بکتریا (Bacteria) او شکلونه یې

بکتریا (Bacteria)

بکتریا ډېر واړه جسمونه دي او واحدالحجروي ژوندي دي. بکتریا پروکاریوت دي، یعنې مشخصه هسته نلري او په دوه ډلو وېشل شوي دي. ارک بکتریا او یو بکتریا

  1. ارک بکتریا: دا بکتریا پروکاریوت دي او په هغه محیطونو کې ژوند کوي، چې نور ژوندي هلته ژوند نشي کولی.
  2. یو بکتریا: دا بکتریا پروکاریوت دي او په اوبو، خاورو او آن د انسان د بدن په داخل کې ژوند کوي. لکه ایریشا کولي چې د انسان په کولمو کې ژوند کوي. بکتریا به پخوا د مونیرا تر عالم لاندې مطالعه کېدل؛ خو اوس دواړه ډلي جدا عالمونه دي.

د بکتریا شکلونه

د بکتریا حجره عموما په درې بڼو لیدل کېږي. میلې ته ورته چې د Bacillus په نامه یادېږي. ګرد شکلې چې د Coccuse په نامه یادېږي. فنر ډوله چې د Sprilla په نامه یادېږي. یو بل ډول یي چې د کولرا د ناروغۍ سبب ګرځي، کامه ته ورته ده او د Vibrio په نامه یادیږي.

بکتریا عموما غیر زوجي ډېرښت کوي، چې Binary fission ورته وايي، د امیتوسس یو ډول دی. بکتریا زیانمنې او ګتورې دواړه ډوله لري. زیانمنې بکتریا ناروغۍ لکه سل TB رامنځته کوي او ګټورې بکتریاوې مړه جسدونه تجزيه کوي او د چاپېریال په پاک ساتلو کې مرسته کوي. ځينې يې د انتي بیوتیک دوا لکه پینسلین په جوړولو کې استفاده کېږي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب