بختور به ولي نه يم- شعر

ډيرخوشحاله يمه حبيبه ! چي لتا سره آشنايم
له الله سره آشنايم،له رڼاسره آشنايم

ستا له نوره نوراني يم تا پاللى قيمتي يم
دغمي په څېرتراشلى له دنيا سره آشنا يم

ستادپاکي ميني ګټه که څوک پوښتي رانه داده
دجفا په نقصان پوه يم له وفاسره آشنايم

ددعوت عمل مي ستادئ دجهاد تدريب مي ستادئ
په غيرت يم تا پوه کړى له فدا سره آشنايم

تا بدخواکړمه دنفس او شيطان غوندي بلاوو
زه دي جارشمه خاکسار شوم له ګداسره آشنايم

دا احسان دي خدايه کم نکړي عاجز يم کنهګاريم
چي زه ستاد نازولي مصطفى سره آشنا

شکر شکر راته کيږي حماسي الهام دشعر
بختور به ولي نه يم چي پيشوا سره آشنايم
2013/04/23

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب