بکتريا (Bacteria)

 بکتريا يو حجروي ژوندي موجودات دي. بېلابېل ډولونه لري. د بکتريا په باره کې مو په مخکينيو ټولګيو کې يو څه معلومات ترلاسه کړي دي. ځينې بکتريا ګټورې دي چې بشر بې له هغوی ژوند نشي کولی، خو يو شمېر بکتريا زيانمنې دي.

پوهانو په 1800 م. کال کې وموندله چې ځينې بکتريا پاتوجن دي؛ يعنې د ناروغيو توليدوونکي دي.

پاتوجن بکتريا د کوربه بدن ته ننوځي د حجرو له زېرمه شوو خوراکي توکو څخه ګټه اخلي او د عمل په جريان کې کوربه ته زيان رسوي. هغه بکتريا چې زيانمنې دي، بېلابېلې ناروغۍ لکه: کولرا، توبرکلوز (TB) او نورې رامنځته کوي.

بکتريا د مستقيم ويش (اميتوز) په واسطه ډېریږي چې په هرو 20 دقيقو کې سرته رسېږي، نو که چېرې لږ شمېر زيانمنې بکتريا بدن ته ننوځي وروسته له څو ساعتونو لس ګونه زره بکتريا منځته راځي په بدن کې د بکتريا د زياتوالي نښې لکه د ستوني درد، د بدن د تودوخې د درجې لوړېدل، نس ناسته، کانګې په پوستکي دانې پيداکيدل او نور دا نښې د توکسين (Toxin) په نامه د زهري موادو په نتيجه کې، چې د بکتريا په وسيله توليد شوي، منځته راځي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب