بواسير يا هيموروئید ناروغي

بواسير يا هيموروئید ناروغي

د لويي کولمي يا مقعد په اخرنۍ برخه کې د شته وريدونو لويوالي، پړسېدلو او يا هم کله کله د دې وريدنو سورې کېدو ته چې د ويني دبهېدو لامل ګرځي هيموريئد يا په عامه ژبه بواسير و په نوم ياديږي.

د ا وريدونه د يوشمير لاملونو او فشار په واسطه د وينې د غونډېدو له امله پړسېږي چې د تغوط د فعل په وخت ناروغ ته درد پيدا کوي؛ د غايطه موادو او زور وهلو په واسطه ترې وينه را وزي.

یعنې؛ د مقعد په وروستۍ برخه کې چې کوم د وینې وریدونه دي د یو شمېر عواملو او فشار له امله په کې وینه غوڼډيږي او کڅوړه کیږي چې د تغوت یا تشناب ته د تللو پر وخت ناروغ ته ستونځې پيښوي حتې زخمي کیږي او د وینې د بهیدو لامل ګرځي.

بواسير به د مقعد په خارجې او داخلي برخه کې شتون لري چې لومړی هغه يې خارجې او دوهم يې داخلي بواسير بلل کېږي؛ هم په ښځو او هم په نرانو کې منځ ته راځې د عمر له نظره له پنځه څلویښت کلنۍ تر پنځوس کلنۍ عمر لرونکو کسانو کې منځ ته راځې.

بواسیر کېدای شي د مقعد په وروستۍ برخه یا هم دننه وي چې لومړۍ ته يې خارجي او دوهم ته ېې هم داخلي بواسیر ویل کېږي ..

د تغوت د فعل په وخت يا ورڅخه وروسته د مقعد په برخه کې درد او سوی، د تغوت د فعل په وخت کې د وينې بهېدل، د مقعد په داخل يا خارج کې د دانې يا کتلې شته والی، د مقعد پړسوب او التهاب د دې ناروغۍ ستري نښې دي.

ټول هغه عوامل چې د مقعد په برخه کې په رګونو کې د فشار راوستو لامل کېږي د دې ناروغۍ د منځ ته راتلو امکانات زیاتوي لکه د ډېر وخت لپاره په ولاړې باندي کار کول، يا د دوو پښو په سر باندي دوامداره او د ډېر وخت لپاره کښیناستل، دوامداره قبضيت، همدارنګه چاقوالی هم کېدای شې د مقعد په برخه کې په شته رګونو باندي ځيني وخت د فشار د اچولو لامل شې چې دا فشار په چاقو وګړو کې د اناتومي سیستم د ګډوډي له امله وي، دا ګډوډي هم په یادو رګونو باندي زور راوړي او په پایله کې د هيموروئید ناروغۍ ته لاره هواروي.

همدارنګه د فزیکي فعالیت کموالی، په خوړو کې د اوبلنو يا نرمو څيزونو کم اخستل او د ډېر وخت لپاره قبضيت لرل او په خپله د وزن ډيریدل ، په ښځو کې امیدواري، د وینو د غوړو زیاتوالی سیروز ، او وریکوزیس په زړو خلکو کې د عضلاتو شل والی او د رګونو د مقاومت کمزوري هم د دې ناروغۍ د منځ ته راتلو لپاره لاره هواروي يا په بله مانا پورته ټول لاملونه چې د مقعد په رګونو باندي فشار واردوي د دې ناروغۍ لاملونه دي.

ځينې طبي کتابونه خو د وینې لوړ فشار د کلمو سرطانونه او د ځيګر او صفرا د کڅوړي ناروغۍ هم د هيموروئید لپاره لاملونه ګڼي ځکه چې صفر او ځيګر د خوراکې موادو به هضم کې رول لري.

همداراز قبضیت په تېره بیا دوامداره قبضیت هم په همدې رګونو فشار واردوي چې د قبضیت لاملونه بیا بیل دي د مثال په ډول د وچو او قبض راوړونکو خوراکونو خوړل د میوو او سبو یا هغو غذايي موادو کم خوړل چې ف خوړل .

څنګه کوای شو له دې ناروغۍ څخه وقايه وکړو يا ځان ترې وساتو:؟

۱ـ د د غذايې رژيم په ټاکلو او منظم تمرین سره کولای شئ تاسو خپل وزن را کم کړئ التبه که چېرته مو وزن زیات وي او دا ستونزه لرئ
۲ـ د تغوت به وخت کې په کمونټ باندې هڅه وکړئ چې په هر لحاظ ارام کينئ زر له تشنابه مه وزئ او هڅه مه کوئ چې په دې وخت کې زور ووهئ
۳ـ د تغوت پر مهال د ډېر وخت لپاره مه کينئ کوښښ وکړئ چې له تشنابه ژر ووزئ او په ورځ کې لږ تر لږه څلور ځله د تغوت فعل اجرا کړئ
۴ـ په ورځنيو خوړو کې له فایبر لرونکو غذا ګانو څخه استفاده وکړئ مثلا میوه او سابه وخورئ ځکه چې فایبرلرونکې خواړه چې په میوو سبو او غلو کې موجود دي د کلمو د حرکت د زیاتوالي، او د معدې نرمښت را منځ ته کوي
۵ ـ د غواوو شیدې مستې کورت ، پينر ، کوچ او داسې نور ،ټول په غذايي رژیم کې له تاسو سره مرسته کوي چې په دې ناروغۍ باندې له اخته کېدو څخه مو وژغورئ
۶ ـ د ورځې باید لږ تر لږه دوه یا دوه نیم لیتره اوبه وڅښو چې له آتو نه تر لسو د اوبو ګیلاسونو په اندازه ده .
۷ ـ لږ تر لږه د ورځې د نیم ساعت لپاره پلې يا پياده ګرځېدل په مناسب اندازه سره باید وشې خو فکر مو وي چې ځینې کتابونه ډېر زیات پلي تګ کول پخپله د دې ناروغۍ پو لامل هم بولي نو په کار ده چې مناسب پلې ګرځېدا وکړئ
۸ ـ سګريټ مه څګوئ او هغه خواړه باید ونه خوړل شې چې معمولا د قبضیت لامل ګرځي .
د دې ناروغۍ درملنه څنګه کېدای شې

که چېرته تاسو پورته کړنلاري په لاره واچوئ چې په وقايه کې ورته اشاره وشوه نو په دې ناروغۍ به نه اخته کېږي، که چېرته پرې اخته یاست نو پورته کړن لاري عملې کول کېدای شې ستاسو د هيموروئيد ناروغۍ له منځه يوسې خو د لاملونو لپاره يې زمینه مساعدېدل د دې ناروغۍ د بیرته راتلو چانس هم پیدا کوي نو په کار ده چې له دې ناروغۍ د ساتنې لارې چارې په دقیق ډول په روزمره شکل سره عملي کړای شي.

که د پورته کړن لارو په پلې کولو او د ډاکټر له لوري د در کړل شوېو درملو په واسطه ستاسو ستونزه حل نه شوه نو په دې وخت کې ستاسو ډاکټر د جراحې عملې د سرته رسولو تابیا نيسې.

هغه جراحې عملې چې د بواسېرو يا هيموروئید د ناروغۍ لپاره په لاره اچول کېږي په لاندې ډول دي
۱ـ د بواسیرو په ناحیه کې د وړو پلاستیکي پیپونوتیرول دي تر څو له احتمالي فشار سره مقاومت وکړئ شي .
۲ـ سکلرو تراپي ده یعنې دپړسیدلیو وریدونو د حجم کمولو لپاره ناحېې ته کیمیاوي مواد ترزیق کیږي .
۳ ـ په مایع نایتروجن سره د وینې درګونو حجم کموي .
۴ـ په لایزر په مرسته د بواسیرو وچول .
کله کله جراحي عملیات هم د لند وخت لپاره مؤثر وي اوکیدای شي د عوامل د موجودیت پر مهال یو ځل بیا هم بواسیر پيدا شي .
همدار راز استراحت ، د دردضد درملو، انتي بیوتیکو او انتي سپتیکو استعمال همدا ډول د وینې د رګونو منقبضوونکي کریمونه او د لیډو کائین کریم .
په ګرمو اوبو کې د ۱۰ نه تر شلو دقیقو کیناستل .
او تر ټولو ډير مهم د نظافت مراعاتول دي .
کله چې د تغوت له فعل وروسته له تشانابه وزئ نو د مقعد په نرمه توګه سره ومنیځئ .
د یو شمیر ناروغانو تشناب ته له تلو وروسته کولمه هم راوزي چې هغوی باید یوه ورځ استراحت وکړي او په دې ناحیه د یخو کڅوړه یا د یخو اوبو مشکوله کیږدي

ډاکتر شمس عزيز

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب