ای لمونځ کوونکیه!

قال رسول صلی الله علیه وسلم : ان العبد اذا قام یصلي أتی بذنوبه کلها فوضعت علی رأسه وعاتقیه، فکلما رکع أو سجد تساقطت عنه.
رسول کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي : چې کله یو څوک په لمانځه باندې دریږي نو دده ګناهونه دده سر او غاړې ته راځي او کله چې رکوع او سجدې ته ځي نو دا ګناهونه یې له سره غورځي او لرې کیږي.
نو اې لمونځ کوونکیه ! په رکوع او سجدې کې تأدي مه کوه ! رکوع او سجده په خورا ښه زړه، ښه ادب، او ښه طریقې سره ادا کړه څو الله جل جلاله هغه ټول ګناهونه دې معاف کړي !
 اې لمونځ کوونکیه
!دومره بیړه د څه لپاره ؟؟ دومره ژر ژر خلاصول د څه لپاره ؟؟ آیا دومره هم د خپل خالق لپاره نه کوې چې یوازې او یوازې د څو دقیقو لپاره د هغه په حضور کې داسې ودریږې لکه ته چې هغه وینې او که ته دومره روحاني قوت نلرې چې هغه ووینې نو بیا داسې فکر وکړه چې هغه تاسو ویني او ستاسو هر عمل له هغه څخه پټ ندی !!!
 اې لمونځ کوونکیه !
ټوله ورځ دې د دنیا لپاره وقف ده خو الله تعالی سره له هغه اجر درکوي، ټول عمر دې د دنیا لپاره وقف ده خو الله تعالی تا له ټولو مصائبو او آفتونو څخه ژغوري ! ټوله ورځ له خلق الله نفرت کوې خو الله تعالی له تاسره مینه کوي، او همدا درته وایي چې اې زما بنده ! چې هر څومره ګناه دې کړې وي بیا هم زما خوا ته راشه زه دې ګناهونه بخښم ! ‎!
 اې لمونځ کوونکیه !
هره ورځ، هر ساعت، او هره لحظه پر دې فکر کې یې چې څنګه خپله دنیا او مال ډیر کړې؟؟ هره ورځ، هر ساعت او هره لحظه پر دې فکر کې یې چې څنګه ښه لباس، ښه خواړه، ښه څښاک وکړې ؟؟ خو هیڅکله دې داسې ونه کړل او نه دې وویل او نه دې په خاطر کې تیر شول چې د خپل خالق مخې ته ولاړ یم نو یوه دقیقه نه پنځه دقیقې به د خپل اصلي څښتن او حقیقي پاچا تر مخې تیر کړم ! او ددې ټولو البسه وو او خوراکونو او څښاکونو چې تا ته یې په وړیا ډول درکړي شکرانه اداء کړې..!!
 اې لمونځ کوونکیه !
کله چې د خپل رئیس شعبې ته ننوزې نو ځآن هغسې برابر کړې چې څومره دې پر وس او توان کې وي، عطر، خوشبوئي، خپل کالی او لباس، او خپل ځآن په آئینه کې ښه برابر کړې او بیا ورشې، او بیا یې مخې ته داسې ولاړ یې لکه مستقیمه ونه نه شور خورې او نه درڅخه آواز خیژي، خو د خپل اصلي رئیس چې ستا ټول امور او کارونه یې پر لاس کښې دي، تا ته چې هر څه وغواړې درکوي یې، ستا مقرري او ستا منفکي د هغه په لاس کښې ده، او چې کله یې حضور ته ورشې نو هغه څه کوې چې له لاسه دې کیږي، هم په ویښتانو کې ګوتې وهي، هم په سپږمو کې، هم شور خورې او هم دیخوا اخوا زنګیږې !!؟؟ آیا دادې پر خاطر کې نه ګرځي چې زه د هغه چا پر حضور کې ولاړ یم چې د کن په ویلو سره فیکون شي او ټول نظام د سترګو په رپ کښې جوړ او خراب کړي !!
اې لمونځ کوونکیه!
همدا دې خالق دی، همدا دې صانع دی، او همدا دې مالک دی!
نو راځۍ چې په ګډه سره دا اصل ومنو او دېته ترجیح ورکړو چې د خپل آقا ومخې ته په پاک زړه او بدن ورشو، په پآک مخ او په پاک لباس ورشو، له دنیوي مینې څخه په پاک زړه د هغه د در ومخې ته ودریږو او د هغه د لایتناهي رحمت او مغفرت غوښتنه وکړو….!!
آیا کوو یې ؟

عبدالبصیر عتیق زی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب