بادرنګ د تندې مخنیوی کوي

بادرنګ د هغو سبزیو او مېوو په سر کې راځي چې له تندې سره مبارزه کوي. بادرنګ په خپل ترکیب کې ۹۲ سلنه اوبه لري، نو له همدې امله له رومي، کاهو او هندوانې هم مخکې دی.

بادرنګ د کاهو او رومي په پرتله ډېره لږه انرژي توليدوي؛ ځکه خو په ډنګرېدو کې پوره مرسته کوي. د خوړو کارپوهان یې تل هغو کسانو ته سپارښتنه کوي چې ډېر وزن لري.

پر دې سربېره بادرنګ په خپل ترکیب کې داسې څه نه لري چې د وزن د ډېرېدو لامل وګرځي. ځینو علمي څېړنو په ډاګه کړې چې بادرنګ دا وړتیا لري چې د نارینه وو د جنسي ځواک فعالیت لا پسې ډېر کړي، په ځانګړې توګه د هغو چې د کوروالۍ پر مهال له ځانګړو ستونزو ځورېږي.

بادرنګ د جنسي ناروغیو د درملنې په سر کې راځي، ځینې یې لا عضوي ویګرا هم ګڼي.

بادرنګ په هضم کې مرسته کوي، له بدن څخه د زهري موادو په ايستلو کې مرستندوی ثابت شوي او پر جنسي روغتیا یې اغېز مثبت دی، د سرطاني ناروغيو لپاره هم ګټور دي او هغه وګړي چې د بدن پوست یې وچ وي، د بادرنګ کارول ورته خورا ګټور دي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب