وحشتناکو ځنځیرونو کې بند ماشومان یې سوځي او ګاونډ یې بمباریږي.
دامنم چې تاسره به د علم او زدکړې غم تر ما ډیر وي. خو قسم ده چې همدا علم کې دې دهیواد د ارتقا او د مهجور ولس د دفاع غم نه وي تاته حرام او په ګناه اخته یې.
ځکه امریکایې تاړاک ما له ټول ځل او پوستین سره له منځه وړي،  خلک مې په فکري، عقیدوي توګه تراشي،  او د ځوانانو لیدلوری مو تخریبوي.  اقلا که اوګې دې د راکټ د مرمیو د وړلو وړتیا نلري،  او ګوتې دې د ماشې چلولو هنر ته ورته ندي.
دا خو کولی شې چې د قلم څوکه دې د یرغلګرو پرضد راتاوو، او د مظلومو اسیرو پرګنو غږ تر نړۍ اوچت کړې،  دا خو کولی شې چې بې ضمیره مسلمانانو ته دپیغور په ژبغړانده لهجه ووایې چې آیا په روهنګایی مسلمانانو یې اوښکې توی کړې؟ آیا په حلب یې لا زړه ندی خوږیدلی،  آیا د افغان اشغال د اختتام لپاره مو کله غږ اوچت کړی او آیا کله مو د جهاد او غیرت د ضمیر په څوکو کې راغلی

ځوانه!  اقلا خپل مسؤلیت به دې آدا،  او د ملت اوښکې به دې تر یوه حده پاکې کړې وي.

خالق یار احمدزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب