باید ملي ګټو ته ژمن واوسو!

دا چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی نو دا کور په ټولو وګړو مساوي حق لري ، کله چې موږ د افغانیت نارې وهو او ځانونه ددې خاورې وارثین بلو ، نو اړتیا ده چې په عمل کې هم ځانونه ددې وطن حقیقي وارثین ثابت کړو .
‎څنګه ځانونه ملي ثابت کولی شو؟

‎لومړی دا چې موږ وایو چې موږ افغانان یو دا هم باید درک کړو چې افغانستان زموږ ټولو ګډ کور او ملي ګټې د ټولو افغانانو ګډې دي او باید ترې ساتنه وکړو .
‎کله چې له ملي ګټو څخه یادونه کوو باید له ملي ګټو یو مشترک تعریف ولرو.
‎خاوره، سرحدونه، ښوونځي، اقتصادي پروژې، روغتونونه، فابریکې، ژبه، ملي سرود، ملي هویت،بیرغ، امنیتي ځواکونه ، قومونه ، او په ټوله کې نظام د هېواد ملي ګټې دي ، هر افغان باید دغو ملي ګټو ته ژمن واوسي ، ځکه چې همدا زموږ د هېواد د پاره اساس او د هېواد د ټولو اوسیدونکو د پاره حیاتي ارزښت لري .
‎ کله چې د هېواد ملي ګټې هر افغان ته ارزښتمندې شي نو هغه وخت پرديپاله کړۍ زموږ په هېواد کې ماتې خوري .
‎یو شمېر اشخاص چې موخې يې نورو هېوادونو ته جاسوسي کول دي تل يې هڅه کړې چې د افغانانو په منځ کې نفاق ته لمن ووهي ، او د افغانستان ملي ګټې زیانمنې کړي، د افغانستان ولس په موجوده نظام بې باوره کړي .
‎د افغانانو اړتیا دا ده چې د افغانستان ټول قومونه ومني ، د یو بل ژبې ومني ، د یو بل کلتور ومني، د یو بل په وړاندې زغم ولري .

‎په افغانستان کې روانه جګړه د افغانستان یوه قوم پورې هم تړلې نده ، دا جګړه د هر افغان ژوند اخلي ، نو کله چې یو خاص قوم د جګړې څخه متضرره کېږي اړتیا نشته چې د بل قوم په وړاندې تعبیض وښودل شي
‎د سیمې استخباراتي کړۍ هڅه کوي چې زموږ په خاوره کې د داخلي جاسوسانو په لاس د افغانانو یووالی له منځه یوسي ، د افغانانو باور له منځه یوسي ، دافغانانو ملي ګټې متضررې کړي ، او په افغانستان کې روانه جګړې ته قومي رنګ ورکړي ، کله چې موږ افغانان بېداره شو، د یو بل په وړاندې زغم ولرو ، د نظام ملاتړي واوسو، ملي تر شخصي ګټو لوړې وګڼو ، کورني جاسوس ته په خپل کور کې ځای ورنکړو، هم به مو هېواد ساتلی وي ، هم به مو ملي کټې ساتلې وي ، هم به مو یووالی ساتلی وي ، نو په نتیجه کې به د یوه مقتدر او پیاوړي نظام او افغانستان لرونکي واسو.

پښتنه کیلواله

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب